کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه


نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۱۳ نیټه.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د ناټو د ستر قومندان دا سپارښتنه راغستې چې د ددوې پوځي عملیات باید د پاکستان خاورې ته هم وغزولې شي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د جنرال اګون رامز په حواله لیکلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د ثبات په ټینګښت کې ټاکونکې عامل دې خو دې موضوع ته پخوا پام نه وو شوې.
ورځپاڼې د جنرال مکرنن ګوښه کولو ته په اشارې لیکلي دي چې دا اقدام د ماتې منل دي او که د ستراتیژۍ بدلون.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاکستان په سوات دره کې د وسلوالو طالبانو په خلاف روانو پوځې عملیاتو ته هم کتنه کړې او لیکلي دي چې دا جنګ د زړیدو په حال کې دې.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په خوست کې د تیرې ورځې په پیښې تبصره کړې او پدې ترڅ کې د افغانستان ښارونو ته ورپیښ ګواښونه څیړلي دي.
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې دا خبر هم ورکړې دې چې افغان کابینې یو پلاوي ته دنده وسپارله چې په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د قانوني کولو په باب یوه طرحه جوړه کړي.
ورخپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د عامه خلکو مرګ ژوبلې ته په اشارې لیکلي دي چې د عامه خلکو د وژنې لپاره هیڅ پلمه نشي جوړیدلې.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو په مهال د کیمیاوي موادو د کارولو په اړه د بشر د حقوقو د ځینو ادارو لخوا روانو تحقیقاتو ته په اشارې په غټو ټکو سره لیکلي دي چې دا یو بل ستر جنایت دې.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د کاناډا د دفاع د وزیر په حواله لیکلي دي چې پاکستان د نړۍ تر ټولو خطرناکه هیواد دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د سیمې په وړاندې د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما سیاستونو ته په اشارې لیکلي دي چې دې او دده حکومت د ستونزو د هوارولو توان نلري.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قومندان بدلون ته په اشارې دا پوښتنه کړې ایا دغه بدلون به د عامه خلکو د مرګ ژوبلې کچه راټیټه کړي.
ورځپاڼې د همدې مخ په غټ سرلیک کې د پاکستان د ولس مشر اصف علي زرداري په حواله لیکلي دي چې طالبان د پاکستان او د امریکا د ماضي یوه برخه ده او سي آې اې او آې ایس آې له یو بل سره په همکارۍ کې دا ډله جوړه کړې وه.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د پاکستان د حکومت په هغې پریکړې تبصره کړې چې له مخې يې ددوې به وینا غیر قانوني افغان کډوال له پاکستان نه شړل کیږي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې په خوست کې د تیرې ورځې پیښې ته په اشارې لیکلي دي چې وسلوالو خپل تکتیکونه بدل کړیدي.
خو اصلاح بیا په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د افغان خواکونو وړتیاوې څیړلي او لیکلي دي چې دوې ددې وړ دي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په خوست کې د تیرې ورځې پیښه راغستې او لیکلي دي چې وسلوالو د ملي اردو په یونیفورم سره د والي په دفتر او ښاروالۍ حملې وکړې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د تند لارو په مرکزونو د امریکا د هوايي حملو په اړه د ځینو کتونکو نظرونه راغستې او هغه يې اغیزناک بللي دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د جمهوري ریاست په راروانو انتخاباتو او پدې ترڅ کې د کاندیدانو په هلو ځلو تبصره کړیده.