کور / راپور / د يوري كروف نوف سره د افغانستان په اړه مركه

د يوري كروف نوف سره د افغانستان په اړه مركه

  د( يوري كروف نوف سره د افغانستان په هكله د ( ارګو منت  نېدېلې) ورڅپاڼې مركه
 
۲۰۰۹كال د اپرېل په دوهمه نېټه په لندن كې د روسي جمهور ريس( دميتري مېد وېدف) اود متحده ايالاتو جمهور ريس بارك اباما خبرې چې د نړېوال امنيت په باره كې كړي  اوبيا په هالنډ كې د افغانستان په هكله نړېوال كنفرانس چې روسېه هم په كې ګډون كړې وه چې په دې كنفرانس كې د افغانستان  او پاكستان په هكله د بارك اباما د نوې ستراتيژي نه ملاتړ وشه    په همدې اړه په روسيه كې د ( كلو د پراختيا،مهاجرتونو او د نفوسو د څېړنې انستيتوت) ريس ( يوري كروف نوف )چې په دې وختو كې د افغانستان په وړاندې فعال سياست ته را دانګلي او د افغانستان  په هكله ېې د سولې د ټينګښت او پخلاېنې تر عنوان لاندې يوه نوې طرحه چې په لمړېو كرښو كې داسې ليكلي دي (دافغانستان د سولې او پخلاېنې په  لار كې د روسي د دولت موضوع ګري او دريز ټاكونكې رول لري)وړاندې كړې ده او د همدې طرحې په هكله ېې د ( مې) په (۱۴) نېټه په مسكو كې ېو كنفرانس رابللې چې د افغانستان نه ورته د ولسمشر حامد كرزي مرستيال كريم خليلي او د امير امان لله خان لمسې( عبدلولي سراج) او ځيني نور سياستوال، دولتي كسان او د پارلمان غړي، د راډيو تلوېزيون ځني مشران او  فرهنګيان رابلل شوي دي د ( ارګومنت نيدېلې ) ورځپاڼې ورسره مركه كړې چې محترمو لوستونكو توجوع ورته را اړه وم

پوښتنه :  د متحده اېالاتو جمهور ريس  بارك اوباما نوي ستراتيژي به د افغانستان په شان ناقراره هيواد ته څومره ګته ورسوي  او تاسې فكر نه كوې چې افغانستان نن ورځ د نړېوال سياست په مركزي محور كې قرار لري ؟

جواب :د امريكا لپاره د ګړېدلې او زورېدلې افغانستان خاوره په كار ده نو ځكه دلته د تروريزم سره د مبارزې په پلمه امريكا  او ناتو ګڼ وسلوال ځواكونه ځاې په ځاې كړي دي ، چې نن امريكا او ناتو دواړه په افغانستان كې (۲۸) لوې نظامي هډې لري چې د هغې له جملې نه ېې (۱۳) هوائي  اډې دي چې دوه هوائي هډې ېې ( ډېرې زورورې)دي چې له يوې خوا كولاې شي په ډېره اسانې ( اسيا- اروپا )  ،روسيه ،چين،ايران ، او هند  كنترول كړي او له بله پلوه كولاې شي چې د نفتو او تېلو زېرمې  چې په كسپېن او خليج فارس كې دي په خپل كنترول كې وساتي ، د همدې منطق په لرولو سره ېې اټكل كړې چې په (۲۰۲۵) كال كې ۶۰%نېفت په دې منطقه كې تر لاسه كړي چې دا رقم به د امريكا د اقتصادي بهران په لمنځه وړولو او ملي امنيت په ساتلوكې  ورسره  مرسته وكړي
نن امريكا د ناتو هيوادونو په ګډون، استراليا، جاپان،جنوبي كوريا،د افغانستان  كشالو ته رامخكې كوي او د ناتو او مملل متحد   قواوې پخپله ګټه كاروي ، په دې سبب هيڅ نوع ضرر امريكا ته په افغانستان كې نه رسي ، ېعنې د اوو كالو د جنګ په موده كې امركانيانو په افغانستان كې (۷۰۰)سربازان له لاسه وركړي ، چې ددوې د طلفاتو شمېره د عراق په پرتله د څلورو كالو دجنګ  په موده كې پنځه واره  او په همدغه  موده كې د روسانونو په پرتله(۱۵) واره كمه ده او هم  امريكا ته د افغانستان  (هيروين) د شرقي اروپا په تناسب درې واره او دروسيه په تناسب (۲۰) واره كم قاچاق كيږي ، په ټوله كې امريكا په افغانستان كې هيڅ  ډول ستونزې  او ضرر نه ويني ، يواځې عسكري هډې  جوړولو ته ېې زور  وركړې ،اود هيروينو تجارت ېې مخ په وړاندې روان دې  او ګاونډي هيوادونه په خاصه توګه روسيه ته د هيروينو تجارت زيات شوې دې لنډه دا چې( تاوان او ضور ېې مونږ ګالو او ستراتيژي د امريكاېانو په ګټه ده)
پوښتنه : :تاسې څه فكر كوې د امريكا په ضد داسې دريځ په ځاې دې ؟

