کور / تازه خبرونه / د اسلامي امارت د طالبانو لخوا د خپرو سوو خبرونو غورچاڼ

د اسلامي امارت د طالبانو لخوا د خپرو سوو خبرونو غورچاڼ

طالبانو نن هم د ۲۰۰۹ د می پر ۱۲مه نېټه له بېلابېلو سيمو څخه د جګړو او بريدونو خبرونه خپاره کړي دي ، له هغو خبرپاڼو چي د طالبانو مطبوعاتي دفتر يې له نامعلومه ځايه خپروي د ځينو لنډيز يې داسي دئ
 


طالبان : د خوست په سرښندويه بريدونوكي موپنځوس تنه وژلي دي


دطالبانووياندذبيح الله مجاهدلراوبرته په رااستول شوې خبرپاڼه كي وايې چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۲مه نېټه یوولس نیمې بجې د “نصرت” د پيل شويوعملياتوپه لړکې داسلامي امارت ديرش(30) تنه تربيت يافته سرښندونكي مجاهدين د”حافظ محمداکبرځاځي” په مشری په چاودېدونكوواسكټونو,سپکواودرنووسلوسمبال دخوست ولايت مقام ،امنيه قوماندانۍ،ملي امنیت اوددې ولايت دښاروالۍ ودانيوته پريوه وخت ورننوتل . خبروايې چي لومړۍ ددې ولايت په ودانۍکې يوتن سرښندونكي دخپل باروتوډک موټرته په داسي حال کې انفجارورکړچې دولايت په مقام کې دخارجي اوداخلي چارواکوترمينځ غونډه روانه وه .اواوونوروځان تيروځوانانو (قاري سورګل ،نادرخان ،مولوی نظيف الله ،قاري محمداکرام ،حقيار،حاجې عيسی خان اومولوی شمس الحق )ددې ولايت دښاروالۍ،امنيه قوماندانۍ اوولايت په مقام کې خونړي سرښندويه بریدونه يوپه بل پسې ترسره کړل . خبرزياتوي چي په بريدونوکې ددې ولايت ديوشمیرلوړرتبه مامورينوپه شمول پنځوس (50)تنه خارجي اودولتي کسان ووژل شوي اوتردې زيات ژوبل شوي دي اودارنګه ددوو ټانګونوپه شمول شل (20) عرادې پوځي موټردولايت په ودانۍکې اوپنځه(5) عرادې نوررينجرموټردقوماندانۍ ودانۍ مخې ته تخريب شوي دي . دغه راز په خبر كي ويل شوي چي دبريدکونکوله جملې نه دوويشت (22)تنه پاتي سرښندونكي ځوانان په خوندي توګه دخپلومرکزونوپه لورستانه شوي دي . دغه راز طالبانودابريدونه كامياب بللي اوويلي يې دي چي ,دولتي چارواكي اوبهرني پوځيان يې دپورته ذكرشووځاني اومالي زيانونوسربېره په سياسي ,پوځي اورواني كشمكش كي راايساركړي دي .
 



كونړ : طالبان دلسوسرحدي عسكرودوژلودعوه كوي


طالب ويندوي ذبيح الله مجاهدلراوبرافغانستان ويبپاڼي ته په راليږلي خبر كي ادعاكوي چي تيره شپه د ۲۰۰۹ د می پر ۱۱مه نېټه يې دکونړولايت ددانګام ولسوالۍمرکز ته څيرمه دسرحدي پوليسوپريوه کنډک ديووسلوال بريد په پايله كي لس(10) تنه سرحدي عسکروژلي اوګڼ شميرنوريې ژوبل كړي دي . هغه وايې چي پوليسو ته دپورته يادوشوو ځاني تلفاتوسربيره درانه مالي تلفات هم اوښتي دي . دغه راز مجاهد زياته كړه چي په دې يوساعته بريدکې طالب سرتيروته هيڅ زیان نه دی اوښتی .



