کور / سياسي / دسياسي فشار اغېزاووسايل

دسياسي فشار اغېزاووسايل

انجنير زکريا پوپل۱۲/می/۲۰۰۹هالنډ


په  دولتي اداره کي سياسي فشار او اغېز يو دخورا مؤثرو وسايلو څخه ګڼل کېږي، چي کولای سي دهيواد دسياسي ژوند اوسياسي پېښو تګ لوري ( مسير ) ته بدلون ورکړي . تر پوځي او جګړه ايز فشار دسياسي فشار اغېزه ډېره زياته، مؤثره، ګټوره اوبې زيانه وي . په پوځي او جګړه ايز فشار کي ډېري ويني تويږي، سيمي او ښارونه ورانېږی، دهيواد اقتصاد ته ډېر لوی زيان رسېږي، لرغونی تاريخي او کلتوري شتمنۍ له مېنځه ځي او تر ټولومهم په نړۍ واله کچه ديو هيواد او خلګو سياسي حيثيت ته لوی زيان رسېږي، چي بېلګه ئې د ډاکتر نجيب الله په واکمنۍ کي دوخت د دفاع وزير شهنواز تڼي او ډاکټر نجيب الله تر مېنځ لانجه وه، چي يو شمېر کسانو د سياسي فشار او اغېز له لاري ډاکټر نجيب الله دشهنواز تڼي په وړاندي لمساوه او ځيني نورو کسانو بيا دسياسي فشار او اغېز له لاري شهنواز تڼی دډاکټر نجيب الله په وړاندي پوځي او جګړه ايز فشار ته لمساوه . دغه دواړي ډلي چي دسياسي فشار نه ئې کار اخستی په خپل شوم هدف کي بريالی سوې، خو پوځي-جګړه ايز فشار ډېري ورانۍ اوبربادۍ ورسولې .


په بېلابېلو هيوادونو کي دهغوی داقتصادي، تخنيکي او کلتوري ودي او ځانګړتياوؤ له مخي سياسي فشارونه هم توپير لري، خو په عام ډول کولای سو پر دروبرخو ئې ووېشو :


۱- په وروسته پاته هيوادونو کي سياسی فشار او اغېز .


۲- په نيمه پر مختللو هيوادونو کي سياسي فشار او اغېز .


۳- په پرمختللو هيوادونو کي سياسي فشار او اغېز .


زه غواړم په دغه ليکنه کي په پرمختللو او نيمه پرمختللو هيوادونو کي دسياسي فشار او اغېز لنډه يادونه وکړم ، خو په وروسته پاته هيوادونو کي ، چي افغانستان هم پکښې شامل دی، دسياسي فشار او اغېز په هکله يو څه په تفصيل بحث وکړم او په ځانګړې توګه دې ټکي ته ګوته ونيسم، چي دافغانستان په دولتي اداره اومنجمنټ کي پښتنو او نورو قومونو څومره دسياسي فشار او اغېز نه ګټه اخستې ده او دپېښو پر بهير ئې څه ډول آثر ښندلی دی .


۱- په وروسته پاته هيوادونو کي په دربار او حکومت کي دننه دلوړپوړيو چارواکو له لاري پر پاچاهانو، ولسمشرانو اولومړي وزيرانو سياسي فشار راوړل .


دغه ډول فشار معمولاً دهغو کسانو لخوا راوړل کېږي، چي پاچا، ولسمشر او لومړي وزير ته ډېر نژدې خلګ وي اوپه ضمن کي دټولني دروڼ آندو سره هم نژدې اړيکي ولري او په عين وخت کي دهغوی تر اغېزي لاندي هم وي .


دغه ډول فشارونه معمولاً عامو خلګو ته زيات دليدلو او احساس وړنه وي خو زياتره ئې مؤثريت خورا ډېر وي، چي زموږ دهيواد په تېرو او اوسنيو سياسي بهيرونو کي ئې کله کله ټاکونکی رول هم لوبولی دی .