جواب :لمړې زه د زړه له كومي په دې خوښ ېم چې د امريكا دولتي او سياسي كسان  معلوم او ثابت دريځ لري ډېر زر او په ځاې تصميم نيسي او عملي كوي، او زمونږ سياسي او دولتي كاركونكې بيا هسې بنګيږې او دريځ ېې هم نه دې معلوم ، د امريكا سياست زمونږ په درد نه دوا كيږي روسيه باېد خپل سياست  او دريځ ولري ، تصميم ونيسي او عملي كړي

پوښتنه : له دې نه دا معلوميږي چې مونږ باېد  د اا د سنتيبر د پېښې وروسته  د امريكا ملاتړ نه وې كړې ؟
جواب :په هغه وخت كې روسيه ډېره كمزورې وه او حالات هم د تشويش وړ وو هيڅوك په دې نه پوهېدل چې څه كېږي ، خو نن مونږ تر يوه حده په پښو ولاړ يو خو برخورد مو د پخوا په شان پڅ دې ،د افغانستان او پاكستان په هكله  د امريكا نوې ستراتيژي چې يوه اونې مخكې وړاندې شوه ، په( سپين كاغذ ) ېې بې مسوليته ليكنې كړي دي چې د افغانستان له سرحداتو ترهګر د نوو ېرغلونو بندو بست نيسي چې موخه ېې نه يواځې افغانستان او پاكستان دې  بلكې امريكا ،اوروپا، استراليه او ورسره يوځاې زمونږ متحدين او داسې نوردي) ددې  په ځاې چې كوټلي او غښتلي اسناد او معلومات وړاندې كړي بې ځاېه څرګندونې كوي واي چې په استراليا كې ترهګر د ېرغل بندوبست نيولې چې هيڅ ثبوت ېې نه شته داسې معلومات د عراق په هكله هم راټول شوي وه چې زروي سلاح لري او دا اوس چې واي القاعدې په (۱۱) دسپتمبر په امريكا كې تجارتي ماڼې ړنګې كړي خو اسناد نه شته

پوښتنه : دا كېداشي چې طالبان دې په يواځني ځان ګاونډي هيوادونه تحديد كړي ؟
 
جواب : اسناد موجود دي چې ورسته د اا د سنتبر نه امريكا شعورا د طالبانو سره متوازې خبرې كولې او طالبان دې ته امده وه چې د امريكا غوښتنې ومني او د القاعدې مشر بن لادېن له افغانستانه وباسي او په بدل كې بېن الملي ټولنه به د طآليبانو رژيم په رسميت  پېژني خو امريكا په خپله وعده ونه درېده او خپل دريځ ېې واړوه  او طالبان ېې تروريستان په ګوته كړل او بياېې ورپسې په بدو ردو شروع وكړه او ټول طالبان ېې ظالمان او وحشيان معريفي كړل 
دا د واقيعت او انسانيت نه خلاف عمل وو چې د طالبانو په وړاندې كېده ځكه ډېر  زيات طالبان پښتانه وه او ټولو پښتنو ته د تروريستانو خطاپ كول او د تروريستانو په سترګه كتل دا معنې لري چې د افغانستان اكسريت خلك چې پښتانه او د دولت باسواده او تعليم ېافته قشر دې تروريست معرفي كول د پښتنو لپاره توحين دې او د همدې شعار لاندې چې پښتانه طالبان دي او طالبان ترهګر دي روسيه هم روانه وه اګر چې ډېرو دولتي او سياسي كاركونكي شعوري دا كار نه كاوه خو ځيني دولتي لوړ پوړي بې علته او بې دلاېلو د طالبانو سره ضديت ښو ده چې د هغې له جملې نه    په ملل متحد كې د روسانو خاص استازې ( ويتا لي  چوركېن ) په ډيره دلچسپې او احساساتو په طالبانو نيوكې كوي ،او ېو بل د روسانو استازې ( دميترې  راګوزين ) په ناتو كې داسې لړزانه څرګندونې كوي چې ګوېا نن دې كه سبا طالبان راځي او مسكو نيسي

پوښتنه : د روسې دولت په وړاند كوم خطرات ترهګرو ډلو پيدا كړي چې دوې ترې دومره په تشويش كې دي
.
جواب :دا يواځې په افغانستان كې دامريكا او ناتو د وسلوالو ځواكونو د موجوديت لپاره يوه بهانه ده او د ېو ازاد او خپلواك افغانستان په هوئېت ګذار دې حتې د امريكا ېو مشهور سياسي څېړونكې (دېرژېنسكي)چې د روسانو سره پخه دوستي لري ېو څو موده وړاندې (فېګارو) ورځپاڼې سره په مركه كې ووېل چې د طالبانو او القاعدې په منځ كې باېد توپير وشي  ځكه طالبان زشت او د علم او  تعلم نه پاتې يو حركت دې او د افغانستان طالبان د نړې لپاره نړېوال ترورستي خطر نه ايجادوي او همدا سبب دې چې امريكا تېر كال د طالبانو سره د مناسباتو د ښه كولو په هكله خپله كړنلاره بدله كړه
پوښتنه : نو په دې صورت كې  د روسانو ستراتيژي او  موقف د افغانستان د امنيت په وړاندې باېد څنګه وي؟

