کور / تازه خبرونه / دفاسفورس داستعمال په هکله, داسلامی امارت اعلامیه

دفاسفورس داستعمال په هکله, داسلامی امارت اعلامیه


دفاسفورس داستعمال په هکله, داسلامی امارت اعلامیه


په  دې وروستیو کې مطبوعاتوداسې راپورونه ورکړل چې دهیواد په بیلابیلو سیمو کې, په تازه  بمباریوکې, د امریکایانولخوا په پریمانه کچه، دفاسفورس په نامه زهرجنه کمیاوي ماده کارول  شوې .


فاسفورس یاسپین ګوګړ،هغه ماده ده چې تروروستۍ  کچې سوزونکی خاصیت لري ،یعني ژر اور اخلی ،انسان یوازې وژني نه، بلکې سوزوي یې اوله یوې مخې یې له منځه وړي .


څنګه چې اوس دهیوادپه بیلابیلوبرخوکې دمجاهدینوعملیات زیات شوی  اودښمن روزانه درانه تلفات وینی، نوپه انتقامي حملو اوبمباریوکې هره ورځ اولسي خلک په نښه کوي، کلی اوکورونه ورانوي ،دغه رازدښځواوماشومانوپه شمول بي دفاع وګړي په ډیره بی رحمي  دډول، ډول کیمیاوی اوغیرکیمیاوی وسلوپه استعمالولوسره په شهادت رسوی.خودفراه ولایت دبالا بولوک دولسوالئ دبمبارد په هکله چی کله امریکايي ویاند، دمطبوعاتوپه وړاندي داومنله چي فاسفورس ئي استعمال کړي دی نودائي هم ورسره زیاته کړه چي يواځي دوی ندی بلکي، طالبانوهم دغه ډول مواد کارولیدی. مطبوعاتوهم په ډيره ناځوان مردانه توګه ،دفراه اوکاپيساپه ولایت کي دامریکایانوله لوری دفاسفورس داستعمال مشهودي پیښي هیر ي کړي اودامریکايي ویاند په استناد ئي طالبان په دي پړه وبلل چي کمیاوي وژونکي مواد استعمالوي .


دافغانستان اسلامی امارت، په داسی حال کې چی داسلامی امارت دمجاهدینو له لوری دفاسفورس استعمال په کلکه ردوی،  په ټولونړیوالوسازمانونوژغ کوی چی، دداډول وحشیانه اعمالودی بی پری اوازادي پلټنی وکړی اوجنایت کاران دی دنړئ ولسونوته رسوا اومحکوم کړی . اسلامی امارت په دی برخه کې هرراز همکاری ته چمتودی .


دافغانستان اسلامی امارت


د۱۴۳۰ هـق کال دجمادی الأولی  ۱۷



 


نادرشاه کوټ کې دپوليسوپراکاډمۍ ددرندووسلوبريدترسره شو


رشيدان ته څيرمه دريوتنوپوليسوته مرګ اوژوبله واوښته


په دانګام کې مجاهدينولس تنه سرحدي عسکروژلي


کريشک کې مجاهدينوپريوې امنيتې پوستې بریدوکړ


لشکرګاه ته نژدې يوې چاودني اته تنه عسکرووژل


نادعلي کې ددښمن يوه امنيتې پوسته فتحه شوه


پل مټک کې شپږتنه فرانسويان ووژل شول


سيوري کې يوې چاودني شپږتنه امریکايي عسکرووژل


دکلستان ولسوالۍ ولسوال قاسم خان ووژل شو