طالبان : په ګريشك كي مو يوپوليس اويوجاسوس وواژه


طالب وياند قاري يوسف احمدي وايې چي تيره شپه د ۲۰۰۹ د می پر ۱۱مه نېټه يې د هلمندولايت دکريشک ولسوالۍد”اوپاشک” په سيمه کې د”نصرت “دپیل شويوعملياتوپه لړکې دپوليسوپريوې امنيتې پوستې په وسله وال بريد كي يوتن پوليس وژلى دى . دغه راز هغه وايې چي ددې ولسوالۍپه بازارکې يې په سيمه ييزه كچه دامریکايي ځواکونو ترټولوغټ جاسوس (( بادورخان )) ديوغلچكي بريد په ترڅ كي وژلى دى .



خوست : دپوليسواكاډمي ترتوغندويې بريد لاندي راغله


رسنيودطالب وياند ذبيح الله مجاهدله قوله خبروركوي چي تيره شپه د ۲۰۰۹ د می پر ۱۲مه نېټه طالبانو دخوست ولایت دنادرشاه کوټ ولسوالۍد”میدان “په اړونده سيمه کې د”نصرت” دپيل شويوعملياتوپه لړکې دپوليسوداکاډمۍ پرودانۍ ګڼي توغندۍ اورولي دي,چې له کبله يي پوليسوته دمالي تلفاتوسربيره درنه مرګ اوژوبله هم اړولي ده . خبردمجاهد له خولې ليكي چي دپوليسواکاډمي يې پدې خاطرپه نښه كړې چې هره روځ پکښې امریکايي افسران افغاني پوليسوته دافغانانوپه وړاندې دجنګ جګړوتعليم ورکوي .



كندهار پنځه تنه پوليس وژل شوي دي


دطالبانوشهامت ويبپاڼي خبروركړ چي تيره شپه د ۲۰۰۹ د می پر ۱۱مه نېټه طالب جنګياليو دکندهارولايت دشوراوک ولسوالۍد”سپيني خولې” او”سروڅاګانو”ترمينځ سيمه کې دداخلي عسکرويورينجرموټرپه ماين الوزلى اوپكښي سپاره پنځه تنه پوليس يې وژلي دي . خبروايې چي ترچاودني وروسته وژل شوي عسکرددې ولسوالۍدمرکز په لورليږدول شوي خوويجاړموټريې تر ننه هم په سيمه کې سوځ


غزني : دوه تنه پوليس وژل شوي دي


طالب وياند ذبيح الله مجاهدادعاكوي چي تيره شپه د ۲۰۰۹ د می پر ۱۱مه نېټه يې دغزني ولايت درشيدان ولسوالۍمرکز ته څيرمه “نصرت “دپیل شويوعملياتوپه لړکې دپوليسوپريوې امنيتې پوستې په مخامخ بريدكي دوه (2)تنه عسکروژلي اويو(1)تن يې ژوبل كړى دى . هغه وايې چي پدې بریدکې طالبانوته څه زيان نه دی اوښتئ .



طالبان : په قلات كي دپنځوپوليسودوژلوادعاكوي


طالبان ادعاكوي چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۲مه نېټه يې دزابل ولايت مرکز قلات ته نژدې د “خالاغونډۍ” په سيمه کې دداخلي عسكرويورينجرموټر د ګزمې په حال كي ديوځمكني ماين په مټ الوزلى اوپنځه پوليس يې پكښي وژلي دي



طالبان : لښكرګاه كي مواته تنه پوځيان ووژل


طالب وياند قاري يوسف احمدي لراوبرته وويل چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۲مه نېټه يې دهلمندولايت مرکز لشکرګاه ته نژدې دناوې ولسوالۍد”خلچ “په سيمه کې دنصرت دپيل شويوعملياتوپه لړکې د ملي اردو اته تنه عسكر وژلي دي . هغه وويل پېښه هغه مهال رامنځته شوله چي ,دملي اردويورينجرموټر چي په سيمه كي دتېرېدوپه حال كي ؤ چي ,دطالبانولخوا دريموټ كنټرول ماين په واسطه والوزول شو.



