کور / هراړخیز / دښځو ازادي، او د ټولني په جوړښت کښي دهغې اغیز (۱۱)

دښځو ازادي، او د ټولني په جوړښت کښي دهغې اغیز (۱۱)

زنا او ټولنیز تیرې :

فکر وکړئ چې زنا سره څومره زیاتې ټولنیز ې ناروغتیاوي نژدې او ژورې اړیکي لري .

۱-د هر څه دمخه یوزنا کار خپل ځان د خبیثه ناروغیو په لمن کې ورغورځوي ، او په دې توګه نه یوازې د خپلو جسماني ځواکونو ټولنیزو ګټو ته زیان رسوي ، بلکه ټولنې او نسل ته هم زیان اړوي .د سوزاک په هکله هر ډاکټر به درته داو وایې چې د متیازو کولو دلارې دغه ناروغي په پوره ډول کله هم نه جوړیږي . د یوه لوې ډاکټرو ینا ده چې [یوځل سوزاک د تل سوزاک ] دهغې څخه ځیګر اغیزمن کیږي ، مثانه ، انثیین او نور غړي ډیر وخت په رنځ اخته کیږي او تر څنګ یې د نورو ناروغیو له پاره هم زمینه برابروي او د تلپاتې شنډتوب ، شونتیا هم ترې را پیدا کیږی . خو د اتشک د ناروغۍ په هکله هر څوک په دې نه پو هیږي چې ټول جسماني نظام ترې مسموم کیږي ، د سر نه تر پښو پورې هیڅ داسې غړې ، بلکه د جسم هیڅ برخه به داسې نه وي چې پرې ددې موذي ناروغۍ زهر اغیز و نه کړی . دا ناروغي یوازې د ناروغ جسماني ځواکونه له منځه نه وړي بلکه د مختلفو لارو څخه نورو بې شمیره غړو ته رسیږي او بیا د همدې ناروغتیا په اساس د ناروغ اولاد او دهغې د اولاد اولاد په دغه بې قصوره سزا محکومیږي . دکوچنیانو ، ړندو ، ګونګیانو ، کڼو او کمعقلو پیدا کیدل دهغه څو لحظو دخوند اخیستنې یوه معمولي پایله ده چې یوه عیاش پلار دخپل ژوند یوه ارزښتناکه پانګه ګڼلې وه.۱ (۱)[ اوس په دې څو وروستیو لسیزو کې د زنا بل سوغات ایډز یا (HIV)دې چې ټوله نړۍ یې لړزولې ، ددې ناروغتیا نوم مرګ دې اوتر اوسه یې پوره علاج نه دې پیدا شوې (ژباړن )]

۲-په خبیثه ناروغتیاو باندې دهر زناکار اخته کیدل حتمې نه دې مګر دهغې اخلاقي کمزوریو څخه دهیچا خوندې کیدل شوني نه دي چې د زنا سره په لازمي توګه تړلې دې ، بې حیایې، غولونه ، درواغ ، بدنیتي ، خپل غرضي ،د نفس غلامي ، بې صبري ، حیراني ، تلون ، بې ثباتي او بې وفایی ، دا ټولې د زنا هغه اغیزې دي چې پخپله د زاني په نفس باندې مرتب کیږی . هغه وګړي چې دغه ځانګړتیاوو ته په خپل ځان کې وده ورکړي نو دهغې د کمزرویو اغیز یوازې د جنسي معاملاتو تر حده پورې نه را نغښتل کیږي . بلکه د ژوند په هر اړخ کې دهغې له اړخه دغه تحفه ټولنې ته رسیږي . که چیرې په یوه ټولنه کې په ډیرو خلکو کې داسې اوصاف وده وکړی نو دهغې په واسطه هنر(ارټ Art) ، ادب ، تفریحات ، او لوبې، علوم او فنون ، صنعت او حرفت ، ټولنه او اقتصاد ، سیاست او عدالت ، عسکري خدمت او ملکي انتظام یعنې هر شي ترې اغیز من کیږي . په ځانګړي توګه په جمهوري نظام کې چې د وګړو یو یو اخلاقي ځانګړتیا دټول ولس په ژوند کې منعکس کیږي ، دیوولس د ډیرو وګړوپه مزاج کې چې کوم ثبات نه وي دکوم ولس چې ډیره کي چې د وفا ، ایثار ،په نفس د کنترول او دداسې نورور وړو اوصافو څخه عاري وي نو دهغوې په سیاست کې به استحکام او ثبات له کومه راشي ؟

