کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ای بدمرغو افغانانو !

ای بدمرغو افغانانو !

مأخذمې په يادندی خوپه يوکتاب کې مې لوستي ووچې!کله پېژندل شوی ظالم ،بې رحمه اووينې تويوونکی حجاج ابن يوسف داموي خليفه لخواعراق ته دوالي په توګه ولېږل شو ،نو ده عراقي قومي مشران ،علماء مخور اوګڼ شمېر عام خلک په مسجدکې راټول کړل اوپه داسې حال کې چې توره يې په لاس کې ځلېدله پرمنبرکېناست ،په ډېر قهر،غرور اوپوره بې پروايۍ يې له کوم سلام اومقدمې پرته مخ ته ناست خلک داسې مخاطب کړل: ((يااهل العراق يااهل النفاق والشقاق اتيتکم بسيفين ،سيف الرحمة وسيف العذاب ،اماالسيف الرحمة فقدضاع مني فی الطريق…))
يعنې : ای عراقيانو ،ای نفاق خپرونکيواوبدمرغو!،ماله ځان سره تاسوته دوې تورې راوړې وې، يوه د رحمت اوبله دعذاب توره ،خودرحمت توره رانه په لاره کې ورکه شوه اوس راسره يواځې دعذاب توره پاتې ده اوس به تاسې ګورئ چې زه له تاسې سره څه کوم…..
داکيسه راته په څلورم ځل دملت د ځورولو او دپښتون دسپکولولپاره له نويوهوډونو ،نويو ارادواونويو پلانونو سره دولسمشر په توګه دحامدکرزي له پاتې کېدلوسره راياده شوه .
وروستۍ پېښې او دافغانستان په اړه نړيوال بدلونونه ښيي چې ښايي ښاغلی کرزی يوځل بيا دپنځوکالولپاره په افغان ځورېدلي او کړېدلي ولس وتپل شي ،ملت شاهد دی چې کرزي په تېرواتوکلوکې کومه نادوده اونارواپرې ونکړه ،کوم ډول روحي اوجسمي تعذيب يې ورنکړ ؟ له کوم ذلت اوبدمرغۍ سره يې مخ نکړ؟،دده په دوره کې ملت له لاس اوپښوتړلی ، هم کورنيواوهم بهرنيودښمنانو ته وسپارل شو، زورواکوته داحوصله اوډاډ ورکړل شوچې ملي او شخصي شتمنۍ يې چور اوتالان کړ ې ،ددې پرځای چې وژونکي اوبين المللي جنايت کاران محاکمه کړي بيايې پردې ملت حاکمان کړل ،سره له دې چې ده يوځل بيا هم له ولس سره دمخامخ کېدو اوله ولس څخه درايواخيستلوهيله درلوده او اوس چې بيا دده لاړې تېرې شوې اوډاډه شوچې راتلونکی ولسمشر هم همدادی اودزمري په ۲۹مه په کېدونکيو نمايشي ټاکنوکې لا دوخته همدی ټاکل شوی اوپوهېږي چې همدايې دولسمشرۍ وروستۍ دوره ده ځکه اساسي قانون دبل ځل کانديدو اجازه نه ورکوي ، بيانه له ولس څخه رايه غواړي ،اونه ورسره مخامخ کېږي ،نوهمدااوس ددوو تېروتورو (مارشال فهيم اوخليلي )سره دملت په مقابل کې ودرېد،همدااوس يې ملت ته داسې ښاماران وښودل چې زهريې له خولې څخه بادېږي ،اوملت ته يې تفهيم کړه چې داښاماران به يې آن هډوکي هم وشپيلوي ،کرزي هم دحجاج ابن يوسف په څېر ملت وويل چې ای کم عقله ،ساده اوبدمرغه ملته اوس به درسره ګورم .
حجاج خوبياهم ښه وه عراقيانوته يې له دوو ټاکل شويوتوروڅخه يوه درحمت توره ټاکلې وه خوښاغلي کرزي دواړه دعذاب تورې ټاکلې دي ،داچې دموضوع عمق ته ښه ورننوزو په کارده چې دکرزي تېرې اته کلنې دورې ته سرسري کتنه وکړو.
افغان ولس اونړيواله ټولنه همدا څومياشتې وړاندې دولسمشر کرزي اودلوېديځو هېوادونو په ځانګړي ډول د متحده ايالاتو دنوي ټاکل شوي افريقايي نژاده ولسمشر بارک حُسين اوباما تر منځ دمخالفت اولفظي جګړې شاهدان وو،لوېديځې نړۍ افغان ولسمشر په بې کفايتۍ ،ناپوهۍ ،دمديريت په نشتوالي تورناوه ،کرزی يې دروانې ستونزې داوږدولو عامل، دډېروفرصتونوضايع کوونکی ، په سياسي او اداري ويروس ککړ اويوناکام ولسمشر وباله.
