اشرف غني په نړيواله كچه كمپاين شروع كړ

34 | مې 13th, 2009


دماليې پخوانى وزيراوراتلونكي ولسمشرۍ ته نوماندډاكتراشرف غني احمدزي دچارشنبې په ورځ ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره خبروركړچې دننۍ ټكنالوجۍ په مټ دنړۍ په ګوټ ګوټ کې افغانانو ته خپل پيغام ورساوه او هغوی يې د يو نوي پيل له لارې په حرکت راوستل.

اشرف غني د خپل نړيوال کمپاين ګورتځی (وېبسايټ)- www.AshrafGhani.afد غويي پر ۱۴مه پر ليکه کړ چي د خبرپاڼي له مخي  يوازې په دوو ورځو کې يې ليدونکي زرګونو ته ورسېدل.که څه هم، دغه وېبسايټ دمګړۍ پر انګرېزي ژبه دی، خو ډېر ژر به يې پښتو او دري نسخې پرانستل شي، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د اشرف غني لرليد (وژن)، د هغه د لس-کلن پلان توضېحات، او د هغه د کمپاين په اړه ورځني تازه معلومات وړاندې کوي.

تر اوسه پورې نتايج خورا مثمر دي.احمدزي زياته كړه له ټولې نړۍ د افغانانو، له متخصصينو تر محصلينو، لخوا مالي مرستې کېږي.، په هر ځای کې افغانان د اشرف غني او هغه د لرليد، چې د يو رښتيني، ديموکراتيک، او عصري افغانستان جوړول دي، تر شا په حرکت راغلي دي.احمدزي همدارازوويل”همدغه وخت دی، چې موږ د ټکنالوجۍ استعمال وهڅوو. دغه د پرمختګ لار ده او زه له ټولو هغو اشخاصو مننه کوم، چې زما وېبسايټ يې ليدلی او له هغو ځانګړې مننه کوم، چې بسپنه يې ورکړې.

کمپاينونه ګران-بيه دي او زه ستاسې په، کوچنيو او لويو، مالي مرستو حساب کوم. زه حکومتي پيسې نه اخلم، دغه زموږ هېواد او زموږ کمپاين دی او موږ يې بايد ملکيت واخلو. زه يې له تاسې د عملي کولو لپاره مننه کوم او وايم، چې له تاسې پرته يې نه شم کولای. لطفا خپلې مالي مرستې جاري وساتئ.


د انټرنټ په مټ د انتخاباتي کمپاين چلولو څخه د امريکا نوي ولسمشر بارک اوباما هم ډېره استفاده وکړله چي تر ډېره حده پوري يې د خپل سيال په پرتله ځوانه طبقه تر خپل انتخاباتي پوښښ لاندي ونيوله .

Copyright Larawbar 2007-2024