کور / تازه خبرونه / لغمان : په ترافيکي پېښه کي ۳ تنه مړه او تر ۴۰ زيات ژوبل سول

لغمان : په ترافيکي پېښه کي ۳ تنه مړه او تر ۴۰ زيات ژوبل سول

د نړۍ اوونيزي د خبر له مخي په لغمان ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه او تر څلوېښتو ډېر ټپيان شول .
د لغمان د ترافيکو مدير سمونوال احمد خان له ننګرهاره خپرېدونکې نړۍ اونيزې ته وويل پېښه د سه شنبې مازيګر شپږ بجې د دغه ولايت په ماشه خېل نومې سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د دغه ولايت مرکز مهترلام ته له قرغيو ولسوالۍ څخه د خپلوۍ يوې اړيکې پسې د راغلو خلکو دوه ملي بس موټرونه د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله سره ټکر شول .


او له امله يې درې نارينه مړه  او شپږ څلوېښت تنه نور ټپيان شول چې د ټپيانو له ډلې (١٧) تنه ښځينه، (١٥)تنه ماشومان او پاتې نور نارينه دي.


خو د لغمان د والي وياند سيد احمد صافي نړۍ اونيزې ته وويل د پېښې د ټپيانو شمېره اته څلوېښت تنه ده.


بلخوا د لغمان د عامې روغتيا ريس عبدالطيف قيومي نړۍ ته وويل د پېښې د شپږو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى چې له دې امله د ګاونډي ننګرهار عامې روغتيا روغتون ته لېږدول شوي.