جواب : په هره وصيله چې كيږي مونږ پاېد كوشش وكړو چې افغانستان ازاد او مسقل هيواد  اوسي په دوهم پړاو كې ېو قوې په پښو ولاړاو متحد وي ، پياوړي وسلوال څواك چې د اوسنې زمانې سره سم  پر مخ تللي سلاح او تخنيكي وساېلو سمبال وي ولري او په درېم پړاو كې افغانستان اقتصادي بدلون ته اړتيا لري ېعنې په اقتصادي سكتور كې بنسټيز بدلون چې د هيواد اساسي لورې ټاكي رامنځ ته شي او دا يواځنې لار ده چې هم  په افغانسان كې او هم په ټوله مركزي اسيا كې  د سياسي او اقتصادي لوري تضمين كونكې او ټاكونكې ده

پوښتنه : اېا په روسيه كې دداسې مفكورې خلاف نظرڅوك شته ؟

جواب : بلې داسې كسان شته چې ددې مفكورې سره مخالفت لري په اوس وخت كې دوه ګوندونه دي چې ېوګوند بۍ مسولېته په دې عيقده دي چې امريكا او ناتو ېو ځاې زمونږپه ګټه په افغانستان كې دندې تر سره كوي او  د طالبانو مخه نيسي او بله ډله په دې فكر كې ده چې په افغانستان كې جنګ دوامداره شي په هغه صورت كې زمونږ رقيبان له پښو وليږي او ناكاميږي

پوښتنه :څه باېد وشي چې افغانستان زمونږ لپاره په ګټه تمام شي ؟

جواب : تر تولو ړومبې د امريكا او ناټو د وسلوالو ځواكونو د پاتېكېدو موده په افغانستان كې په ګوته شي دوهم – باېد د ۲۰۰۱ كال د اكتوبر د اوم تاريخ د جنګونو او د بن دكنفرانس فېصلې او تصميمونه او د هغې لاس ته راوړنې بررسي شي ځكه لاس ته راوړنې ېې نه شته او تشويش زيات دې، اوهم ېې د منطقې هيوادونو امنيت ته ګواښ او خطر را پېښ كړې دې، په افغانسان او پاكستان كې د ملكي خلكو د نابودې سبب كيږي او دا چې امريكا او ناټو واي چې زمونږ وسلوال ځواكونه د تروريزم سره د مبارزې په وړاندې په افغانستان كې پراته دي او په حقيقت كې د تروريزم سره د مبارزې په وړاند هيڅ سمون نه  خوري او لا مخ په زياتېدو دې ، او ددې سره سم د هيروينو توليدات (۴۴) واره زيات شوي چې اوس افغانستان په نړې كې د تارياكو ا و مارفوينو لمړې ځاې نيولې دې ، دا درېم كال دې چې په افغانستان كې ولږه او تنده ده چې د هيواد شپږمه برخه جوړوي ، سره له دې بيا هم روسيه په افغانستان كې د امريكا او ناتو د ټولو كړونو نه كلك ملاتړي كوي چې  داخپله روسيه ته ېو خطر د ې

پوښتنه : نورو كومو كارونو ته اړتيا ده

جواب : د ټولو د مخه نوي طرحې نوي نقشې ته ضرورت دې د مثال په توګه د ( نوي منځنۍ  شرق ) تر نامه لاندې نقشه چې په اقتصادي لحاظ زمونږ د هيواد د شمال نه نيولې تر منځنۍ اسيا هيوادونه را ونيسي، د افغانستان او روسيه تر منځ د ولاېتونو تر منځ د همكاريوې طرحې ته اړتيا ده ،رسيه او افغانستان باېد ېو ګډ اقتصادي فوند ولري او روسيه باېد د افغانستان پرمختګ او بيا ابادلو لپاره نړېوال غيرې نظامي  سازمان چې د افغانستان سره اقتصادي مرستې وكړي د جوړولو هڅه وكړي  

پوښتنه : زمونږ مناسبات د امريكا سره خو ښه نه دي او كه دا كار وشي لا پسې نه خرابيږي
  
جواب : نه نه خرابيږي برعكس نن د افغانستان په وړاندې د امريكا د طرحې د عملي كولو په هكله نا حل سوالونه موجود دي، او د روسانو دريځ نه شته همدا سبب دې چې فدراتيف روسيه د امريكا غوښتنې مني او بې سنجشه د هغو فېصلو چې دامريكا په ګټه دي ورته لاس پورته كوي لازم ده چې مونږ خپله طرحه وړاندې كړو او د عملي كولو  لپاره ېې لازم تدابير او وساېل برابر كړو بيا نو دې ته واې كومك او مرسته