امريكا په افغانستان كي خپل قومندان بدل كړى
د باراك اوباما ادارې د دوشنبې په ورځ افغانستان ته د ناټو عمومي امريكايي قومندان جنرال ميكرنين په ناڅاپي توګه ليري كړ او پر ځاى يې د امريكايي سپېشل فورس پخوانى مرستيال جنرال مك كريسټال مقرر كړ.
د نيويارك ټايمز ورځپاڼه خبر وركوي چي دا په تېرو كلونو كي د كوريا تر جنګ وروسته چي جنرال ډوګل مك ارثر ليري كړل سوى وو، لومړى جنګي قومندان دى چي امريكا يې په دغسي حساس وخت كي د جنګ له قومندې څخه بدلوي.
د امريكا د دفاع وزير رابرت ګېټس د دوشنبې په ورځ په يوه خبري كنفرانس كي وويل دا تر ټولو مناسب وخت دئ چي د افغانستان دپاره د نوي ستراتيژۍ له پلي كېدو سره پوځي مشر هم بدلېږي.