کور / z_buitenland_news -- 5 / د بوټو په وژنه کي د بيت الله مسعود دډلي لاس دئ

د بوټو په وژنه کي د بيت الله مسعود دډلي لاس دئ

په ناتاييد شويو راپورونو کي د پاکستاني حکومت له خولې ويل سوي ، چي د دپخوانۍ لومړۍ وزيرې په وژنه کښي د بيت الله مسعود دډلي لاس دئ.


د حکومت له خولې دا هم ويل سوي چي د بيت الله مسعود ډلي د بېنظير بوټو د وژني په اړه نن يو بل ته مبارکۍ هم ويلي دي .


Confusion surrounds Bhutto's cause of death


بوټو د پنجشنبې په ورځ د يوه ځان مرګي بريد له امله د راولپنډۍ په روغتون کښي پر سيمه ييز وخت د ماښام په ((٦:١٦ )) ساه ورکړه او  نن جمعه يې دجنازې د مراسمو د ترسره کولو وروسته هغه په پلرني ښارګوټي لاړکانې کښي د خپل پلار تر څنګ خاورو ته وسپارل شوه .