کور / تازه خبرونه / اېران الاصله امريكايي خبرياله آزاده سوه

اېران الاصله امريكايي خبرياله آزاده سوه


د اېران د استيناف محكمې امريكا ته د جاسوسۍ په تور نيولې خبرياله رخشانه صابري خوشي كړې ده.
د امريكا ولسمشر د اېران د حكومت دې اقدام ته هركلى ويلى او وايي په دې اړه د آرامۍ احساس كوي.
۳۲ كلنه ايران الاصله امريكايي د اېران پوليسو لومړى په دغه هيواد كي د خبريالۍ د نه اجازې په تور ونيوله، خو وروسته يې امريكا ته د جاسوسۍ په تور په اته كاله بند محكومه كړه.
د اېران حكومت ولسمشر محمود احمدي نژاد څارنوالانو ته امر وكړ، چي آغلي صابري ته دي د استيناف حق وركړل سي.
د اېران د استيناف محكمې تېره ورځ د هغې جزا له ۸ څخه دوو كلونو ته راكښته كړه، خو ورسره سم يې د خوشي كېدو اعلان وسو.
د رخشانې صابري پلار دوې اونۍ دمخه خبر وركړى و، چي لور يې په زندان كي د نه خوړلو اعتصاب هم كړى، چي تر ۱۵ ورځي وروسته يې پاى ته ورساوه.