طالبانو د ملي اردو افسر اعدام کړ
په وردګو ولايت کې وسله والو طالبانو دملي اردو هغه افسر چې يوه اونۍ وړاندې يې نيولى وو تيره شپه اعدام کړ اوجسد يي دسيداباد ولسوالۍ اړوند ه سيمه کې دکابل کندهار لويې لار ې ته نيږدي اچولى وو .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايې چې دغه کس يي يوه اونۍ وړاندې نيولى وو او په ٢٠٣ تندر قول اردو کې دمحاربوي توپ چي کندک قوماندان وو .
نوموړي وويل چې له يا د شوي کس سره يي ددي ترڅنګ ډير مهم اسنادونه هم پيداکړي دي چې دهغه له مخي يي اعدام کړي دي .
دولايت وياند شاهدالله شاهد منلي چي يادشوي افسر چې بسم الله نوميده طالبانو وژلي اوددوي پوليسو دسيداباد څخه راوړي دي
نوموړي وويل چې ديادشوي کس مړي يي دهغه دکورنۍ خپلوانو ته تراوسه نه دي سپارلي .
طابان وايې چې دغه پريکړه يي دامارت اسلامي دسترې محکمې دپريکړې له مخې په وردګو کې تيره شپه په عام محضر کې پلي کړي ده .