متأسفانه په پښتنو کي، حکومتونو ته دنژدې خلګو او پښتنو روڼ آندو تر مېنځ دنژدې اړيکو نه شتون او يا ډېرو خوپو اړيکو له امله، دسياسي فشار دوسايلو نه دومره کارنه دی اخستل سوی . زما له نظره په دې کار کي ګرمتيا زياتره دپښتنو روڼ آندوده، چي ددغه ډول نژدې اړيکو په جوړولو کې ئې بشپړه هڅي نه دي کړي، چي وکړای سي حکومتونو ته دنژدې کسانو له لاري، دهيواد پر سياسي بهيرونو دخوښي سره سم اغېزه وکړی او هغوی ته بدلون ورکړي .


خو يو شمېر غير پښتني روڼ آندو ( په ځانګړي ډول تاجکانو او قزلباشانوپوري اړوندوځيني روڼ آندو ) دسياسي فشارونو دوسايلو نه په اغېزمنه توګه ګټه اخستې ده او په پايله کي ئې يوشمېر سياسي بهيرونه دځان په ګټه ګرزولي هم دي . د بېګي په توګه، کله چي دافغان – انګليس ددريمي جګړې نه وروسته دافغانستان او بريتانيا تر مېنځ تړون لاسليک کېدی، نو په هغه وخت کي دډيورنډ دکرښي هاخوا پښتنو هم پاڅونونه وکړل او دا شرايط برابر سوي وه، چي که دافغانستان حکومت دهغوی ملاتړ کړی وای او دانګلستان پر حکومت ئې فشار اچولی وای، نو کېدای سول، چي دډيورنډ دکرښي ها خوا سيمي بيرته په افغانستان پوري ومښلول سي . خو لکه څنګه چي دغه سيمي زياتره پښتني سيمي وې ، نو شاه امان الله خان ته نژدې پښتنو ضد کسانو، ددې وېري نه چي دافغانستان سره ددې سيمو په يوځای کېدو سره به دپښتنو شمېر نور هم ډېر سي، نو پر پاچا ئې سياسي فشار راوړ، چي دډيورنډ دکرښي دها خوا پښتنو دملاتړ نه لاس واخلي او دبرتانيا سره تړون لاسليک کړي .


بله بېلګه : کله چي شاه امان الله خان دکندهار نه دکابل په لور دتخت دبېرته ګټلو په موخه ديوه غټ پوځ سره يو ځای وخوځېد، نو بيا هم دغه کسانو پر نوموړي دسياسی فشار له لاري داسي اغېزه وکړه، چي غزني ته په نژدې کېدوسره هغه بېله کوم دليله ( يا په دغه ناسم دليل چي نه غواړي واک ته دده درسېدو په خاطر دافغانانو ويني توی سي ) بېرته پر شا سواو دهند دلاري ايټاليا ته ولاړ . بيا هم پښتنو ونه کړای سول دسياسي فشار نه ګټه واخلي او هغه ددغه ناسمي پرېکړي نه را وګرځوي .


تر هغه نه وروسته په نورو رژيمونو کي ئې هم ډېري زياتي بېلګي سته، چي دلته ئې دوخت دضاع په موخه دويلونه صرف نظر کوم .


خو له بده مرغه پښتنو دسياسي فشار وسايل يا زده نه وه او يا ئې ونه سوای کړای په سمه او اغېزمنه توګه ګټه ترې واخلي .


دشلمي پېړۍ په اتيايمه او نوي يمه لسيزو کي دافغانستان هزاره ګانو هم دسياسي فشار دوسايلو نه په ډېر اغېزمن ډول کار واخست او يو شمېر بې ساري لاس ته راوړني ئې خپلي کړې .


اوس ياني د يويشتمي پېړۍ په پيل کي بيا هم تاجکانو، قزلباشانو، هزاره ګانو او آن ازبکانو هم دسياسي فشار دوسايلو نه کار اخستی دی . خو پښتنو تر اوسه پوري لا هم دسياسي فشار دوسايلو نه دګټي اخستني چل نه دی زده کړی .دپېښو سره دمخالفت په صورت کي ئې يا وسلو ته لاس اچولی دی او ډزي ئې کړي دي او يا مرور سوي دي، چي په دواړو حالتونو کي ئې دسياسي فشار ټول وسايل دلاسه ورکړي دي .


