کور / نثر / بهرني ځواکونه په کاغذ نشي قانونمند کېداى

بهرني ځواکونه په کاغذ نشي قانونمند کېداى

                                    
پرون ( د غويي ٢٣مه ) د عدليې وزير سرور دانش  په ولسي جرګه کې وويل چې ولسمشر ددغې جرګې د غوښتنې هر کلى کړى ، کميسيون يې ټاکلى ترڅو د بهرنيو ځواکونو د قانونمند کېدو په اړه طرحه جوړه کړي .
 ولسي جرګې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونو له خونړي بمباره وورسته  ( د غويي ١٥مه شپه ) چې د رسمي سرچينو په حواله ١٤٠ملکي کسان په کې ووژل شول ، دغه غږ پورته کړ .
د بهرنيو ځواکونو قانونمند کېدل د ټولو افغانانو هيله ده ، خو پوښتنه داده چې  ايا زموږ په څېر ديو کمزوري دولت په طرحه به دغه ځواکونه قانونمند شي ؟
تېرو تجربو ته په پام ددې پوښتنې ځواب منفي برېښي .
ځکه دا لومړى ځل نه دى چې د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې درنه مرګ ژوبله اوړي ، څو ځلې دغه شان پېښې رامنځ ته شوي او په سختو ټکو غندل شوي دي ، خو نتيجه يي نه ده ورکړې .
د ننګرهار د شينوارو  ، د لغمان د ګړوچ  ، د خوست ، پکتيا ، هلمند ، هرات او …. کې هم څو ځلې خونړي بمبارونه شوي حتى په رڼا ورځ د واده مراسم بمبار شوي دى او لا دا لړۍ روانه ده .
 له هرې بمبارۍ وروسته حامد کرزي ويلي چې نور ورته د ملکي وګړو مرګ ژوبله د زغم وړنه ده ،  خو د وخت په تېرېدو دغه سترې غميزې خاورو لاندې شوي دي .


 اوس د زور عصر دى او په دغه شان عصر کې قانون د زور تابع وي او د زور مخه په طرحو او مصوبو نه نيول کېږي .
 شايد د ولسي جرګې غوښتنه او د دولت تصميم ، د نادانۍ له کبله نه؛ بلکې  يواځې د عوامو د ذهنونو اړولو په موخه وي.
  حامد کرزى هم په دې ښه خبر دى چې د يوه کمزوري نظام د مشر غوښتنې ته  څوک غوږ نه ږدي، يوه ورځ خو يې په دې اړه ښکاره اعتراف هم کړى و او د بمبارونو په اړه يې ويلي و چې ، دى کوم چيلک په لاس کې  نه لري چې طيارې پرې را ونيسي .
هغه په دغه جمله کې د خپل دولت ټول ضعف په ډاګه کړى و او دا يو  واقعيت هم دى .
موږ پخوا هم د امکاناتو په چوکاټ کې د نورو د مقابلې جوګه نه وو او دغه ځواک خو مو هغه وخت لا پسې له لاسه ورکړ چې جهادي ډلې واک ته ورسېدې او پاتې جنګي ابزار يې په ګاونډيانو وپلورل او يا يې ويجاړ کړل .
زموږ طرحې ځکه بهرني ځواکونه نه شي قانونمند کولى چې ، دوى دلته  د خپلو ګټو لپاره راغلي او راځي او دوى په دې خبره ښکاره اعتراف هم کوي .
 د غويي په اوومه ، د بريتانيې لومړي وزير ګورډن براؤن له ولسمشرحامد کرزي سره  په کابل کې په يوه ګډه ناسته کې وويل چې دوى غواړي د نړيوالې ټولنې په همکارۍ تروريزم ته په افغانستان کې ماته ورکړي، ترڅو د تروريزم لاسونه د دوى د هېواد ښارونو ته ونه رسيږي .
همدارنګه په آيساف کې شامل  هېوادونو مشران خپل ولسونوته همدا وايي چې که ترهګرو سره په افغانستان کې مقابله ونه شي نو دوى به دلته ارام خوب ونه کړي .


 دغه راز يو وخت اسامه بن لادن هم  په کندهار کې ويلي و چې دوى د فلسطين د ازادۍ لپاره دلته جهاد کوي .
 نو هغه څوک چې دې ملک ته د خپلو خلکو او هېوادونو د ګټو پاللو لپاره راځي ، هغوى څخه د قانونمند کېدو تمه نه ده په کار ، ځکه قانون زموږ ګټې خوندې کوي نه د هغوى .
حامدکرزي د بهرنيو ځواکونو د قانونمند کېدو د طرحې په اړه دا ځل د وزيرانو په کچه د يوه کميسيون د جوړېدو خبره کړې ده .
خو په دې ٧ کلونو کې تاسو په ياد کې لرئ چې کوم کميسيون دى نتيجه ورکړي وي ؟
 ايا دغو کميسيونونو د ډليزو قبرونو مسوولين تر اوسه په ګوته کړي ؟
 ايا دغو کميسيونونو تراوسه اداري فساد له منځه وړى ؟
 او ايا دغو کميسيونو تراوسه  حتې د حامدکرزي دلومړى دورې د وزيرانو  ( ډاکټر عبدالرحمان او حاجي قدير ) قاتلان خلکو ته رسوا کړي ؟؟
( نه )  نو چې داسې ده څنګه به خارجي ځواکونه قانونمند کړاى شي !؟
 د بهرنيو خپلسرو ځواکونو خپلسري به همداسې روانه وي او  په دغه خپلسريو کې به زموږ د بې دفاع ولس ککرۍ دل کېږي .
 خو هره ستونزه حل لاره لري ، نو که زموږ   په دولت او  وکيلانو  رښتيا هم  خپل ولس ګران وي نو د قومي ، تنظيمي او مذهبي ګټو پرځاى دى ملي ګټې وپالي او ملي ګټې په ملي يووالي کې دي .   
 که موږ رښتيا هم يو ملت شو او درد مو شريک شي نو بيا تېرو تجربو ته په پام د هر غاصب او ظالم پر  وړاندې مقابله اسانه ده .
بله خبره داده چې بهرني ځواکونه هميشه د خپلو ګناهونو د پټولو لپاره يوه پلمه تکراروي او هغه داچى : مخالف وسلوال له ملکي وګړو د سپر په توګه کار اخلي او ګويا له ملکي ځايونو پر دوې بريدونه کوي او ملکي وګړي په همدې ټس کې وژل کېږي .
که څه هم دغه پلمه منطقي نه ده خو اوس له  مخالفو وسلوالو  غوښتنه داده چې  بايد په خپل ولس د زړه سوي لپاره دغه پلمه د بهرنيو ځواکونو له خولې واخلي او له داسې ځايونو دې بريدونه نه کوي چې په پايله کې خپل بې دفاع ولس په وينو ولمبول شي .
                                                                                                     محمد نعمان دوست ، کابل
                                                                                                              د غويي ٢٥مه