کور / تازه خبرونه / پکتيا: هوايي بريد ولسي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

پکتيا: هوايي بريد ولسي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د پكتيكا په مركز ښرنه كې د هوايي بريد له امله اته تنه وژل شوي او يوه مېرمن ټپي شوې ده .

دا پېښه تېره شپه ښرنې ښار ته نېږدې د صغرو په نوم كلي كې شوې.

د پكتيكا والي وياند حميدالله ژواك وايي، چې يوې وسله والې ډلې د پكتيكا ولايت په كمبرندي پوستو له درو خواوو بريد وكړ، خو دوى ته يې مرګ ژوبله وانه ړوله.

نوموړی زياتوي چې وروسته بريدكوونكو يوه كلي ته ننوتل او بهرنيو ځواكونو د هوا له لارې په نښه كړل چې په دې پېښه كې شپږ وسله وال بريدكوونكي وژل شوي دي .

د سيمي خلك وايي، چې پر شپږو سربېره دوه پلار او زوى وژل شوي او يوه مېرمن هم ټپي ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوى ايله يو جنګيالۍ وژل شوى.

دى حكومتي سرتيرو ته د ګڼې مرګ ژوبلې اړولو ادعا كوي .

مجاهد وايي، چې له يوه پرته چې د دوى جنګيالى دى، نور وژل شوي ټول ملكي خلك دي.

له پکتيا څخه په هوايي بريد کي د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي خبر په داسي حال کي رامنځته کېږي چي ايله يوه اوونۍ مخکي د فراه ولايت په بالابولوک ولسوالۍ کي نژدې ۱۵۰ کسان د ايتلافي ځواکونو په هوايي بريدونو کي وژل سوي وو .