کور / تازه خبرونه / ليكوال او مبصر اجمل هوډمن خوشي سو

ليكوال او مبصر اجمل هوډمن خوشي سو

د دريځ د مهالنۍ جريدې مسول مدير او مدافع وکيل اجمل هوډمن چي دوې ورځي دمخه په كابل كي د ملي امنيت مامورينو نيولى وو، نن يې بيرته خوشي كړى دئ.
لر او بر ويبپاڼي د دريځ مهالنۍ له دفتره رسېدلى خبر وايي چي ښاغلى هوډمن نن د غوايي پر ۲۳ مه نېټه خوشي سو.
ليكوال او سياسي مبصر اجمل هوډمن د غوايې پر ٢١ – مه له کور څخه دفتر ته په په لاره كي د ملي امنيت لخوا توقيف سوى وو، چي د ډېرو په ګومان ښايي علت يې د نوموړي هغه څرګندوني وې چي په دې وروستيو كي يې د رسنيو له لاري د ولسمشر كرزي د نويو مرستيالانو قسيم فهيم او كريم خليلي د پخوانيو جرمونو په اړه يې كړي وې.