ولسمشر کرزی هم چپ کښېناست ده هم دنيوکو خورجينه پرانيسته ،په افغانستان کې مېشت بهرني پوځونه يې په خودسرۍ ، دملکي وګړيوپه وژنه او….تورن کړل.
که څه هم کرزي هڅه وکړه چې له دې لفظي او ديپلوماتيکې جګړې څخه دځان دشهرت اوپه ولس کې دمحبوبيت لپاره ګټه واخلي اوپه اصطلاح ځان دافغان ولس خواخوږی ،غمخور اوملي څهره معرفي کړي اودولتي اوکرزي پلوه ميدياهم هڅه وکړه ،چې کرزی دتش سمبول ،بې احساسۍ اوبې واکۍ له دريځ څخه راوباسي اوديوه قاطع او هوډمن ملي مشر په توګه يې وځلوي ،خوافغانستان دقضاياووسياسي څېړونکيوهماغه وخت هم دنړيوالو اوپه ځانګړي ډول دمتحده ايالاتو دنوي ولسمشر اندېښنې اوتبصرې پرځای ګڼلې اودکرزي اکتونه يې تش فيګور اودخلکو غولول بلل.
کرزي هڅه وکړه چې خپله اودخپلې ادارې بې کفايتي دالفاظودځلالاندې راولي ،سياست پوهانو به په هماغه وخت کې هم ويل چې دښاغلي کرزي داسياسي کپچه کېدل اوجنترلنډمهالی اوټاکنيزکمپاين دی ،دی غواړي چې پدې تودوخبرو ولس ته ځان ورنږدې اورايه يې خپله کړي ،ددوه ميليونوافغانانو وژونکيواودافغانستان روانې دېرش کلنې تراژيدۍ اصلي عاملينووحشي روسانوته دکرزي ورنږدې کېدل هم په لوېديځ دفشار لپاره وو لوېديځوالوته يې وښووله چې له دوی سره دده چلنداواړيکې د[کچ لواورکچ دو.يعنې څه راکړه او څه واخله] داصولوپه بنسټ دي اوکه لوېديځوال دی نه مني ،اوحساب پرې نه کوي نودده هم نورې لارې زده دي ،دی هم نوي بين المللي دوستان !!موندلی شي .
دسياسي کتونکيو په باور کرزی ددې جګړې وړونکی شو. داچې په دې اړه ډېر رول دچاوو؟ په امريکاکې دپخواني ولسمشر جورج بُش ډلې اودمتحده ايالاتو استخباراتي اوامنيتي سرچينو په دې اړه کوم رول ولوباوه …… په دې موضوع نه غږېږو خواوس چې له نړيوالې ټولنې څخه تر نسبي اطمنان وروسته ښاغلي کرزي يوځل بيا ځان دولسمشرۍ څوکۍ ته ونوماوه اوځانته يې مشهورټوپکماران اوجنګسالاران (فهيم اوخليلی) ،دمرستيالانوپه توګه ونومول نوهغه اټکلونه چې دکرزي دمصنوعي اکتونواونمايشي حرکتونوپه اړه به کېدل پرځای وختل اوداثابته شوه چې کرزي داهرڅه دملت لپاره نه، بلکې دخپلې څوکۍ اوواکمنۍ ددوام لپاره کول ،که څه هم د ولس هوښياره اولوستې طبقه لاپه هماغه وخت کې پوهېده چې داحرکتونه نمايشي اودروغ دي خوځينو ناخبرواوخوشباورو اشخاصوته يې څه اميدونه ورکړي وو خودادی دمرستيالانوپه توګه د(فهيم اوخليلي )له ټاکلوسره يې له ولس څخه داهيله هم وتروړله اودنهيلۍ په طوفاني سمندريې لاهوکړ.
دادولسمشرکوم نوی چال اوچل ندی اونه لومړی ځل دی چې ولس اونړيوال غولوي ! بلکې دغولواوتېروېستلو يوچانس هم ده ندی ضايع کړی ،دده تېرې اوه نيم کلنې واکمنۍ وښوده چې ده خپله ټوله هغه انرژي چې بايددولس اوپه ځانګړي ډول له هرې خواڅخه دځپل شوي پښتون قام دهوسايۍ ،پرمختګ اوسوکالۍ لپاره يې لګولې وای هغه يې د ولس اوددې قام دغولولولپاره کارولې ده .
