کور / تازه خبرونه / د نجونو د ښوونځي ۸۴ زده كوونكي مسمومي سوې

د نجونو د ښوونځي ۸۴ زده كوونكي مسمومي سوې

د كاپيسا چارواكي وايي په دغه ولايت كي د نجونو د يوه ښونځي لږ تر لږه ۸۴ زده كوونكي مسمومي سوي چي په روغتون كي تر درملني وروسته يې خپلو كورونو ته لېږلي دي.
د افغانستان د پوهني وزارت وياند آصف ننګ وايي دا په تېره يوه مياشت كي دريم ځل دئ چي د نجونو د ښوونځيو زده كوونكي مسمومي كېږي.
د نوموړي په وينا دوې نوري پېښي د پروان په ولايت كي رامنځته سوي وې، چي وروستۍ يې پرون تېره سوې وه.
د نجونو د مسمومېدو مسئوليت كه څه هم تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ خو د افغان حكومت امنيتي ادارې يې د طالبانو كار بولي او وايي دوى د نجونو له تعليم سره حساسيت لري، خو طالبان د دولت دغه تورونه نه مني.
تېر كال په كندهار كي د نجونو د ښوونځيو پر زده كوونكو تېزاب هم پاشل سوي وو، چي يوې يې له امله د سترګو ديد له لاسه وركړ.
د افغانستان ولسمشر حامد كرزي ويلي وو چي د تېزاب پاشوونكي به تر نيول كېدو وروسته سخت (د مرګ په جزا) محكوم كړي، خو سره له دې چي د ځينو كسانو د نيول كېدو خبر وركړل سو، خو جزا يې ورنكړه.