کور / تازه خبرونه / په خوست کې ١٥ شکمن کسان نيول شويدي

په خوست کې ١٥ شکمن کسان نيول شويدي


د  خوست ولايت د يعقوبيو په ولسوالۍ کې ١٥ کسان د دولتي ځواکونو لخوا د عملياتو په ترڅ کې نيول شويدي
 خوست والي ارسلا جمال وايي چې دغه عملياتو د تيرې پنج شنبې راهيسي پيل شوي او په لړ کې يي په نوموړي ولسوالۍ کې ١٥ تنه  د دولت ضد وسلوال شکمن کسان د زياتو وسلو سره  نيول شويدي
جمال زياتوي  د متون په نوم عملياتو کې افغان ملي اردو، ملي پوليسو ، ملي امنيت او سرحدي پوليسو برخه اخستي چي د يعقوبيو ولسوالي په بيلابيلو سيمو، زمبر ،ابادخانه ،رحيم کلی او خلبسات کې به ترسره شي چې موخه يي په سيمه کې د ښه امنيت راوستل او د بيارغوني پروژو له پاره د لارې هوارول دي
   پو شمير کسان په نوموړی سيمه کې عمليات بريالي نه بولي او وايي جې ديته ورته عمليات پخوا هم تر سره شوي خو د سيمی په امنيت کې يي کوم بدلون ندی رامنځ ته کړی
   يعقوبيو ولسوالي د خوست ولايت له هغو ولسواليو څخه ده  چي زيات مهال ترې د بمي چاودنو او وسلوالو بريدونو خبرونه تر لاسه کيږي .