ملت ته ورياد دي چې کله په انتقالي اوعبوري دورو کې کرزي خپله کابينه له جنګسالارانواودملت له قاتلينوجوړه کړه نوولس ته به يې ويل چې داکاريې له مجبوريته کړی دی ،ځکه چې ددوی په يرغمل کې دی ،اوکه دوی يې دمنتخب ولسمشر په توګه وټاکي نوبيابه دخپلې خوښې خاوندوي ،ټول جنګسالاران به له واکه لېرې کړي ،اودمحکمې مېزته به يې راکش کړي ،ولس هم بله لاره نه درلوده اودبد اوبدتر ترمنځ دانتخاب داړتياداصل له لورې يې ده ته په دې هيله رايه ورکړه چې داځل به يې دجنګسالارانوله يرغمل څخه خلاص،ټوپکسالاران محکمې ته وړاندې،ملي اسلامي عدالت تأمين اودبين المللي ټولنې په مرستې اوملګرتيا به هېواد ودان کړي ،خوچې کله يې رايې واخستې نو يوځل بيا((هماغه ديګ اوهماغه شلغم وو))،هماغه مصلحتي کابينه ،هماغه دبې کفايتوواکمني ،هماغه دټوپکسالارانوزورواکي …يواځينی شی چې دکرزي په منتخب حکومت کې نوی وليدل شوهغه د جنګسالارانو جرﺋت اوهغوته نوره مساعده زمينه وه اوبس .
له ټاكل كېدو وروسته ده بياملت هېرکړ ،دهېواد اکثريت (پښتون قام ) حقوق يې نوروته ورکړل ،دملت دوينو زبېښونکي يې پرملت بياددې لپاره حاکمان کړل چې دبدن پاتې وينه يې هم وڅښي.
دده په لنډمهالې اومنتخبه جمهوري !! دوره کې دشمال اصلي اوسېدونکي لسګونه زره کورنۍ بې عزته شوې ،بې پته ،له وهلو،ټکولواووژلووروسته کډوالۍ ته اړشوې په تخار،سرپل اوفارياب کې له خپلوکورونواوجايدادونو ووېستل شوې ،ځوانان يې مړه اومېرمنې يې بې پته شوې خومنتخب جمهورﺋيس يواځې ديوکميسيون له انتخاب پرته هېڅ هم ونکړل .
دده په واکمنۍ کې دايکندي ،دهزاره ګانواوپنجشېرد جنګسالارانو دخوښۍ لپاره ولايتونه کېږي ،خودزورواکواومتعصبواشخاصولخواپښتون قام له خپل کور او جايدادڅخه لېرې دهرات په شيدايي اومسلخ اودلښکرګاه مختاراوښاروالۍ دکندهاردژېړي دښتې اودکابل دقمبردڅلورلارې په کمپونوکې درپه درژوندکوي .
کرزي دخپلې واکمنۍ ددوام اودرايوداخيستلولپاره مشهور جنګسالاراودزرګونوپښتنوقاتل بې سواده جنرال (دوستم) ته لاربرابروي چې له محاکمې څخه پښې سپکې اوترکيی ته په مؤقتي توګه ولاړشي ،په جنسي تېريوتورن ،دپښتنودحقوقوغاصب، دلسګونواسحاقزيوپښتنووژونکي قوماندان کمال چې بندي وو له زندانه خوشي کوي ، چې نورهم خپلې فحشاء اوظلم ته دوام ورکړي ،خودمسعود لخواپه جوړشوي يوجريبه زندان کې دستمي کړيولخوا دبنديانوشويولسګونوپښتنوکورنيودپوښتنې څوک نشته ،هغه چې په خواجه بهاءالدين کې يې کورونه اوجايدادونه غصب شول اولاهم تهديدېږي ،دپښتون کرزي لخوادده ټاکل شوی مرستيال کريم خليلي همدايوه اونۍ واړندې له هزاره ګانوسره دسوګند په يادولو ژمنه کوي چې سږکال به کوچيانوته په هېڅ قيمت اجازه ورنکړي چې په بهسودوکې خپلو مېنو اوځمکوته راشي ،خو کرزی نه يواځې دی په دې ملي ضداوتعصب ته لمن وهونکيوڅرګندونونه محاکمه کوي ،بلکې لايې هم په غېږ کې نيولی اودمرستيال په توګه ورته له پښتنو څخه رايه غواړي داخوپرېږده چې کوچيانوته خپل حق وسپاري يادالانجه دمحکمې ،عدالت ياسولې له لارې حل کړي .
