کور / تازه خبرونه / دګل نظر شهيد ليسې نوې رغول شوې ودانۍ پرانيستل شوه

دګل نظر شهيد ليسې نوې رغول شوې ودانۍ پرانيستل شوه

تخار   د غويي۲۲مه


د تخار مركز تالقان اړونده بودله كلي كې د ګل نظر شهيد په نامه ليسې  نوى رغول شوى ودانۍ نن د سې شنبې په ورځ د تخار والي، د ولسي جرګې او ولايتي شورا د استازو  او په كندوز ولايت كې د ميشتې ولايتي بيارغونې ډلې  د قومندان لخوا رسماً د يولړ مراسمو په ترڅ كې پرانيستل شوه.


د ګل نظرشهيد ليسې پردغه ودانۍ چې په يوه پوړ كې  په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده، د آلمان هيواد د ولايتي بيارغونې د ډلې لخوا (۸۴۵۰۰) زره امريكايي ډالره لګښت شوى او په يو وخت به پكې د دغه ښوونځي (۳۰۰)  تنه زده كونكي زده كړه كولاى شي .


دغه نوې رغول شوې ودانۍ چې په ټولټال (۷) سربيره (۶) تشنابونه هم لري په (۵) جريبه ځمكه كې جوړه شوې ده.


د يادونې وړده چې د  ګل نظر شهيد ليسه (۳۴) تنه ښوونكې  او (۱۱۸۰) تنه زده كونكي لري چې تردې وړاندې يې تر خيمو او ونو  لاندې علم زده كاوا .


دجنوبی ولایتونو دپوهنی ریاست کارکوونکو ته ښوونيز سمينار جوړ شو


كندهار: په كندهار ولايت كې د بنګلديش هيواد د برك موسسې لخوا د جنوبي ولايتونو زابل، نيمروز او هلمند ولايتونو د پوهنې رياست شاوخوا ۳۰ كاركونكو ته د څارنې په بيلابيلو برخو كې درى ورځنى سمينار پيل شو.


د يادولو وړ ده چې تيره اونۍ هم د كندهار او ارزګان ولايتونو د پوهنې رياستونو كاركونكو ته هم دا ډول سمينار جوړ شوى وو.



دافغان ترك ليسى ته دشامليدو په موخه ازموينه ترسره شوه


زابل: د زابل ولايت د مركز كلات ښار په شيخ متي ليسه كې د دغه ولايت له بيلابيلو ښوونځيو څخه د اوومو ټولګيو زده كونكو په كندهار كې د افغان ترك ليسې اووم ټولګي ته د شاميليدو په موخه آزموينه وركړه.دغه زده كونكي چې شميريې ۵۰ ته رسيدو يوازې ۴ تنه به ترې غوره كيږي.


دغه راز ددغه ولايت د پوهنې رئيس او ورسره مل پلاوي نن د سې شنبې په ورځ سيوري ولسوالۍ ته ولاړل او هلته يې له ديني عالمانو او ځايي مخورو  سره په دې ولسوالۍ كې د تړل شويو ښوونځيو پر بيا پرانيسته خبري اترې وكړې چې ځايي علماؤو او سپين ږيرو هم په دې برخه كې د خپلو همكاريو ژمنه وركړه