کور / تازه خبرونه / دوه افغان پوځيان مړه او شپږ ټپيان سول

دوه افغان پوځيان مړه او شپږ ټپيان سول

د دفاع وزارت وايي دوه افغان پوځيان وژل سوي او شپږ نور ټپيان سوي دي.
د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر اعظمي خبريالانو ته وويل چي دغه عسكر د سې شنبې په ورځ د غزني په ولايت كي هغه وخت ووژل سول چي د موټرو كاروان يې د طالبانو تر وسله وال بريد لاندي راغئ.
د اعظمي په وينا دغه پوځيان له كابل څخه زابل ولايت ته تللى چي د طالبانو له بريد سره مخ سول.
جنرال ظاهر وايي تر بريد وروسته د پوځيانو او طالبانو ترمنځ جنګ موښتى دى چي هغوى ته يې هم مرګ ژوبله اړولې ده، خو د شمېر په باب يې معلومات نسته.