کور / طنز / چرګه می چاچرګه ده

چرګه می چاچرګه ده

طنز 

 یو مست بودله پاړوګر یوه کوریزه کوټه (کورته) چرګه چې په چرت کې د هګیو د نوی راوتلو چرګوړو د کوړکهاری په منځ کې چورلیده ولیدهد هغې په لیدو يې موسکا پر شونډو خپره شوه هغه یې رانیوله او کور ته يې یوړهچرګه نه پوهیده هغه په دې خوارې څه کوي نو هر ګړۍ به يې ځان په سیخ کې کباب لیدی چې مست پاړوګرخولې ته نیولې ده.خدای خبر د مست بودله په خالی ککرۍ کې څه شی چکر واهه ښار يې پریښود غرو او ګړنګو ته، دښتو او سارا ته ولاړدیوې مردکې نیولې تر یوې هینډوانې په کچه يې هګۍ يېراټوله کړی کور ته راوړې او د چرګې يې لاندې کړېچرګه هم نه پوهیده هېښه پاته و ه هګیو ته يې په ځیر ځیر کتله او له ځان سره يي ویل توبه توبه دا بیا د څنګو چرګو هګۍ دي.یو ه غټه بله کوشنی، یوه ګردی، بله اوږده، یوه خړه،بله سپینه، بله تکي تکي .. هغې چې به تل خپل مست څښتن ته وکتله له ځانه سره یې ویل که یې په خوله ونه کړم خامخا مې په سیخ کبابوي نو مجبوره پر هګۍ پریوتهد هګیو شاربولو له شلو ورځو څخه ترنوح عمر وخت ونیوی په دې مده کې هغې خواری هر شپه ستوري شمیرل له هګیو څخه دوې پوچي وي له نوروڅخه ډول ډول ځناور راووتل.لومړی ښه وه د هګیوڅو چرګوړی راووتل بیا د یوې هګۍ هیلۍ په کغ کغ هرې خواته د شک ګنګوسې پورته شوی بیا فیل مرغ او شتر مرغ راوتل دوستان یې نور هم شکمن کړل اود هغو په لیدو به دچرګې په خوله کې ژیړی اوبه ودریدې.خو وروسته وروسته د مارانو او داینسور په لیدلو ټولو ګوته په غاښ ورته ونیولهچرګه پوه شوه چې کومه ګناه يې نه ده کړی په پردی اټن کښیوتی د بل په شکنه يي غوږونه سوځلي دی مخ یې تور شوی دی او خدای خدای يې کوله چې کولنګی چرګ په خبر نه شی بیا به هغه څنګه پوخلا کوي. دا به مخکې ته رهی وه تر شا يې داینسور ، شتر مرغ ، فیل مرغ ، باز ،هیلی ، ان مار … او کیشپان رهي وهددې به کړت کړت وو تر شا يې کغ کغ، پوښهار، یږهار اوشنګهار او ترپ او خړپ وو . د چرګې دوستانو هغې ته د دشک په سټر ګه کتله او دا به هم د هغو په لیدو له حیا تکه سره شوه خو هغوبه د هغې د نا خلفو اولادو له ویرې څخه څه ورته ویلی نه شول هغه لکه د سولې کوتره مخې ته رهي وه او تر شا به يي نا خلفه دلبندانو ښار ونه علیها سافلها كوله دې تجربې ته د نړۍ خلکو سر په زنګانه ايښي وو