که چېري پښتنو روڼ آندو په تخار کي خپلو کورونو ته دراستانه سوؤ پښتنو دستونزي په هکله او په بهسودو کي دکوچيانو دستونزي په هکله دسياسي فشار او اغېز نه کار اخستی وای، نوزموږ کوچي وروڼه او تخار کي بېګناه په زندان کي لوېدلي را ستانه سوي پښتانه به دومره نه ځورېدلای ( زه خبر يم ځيني کسانو په دې اړوند ډېري زياتي او په مېړانه هلي ځلي وکړې، خو داکار بايد په سلګونو او زرګونو ځله زياتو کسانو کړی وای، چي زه باوري يم اغېز به ئې هم ډېر وای ) .


کله چي ستونزي يو پر بل زياتي سره کوترم سي او پښتانه روڼ آندي دسياسي فشار داغېز دوسايلو نه کار نه اخلي، نو خلګ خو نوري دفشار لاري هم نه لري، بس يوازنۍ دفشار وسيله چي ورته پاته کېږي، هغه جګړه او ټوپک دی . په دې ترتيب پښتانه روڼ آندي بايد په داپوه سي ، چي ددوی دبې توپيرۍ، لاس تر زني کښېنستل او بې ځايه «غرور» نه کېدای سي جګړې وسي او ويني توی سي . ځکه نو دادوی مکلفيت دی، چي بايد دسياسي فشار دټولو ممکنو لارو نه کارواخلي .


خو دسياسي فشار دواردولو لپاره دااړينه ده، چي له يوې خوا روڼ آندي تر ټولو دلوړو مقامونو خاوندانو ته ځانونه ورسوي او دخلګو درښتيني حال نه ئې خبر کړي، خو دېر ژر بايد مرور نسي . له بلي خوا په تر ټولو لوړو مقامونو کي ناست چارواکي هم بايد دروڼ آندو او ټولو افغانانو خبرو ته غوږ ونيسي او په دې بايد پوه سي، چي مقامونه او دولتي څوکۍ کله وي او کله نه وي، خو په خلګو کي ښه او بد نوم تر  ابده پوري پاته کېږي .


که چېري خواخوږو افغانانو دسياسي فشار او اغېز له لاري بريالۍ هڅي کړي وای نو زموږ دهيواد ډېروسترو ناورينونو مخه به نيول سوې وای .


خير هغه چي تېر سول ، په هغو پسې به نه ګرځو او د اوس او راتلونکي په فکر کي بايد واوسو . ځکه نو افغان روڼ آندي او نخبه ګان هم بايد په خپل مېنځ کي پر يو شمېر اساسي مسايلو دخبرو اترو له لاري تفاهم وکړي او دهغو په هکله اجماع ته ورسېږي، چي دهري پېښي په هکله دې ته اړتيا نه وي، چي ټول وخت دمسئلې پر توضيحاتو او خبرو اتروتېر سي  . په دې صورت کي نو کولای سي دپېښو سره ډېر ژر او دبېلابېلو لارو په ډېر قوت سره سياسي فشار وارد کړي .


۲-په نيمه پرمختللو هيوادونو کي د مظاهرو له لاري په کوڅو او لارو کي دکاربندۍ، دسړکونو دبندولو او نورو لارونه پر حکومت سياسي فشار راوړل .


که دغه ډول فشارونو ته هم ښه سازمان ورکړل سي، کولای سي ديوه هيواد دسياسي بهير پر تګ لوري اغېزه وکړي . زياتره په نيمه پرمخ تللو هيوادونو کي، چي سياسي کلتور پکښي يوڅه وده کړي وي ، دغه ډول فشارونه اغېزمن کېدای سي ، چي بېلګي ئې د اوکراين نارنجي انقلاب، دګرجستان د ګل ګلابونو انقلاب، په وېنزويلا کي دهوګو چاويز بيرته واک ته رسېدل، په ټايلنډ کي دحکومت بدلېدل، په نيپال کي پاچهي نظام په جمهوري بدلېدل او نوري ډېری بېلګي راوړل کېدای سي .


۳-په پرمختللو هيوادونو کي سياسي ګوندونه دپارلمان له لاري په حکومتونو سياسي فشار راوړي، ترڅو ددوی غوښتني تر سره سي .


دافغاني روڼ آندو ديو والي او ځواکمن کېدو په هيله.


په مينه او درناوی


که چېري څوک په دې اړوند وړانديزونه، پوښتني او يا زياتوني ولري نوکولای سي زما سره په لاندي پته اړيکي ونيسي :


Popal_58@hotmail.com