ښاغلی کرزی دخليلي اوفهيم له ټولوجناياتو ،چوراوغلاڅخه خبردی ،دکابل دوراني .،دمړي نڅا په سرونودميخونودټک وهلوله ريکارډ ،اوپه دې وروستيوکې خويې دلومړي مرستيال په توګه دفهيم په ټاکنې دنړيوالې ټولنې اودبشردحقوقو دادارو اندېښنې اوله غوسې ډکې څرګندونې هم واورېدلې ،خولايې هم پرې سکوت کړی دی ،اودحيرانتيا وړداده چې پخپله فهيم دنړيوالونيوکو پروړاندې چپ دی ځکه پوهېږي چې ټول رښتيا دی اواسنادهم موجود دي، خوکرزی ترې په متحده ايالاتوکې دفاع کوي .
کرزی ښه پوهېږي چې دټول پښتون هغه که لر اوسېږي اوکه بر په کورکې اوربل دی ،وطن يې ورانېږی مادي اومعنوي ارزښتونه يې په اورسوځي ،هره ورځ يې لسګونه جنازې له کوره وځي ،دسوات جنت ته ورته ګلبڼ په کنډوالوبدلېږي ،ټول پښتون دبې سوادۍ اوفقر له ګواښ سره مخ دی سره له دې چې پوهېږي چې داپښتون ته دسيسه ده،پښتون يو مغرورقام اودجرګواومرکو خلک دي نه ترورېست کېدلی شي ،نه ډار اچوونکيو، نه دچاپر حقوقوتېری کوي ونه دچاظلم زغملی شي اوپردې هم پوهېږي چې په دې دسيسه کې لوی لاس دګاونډيو هېوادونو اوپه ځانګړي ډول دايران اوروسيې دی،خوبياهم له هغوی سره دفارسي ژبې تلويزيوني چينل په شوم مثلث کې برخه اخلي خودپښتوپرضد سيسوجوړولوته لاس ترزنې اوديونندارچي په توګه ناست دی .
دمرستيال لانوپه توګه دفهيم او خليلي ټاکنې وښوده چې دکرز ي راتلونکی نظام به تر پخوا ډېر سست، ډېر په فسادکې ډوب، ډېر مصلحتی ،ډېرکمزوی اوډېر ناکام وي ځکه چې دهېواد اوولس دښمنانولاهم جرﺋت وموند،لا هم تشجيع ، ډاډه اومطمين شول ،لاهم له محکمې بې غمه شول. آيادفهيم اوخليلي ټاکنه به کرزي ته کومه ګټه وکړي ؟ آيادادواړه به دتاجکواوهزاره وو استازيتوب وکولی شي ،اوآيا دوی په خپلو قومونوکې مينه وال اوپلويان لري؟نه هېڅکله هم نه! ځکه دې دواړو دخپلو شخصي ګټولپاره نه يواځې پښتانه وژلي اوزورولي ،بلکې په هيچا آن به خپلو قوميانويې هم صرفه نده کړې ،که کرزی داثابتول غواړي ،نودامتحان لپاره خودې فهيم ته په پنجشېراوخليلي ته به باميانوکې درايواخيستلو بېل صندوقونه کېږې بيادې وګوري چې حقيقت څه دی اودا دواړه په خپلوخلکوکې څومره محبوبيت لري .
زه په دې باوريم چې زموږ په هزاره وواوتاجکووروڼوکې ډېرښه خلک ،پوه اوباکفايته اشخاص ،ډېر دينداره ،هېواد اوملت ته صادق اومخلص بې تعصبهملي او بين المللی څهرې موجودې دي ،داسې خلک چې هرافغان ورته ورور اوټول هېواد ورته خپل کور ښکاري ،داسې اشخاص چې دتاجکانو اوهزاره ګانوتر څنګ ورته پښتانه هم احترام لري ،ولې هغوی خپل مرستيالان نه ټاکي !کرزی تل زګ اوسراب ته هيله کوي
په نوې دوره کې سرله اوسه ده په کاذبومصلحتونو،کمپرومايز ،سازش ،باج اوجزيې ورکولوپيل وکړ،سرله اوسه يې اقتصادي ،سياسي دنشه يي توکيو،دانساني قاچاق ،ترور اواختطاف مافياته ځان وسپاره .اوس دې الله (ج)دملت سرته خيرکړي چې څومره به نور ،دمړي له نڅا،ميخ ټک وهلو،دژبوله پرې کولو اوکانټينري ټولوژنوسره مخ شي .
(دښمن ورننوتی دی په کور دپښتانه
خودغه کار يې هم وکړ په زور دپښتانه)