کور / تازه خبرونه / انډونيزيا ۲۷ ناقانونه افغانان نيولي دي

انډونيزيا ۲۷ ناقانونه افغانان نيولي دي

د انډونيزيا حكومت وايي په دغه هيواد كي يې ۲۷ ناقانونه ورغلي افغانان ونيول.
پوليسي وايي دغه كسان يې په داسي حال كي نيولي چي انډونيزيا ته ورتلو هيڅ راز اسناد نه لري.
د پوليسو په وينا دوى يې د مهاجرينو ادارې ته لېږلي او په اړه به يې وروسته حكومت تصميم ونيسي.
انډونيزيا ته ورغلي افغانان اكثره له هغه ځايه اسټراليا او يا نورو لوېديځو هيوادونو ته په قاچاقي توګه ځي، چي په وينا يې دغه لاره د ستونزو په لحاظ آسانه او د لګښت له اړخه ارزانه تمامېږي.