کور / سياسي / د كرزي جام شوى سياسي ماشين

د كرزي جام شوى سياسي ماشين


جورج ډبليو بوش چې له بل كلنټن څخه د آبادي، سوكالي او پياوړي امريكا د چارو واګې تر ګوتو كړې او د خپل واك پر موشه خره يې پښه واړوله او دا خر يې په دا بېخ بېخ كې د خپل غرور په نشتر چيخاوه، او په ړندو سترګو يې يوې بلې خواته بې هدفه ځغاستې پيل كړې.
په افغانستان كې يې لغتې ووهيلې او په عراق كې يې ورغښتل، پايله يې دا شوه چې دا دوه مسلمان هېوادونه يې تباه او برباد كړل، او هم يې د امريكا پر نړيوال وقار باندې بولې وكړې. امريكا د خداى په لعنت ولړل شوه، د نړيوال نفرت سره مخ شوه، اقتصاد يې پر ملا مات شو او پر تتۍ ولوېده او پر امريكايي ولس باندې د تشويشونو خپسه پرېوته.
هلته باراك اوباما چې لا يې له مخكې د امريكايي ولس پر نبض ګوتې ايښي دي، نو يې د هغوى روحياتو ته په پام سره د خپلو ټاكنيزو ځغاستو په شروع كې د بدلون شعار وركړ، دا شعار چې د دارو او پر ټپ د اكسير پټۍ كار وكړ، هغه و چې د امريكا په تاريخ كې يې د لومړي وار لپاره يو تور پوستى ځوان د سپينې ماڼۍ راجا وګرځاوه.
د بدلون شعار يوازې د امريكا دننه د امريكايانو لپاره نه و، بلكې په نړيواله كچه بايد د امريكا بهرنۍ پاليسۍ ته هم بل مخ وركړي. ځكه امريكا كه د كورني بحران په ډنډ كې لوېدلې وه، نو دا د بوش د سيسټم د باندنيو غلطو او غرور ځپلو سياستونو ناوړه پايله وه.
په افغانستان كې د حامد كرزي نظام هم د بوش يوه بې سنجشه او ناكامه پروژه ده، همدا بې ضرورته پروژه وه چې امريكا او نړيوالې ټولنې ته په خورا لوړ قيمت تمامه شوه، خو سنجول شوي تاثيرات يې هم د افغانستان او هم امريكا لپاره يو مخ سرچپه راوختل.
دغو واقعيتونو ته په پام سره كه چيرې د اوباما د بدلون شعار ته په باندنۍ كچه هم د تطبيق زمينه برابرېږي، نو بويه چې په افغانستان كې د ښاغلي حامد كرزي په وجود كې د بوش له كاره لولېدلى سياسي ماشين له خپلو ټولو اړوندو سوليدلو او ماتو شويو پرزو سره د تاريخ كندې ته وغورځول شي. دا مهال چې ګورو نو د دغه ماشين شاوخواته ليرې او نيژدې پرزې د راټولېدو په حال كې دي، مثلاً د ننګرهار والي ګل آغا شيرزى چې خپله د ولسمشر كرزي او د هغه د كورنۍ له خوا څومره سپك او ورټل شو، څومره سرګردان كړه شو، څومره بدنام كړه شو، آن حامد كرزي خو يو ځل په صراحت سره د سهېل لوېديځې حوزې له ۳۵ كسيزې فرهنګي ډلې سره د كتنې پر مهال پر همدغه شيرزي د آى ايس آى د ايجنټ تور ولګاوه، دا نو بيا بېله موضوع ده چې د ولسمشر دا ادعا چې د ده يو والي د بهرنۍ استخباراتي شبكې ايجنټ بولي، خپله يوه قانون ضد خبره ده، ځكه د قانون له مخې بهرنيو استخباراتو ته كار كول جرم دى او د دغسې مجرم واكمنول خپله پر جرم سربېره جرم دى. خو همدغه شيرزى د خلګو آن د خپلې كورنۍ د نارضايت او پرله پسې ټينګار سره – سره د كرزي په ملاتړ تر خپلې كانديداتورۍ تېر شو. هلته پخواني د كورنيو او ماليې وزيران د پرله پسې منډو او پټو كمپاينونو سره – سره له كانديدۍ لاس سر سر شول او ورسره داسې ګنګوسې خپرې شوې چې دوى هم د كرزي په ګټه رېورس ولګاوه.
بلې خواته ښاغلي كرزي پخپل لاس غورځولې پرزه ( ډي ډي ار شوى مارشال قسيم فهيم) او خليلي د خپلو مرستيالانو په توګه اعلان كړل، دا باور شته چې ځينې نورې پرزې به هم په عيني توګه د بوش د جام شوي انجن په يوه او بل ځاى كې پيټ شي.
دغسي يوه جريان ته په كتو سره دوه امكانه وجود لري: يو دا چې دنيا د دغو پرزو په راټولولو، غوړولو او يو ځاى كولو سره بيا غواړي چې د كرزي فلج شوى ماشين بيا پر حركت راولي، چي دا اصلاً له سياسي عقله څخه ليرې خبره ده، او كه داسې يوه ناكامه هڅه كېږي، نو ذره شك نشته چې نتيجه به يې نور لوګي، نور غرهار، نوره خرابي او په نهايت كې يوه حتمي چاودنه وي. هيله ده چې افغانان او دنيا د دې اشتبا مرتكب نه شي چې بيا د دغسې يوه ناكاره سياسي ماشين د بيا چالانېدو هڅه وكړي.
بل امكان يې د اوباما د بدلون شعار ته په كتو سره دا كېداى شي چې دنيا ځان د كرزي له ولاړ ماشين څخه له ټولو اړوندو پرزو سره فارغه كوي، چي دا په هر صورت منطقي امكان دى.



1388/02/21