کور / تازه خبرونه / خوست:په نننيو بريدونو کي د مړو شمېر ۱۱ او ټپيانو ۳۰ ته ورسېد

خوست:په نننيو بريدونو کي د مړو شمېر ۱۱ او ټپيانو ۳۰ ته ورسېد


د خوست ولايت په څلورو ځانمرګو بريدونو او وسله والو نښتو كي د رامنځته سويو مړيو شمېره ۱۱ او د ټپيانو دا ۳۰ ته ورسېده چي د ايتلافي ځواكونو په وينا په مړو كي يو بهرنى عسكر، درې پوليس او يو افغان پوځي شامل دئ.
د خوست امنيتي چارواكي وايي په ښار كي اوس حالات نورمال دي او د وسله والو مقاومت ځپل سوى دئ.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي وايي د خوست ولايت ته يې د پوځيانو په يونيفورم كي ۳۰ وسله وال طالبان ننه ايستلي وو، چي د ۳۰ په شاوخوا كي امنيتي او لوړ پوړي دولتي چارواكي يې وژلي دي.
ذبيح الله مجاهد وايي په ښار كي د طالبانو مقاومت اوس هم روان دئ او د ۳۰ كسانو له جملې څخه يې اته ملګري وژل سوي دي، خو د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي د خوست په امنيه قومنداني، ښاروالي او ولايت مقام كي د طالبانو مقاومت ځپل سوى دئ او اوس د ښار امنيتي وضعه عادي سوي دي.
د خوست چارواكي هم په پوځي يونيفورم كي د طالب وسله والو مقاومت او بريدونه مني، خو وايي اوس هغوى ټول وژل سوي دي او يوازي څلور كسه يې د ځانونو پر چاودلو توانېدلي دي او نور بريد كوونكي يې وژلي دي، چي په ګڼ شمېر د ځانمرګيو بريد كوونكو صدرۍ يې ځني ترلاسه كړي دي.
د خوست چارواكي وايي والي جوړ دئ، خو په ټپيانو كي مرستيال والي په سطحي ډول ټپي سوى دئ، چي صحي وضعه ښه ده.
طالبانو په وروستيو مياشتو كي د ځانمرګو بريدونو تاكتيك ته بدلون وركړى او په ډله ايز ډول يې پر حكومتي او د خارجي قواوو پر مركزونو ور خوشي كوي.
طالبانو له دغسي تاكتيك څخه په نورستان كي پر امريكايي پوځي مركز، په كابل كي د عدليې پر وزارت، د كندهار پر ولايتي شورا او ولايت او دا دئ نن د خوست پر ولايت، ښاروالي او قومنداني باندي خپل نوى تاكتيك په كار واچاوه.