شينډنډ : نهه تنه بهرني اوداخلي عسكروژل شوي دي


طالبانو رسنيوته ويلي چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۲مه نېټه يې دهرات ولایت دشينډنډولسوالۍدزيرکوه دسيمې د”سل افغان” په کلي کې نهه(9) تنه خارجي اوداخلي عسکروژلي دي . خبروايې چي جګړه هغه وخت رامنځته شوله چي ,طالبانو دداخلي عسکروپريو اکمالاتي کاروان چې دفراه ولايت په لورروان ؤ حمله وكړه اوديادشوي كاروان دجملې څخه يې دوه (2)عرادې موټرچې يوه يي ټانګر اوبل يي سرف موټروو،دماينونوپه توسط ويجاړ كړي دي . دغه راز خبرزياتوي چي ددې درې ساعتيزي جګړې په اخركي دامریکايي ځواکونوله خواپه سيمه کې درنه بمباري وشوه چې په پايله کې ديوه تن طالب په شمول پنځه تنو ملکي کسانو ته مرګژوبله اودوه تنه نوريې ژوبل شوي دي . ديادوني وړده چي ,څوورځي مخكي بياددې ولايت په بالابلوك ولسوالۍ كي دخارجي قواووپه بمباريوكي تريوسل و پنځوسوډېرملكي هيوادوال شهيدان شول .



طالبان : زابل كي مولس تنه پوځيان وژلي دي


دطالبانووياند قاري يوسف احمدي لراوبرته په راليږلي خبرپاڼه كي ادعاكوي چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۲مه نېټه يې دزابل ولايت دشمولزوولسوالۍد”کافرڅاه” په سیمه کې دنصرت دپيل شويوعملياتوپه لړکې دملي اردولس تنه افسران وژلي دي . هغه وايې چي لومړى دطالبانوله خوا پردووامنيتې پوستوبريدونه ترسره شول چي په پايله كي يې چارواكوته دپورته ځاني تلفات څخه علاوه ددووپوځي ګاډودويجاړېدوزيان هم اړولى دى . دغه رازهغه ومنله چي پدې جګړه كي يې درې(3) تنه طالبانو ته مرګژوبله اواوه(7) تنه نورژوبل شوي هم دي .



كندهار : دايتلاف په بمباريوكي نولس تنه ايتلافي اوافغاني پوځيانووژل شوي دي


رسنۍ دطالبانوله قوله خبروركوي چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۲مه نېټه طالبانو دکندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍمرکز ته څيرمه د”ديمراسي” په سیمه كي دملي اردواوبهرنيوعسكروګډكاروان ديوكمين په ترڅ كي محاصره كړ,چي دخلاصون په موخه يې دامریکايي ځواکونوله خواداسي بمبارۍ پيل شوې , چي دطالبانوپه ګمان يې پرخپلوعسكرواو ملاتړوافغاني پوځيانوداسي درانه ړانده بمونه وغوځول چي له امله يې نولس(19) تنوخارجي اوداخلي عسکروته مرګ اوژوبله واوښتله .



زابل : داى چوپان كي اووه تنه داخلي اوبهرني پوځيان وژل شوي دي


طالب ويندوي قاري يوسف احمدي وايې چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۲مه نېټه يې دزابل ولايت ددايچوپان ولسوالۍمرکز ( بايلوغ ) ته نژدې دفضل تنګي په سیمه کې دنصرت دپيل شويوعملياتوپه لړکې دبهرنيواوكورنيوعسكروپرګډکاروان په بريد كي څلورتنه خارجي اودرې تنه داخلي عسکروژلي دي . دغه رقم هغه وايې چي ددښمن له خواپه سیمه کې درنه بمباري شوي ,خومجاهدينوته پکښې زیان نه دی اوښتی .



هلمند : طالبان دلسوتنوعسكرودوژلوادعاكوي


دطالبانوالاماره ويبپاڼي خبروركړ چې دطالبانوپه بريدكي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۲مه نېټه دهلمندولايت دنادعلي ولسوالۍپه مرکزکې لس تنه داخلي عسکروژل شوي دي . خبروايې چي جګړه هغه مهال رامينځته شوه چې کله مجاهدينوددې ولسوالۍ دپوليسو پريوې پلي ګزمې وسله وال بريدترسره کړ. دغه رازخبر زياتوي چي په دې جګړه کې درې تنه طالب سرتيري هم ژوبل شوي دي .