۳-د زنا د جایز کولو سره دا هم لازمیږي چې په ټولنه کې د فاحشه ګرۍ کاروبار تلپاته او جاري وي . څوک چې دا وایې چي یو ځوان سړې ته د تفریح او ساعت تیرۍ حق ورپه برخه دې نو هغه ددې تر څنګ دا هم وایې چې په ټولنه کې دې د ښځو یوه داسې ډله موجوده وي چې له هره اړخه د پستي او ذلت په اخري مرتبو کې وي ، نو دا ښځی به له کومه ځایه راځي ؟ هغوې خو به په همدغه ټولنه کې را پیدا کیږی ، په هر حال به هغه حتماً د چا لور وې اویا به د چا خور . هغه په لکونو ښځې چې د یو یو کور ملکه ، د یوې یوې کورنۍ بنسټ ایښودونکې او دڅو څو کوچنیانو پالونکې جوړیداي شي ، همغوې با زار ته راوستلې کیږي، تر څو د عمومي تشنابونو په څیر د کوڅه ډبو سړو د اړتیاو د رفع کولو ځاې و ګرځي . دهغوې څخه د ښځې توب هغه شریفانه ځانګړتیاوې اخیستل کیږي ، هغوې ته د ناز د پلورلو روزنه ورکول شی ، هغوې دهمدې کار له پاره تیاریږي چې خپل محبت ،خپل زړه ،خپل جسم ، خپل حسن او خپلې نخرې هره ګړۍ په یوه نوې اخیستونکې باندې وپلوري ، او دیوه نتیجه ورکونکې او میوه پیدا کونکې خدمت پر ځاې ټول عمر د کوڅه ډبو نارینه و د تسکین او نفس پالنۍ نا نځکې ترې جوړې شي.

۴-د زنا د جواز څخه دنکاح تهذیبي او قانوني حثیت ته حتما زیان رسیږي ، ان تر دې چې نکاح له منځه ځي او یوازي اویوازې زنا پاته کیږی . اول د زنا په لور میلان کوونکو ښځو او نارینه و کې دا صلاحیت ډیر لږ پاته کیږی چې سهي ازدواجي ژوند تر سره کړي ،ځکه چې کومه بدنیتي ، بد نظري او کوڅه ډبي په دوې کې د زنا له امله پیدا کیږی اوتر څنګ یې په داسې خلکو کې د جذباتو بې ثباتي او په نفسي غوښتنو باندې دکنترول دنه درلودلو کومه کمزوري وده کوي هغه دهغې صفاتو له پاره وژونکې زهر دي چې د بریمنده ازدواجې اړیکو له پاره ورته اړتیا ده . دا خلک که د نکاح په مبارکه رسۍ کې هم و تړل شی بیا هم دهغوې تر منځ نیک سلوک ، یو په بل باور او هغه د میني وفاداره اړیکي هیڅکله هم جوړښت نه مومي چې بهتر نسل ترې وزیږیږي او دخوښیو نه ډکه کورنۍ جوړه کړی.

بیا نو چیرته چي د زنا له پاره اسانتیاوي وي نو هلته عملا دا نا شونې ده چې د نکاح متمدنه طریقه وده ومومي ، ځکه کومو وګړو ته چې د مسؤلیت د منلو پرته د نفسي غوښتنو د تسکین نورې مواقع ور په برخه وي هغه څه اړتیا لري چې نکاح و کړي اوپه خپل سر د مسؤلیتونو دروند بار ور بار کړي؟

۵-د زنا د جواز او رواج په واسطه نه یوازې د تمدن ریښې له منځه ځي بلکه په خپله د انسان ریښې هم غوڅیږي . لکه چې تر مخه مو ثابته کړه چې په ازادانه جنسي اړیکو کې د ښځې او نارینه و دواړو څخه دهیڅ یوه دا خوښه نه وي او نه کیداې شی چې د نسل د پایښت خدمت تر سره کړي .

۶-کوم کوچنیان چې د زنا له لارې ټولنې ته وړاندې کیږي هغوې ته حرامیان ویل کیږي . په نسب کې دحلال او حرام بیلتون یوازې یو احساساتي مسئله نه ده لکه چې ځیني ناپوه خلک پرې ګمان کوي ، بلکه د ډیرو اړخونو څخه د حرامي کوچنیانو پیدا کو ل پخپله په کوچني او انساني تمدن باندې یو ستر تیرې دې . اول دا چې په هغه وخت کې ددې کوچني نطفه داسې جوړیږي چې پر مور او پلار دواړو خالص حیواني جذبه مسلطه وي . د یوې واده شوې جوړې په زړونو کې چې د جنسي عمل په وخت کې کوم پاک انساني جذبات موجود وي، هغه هیڅکله هم په ناجایزه توګه یو ځاې شوې جوړې کي موجود نه وي . دوې خو یوازې د حیوانیت جوش او ولولې سره را یو ځاې کړي وي او ددوې تر منځ په دغه وخت کې ټولې انساني ځانګرتیاو ي له منځه تللې وي .په دې خاطر یو حرامي کوچنې دخپل مور او پلار دحیوانیت وارث وي او بیا هغه کوچنې چې د ښه راغلاست له پاره یې نه مور تیاره وي او نه پلار ،او هغه پخپله هم د یوه مطلوب شی په څیر نه بلکه د یوه نا څاپې غم په څیر د والدینو منځته را لویدلې او دپلار دمحبت او امکاناتو نه تل بې برخې وي .نو کله چې هغه یواځې د مور یو اړخیزه روزنه و مومي او هغه هم د بې رغبتۍ او نا خوښۍ په حالت کې. هغه ته چې د نیا، نیکه ،کاکا ، ماما او د کورنۍ د نورو غړو پالنه ور په برخه شوي نه وی ، نو هغه په هر حال د یو ناقص او نامکمل انسان په څیر وده کوي. نه هغه سهي کریکتر پیدا کولی شي او نه یې صلاحیتونه را برسیره کیداې شی، او نه ورته د پر مختګ او کار کولو پوره پوره وسایل مهیاوي . هغه پخپله هم ناقص ، بې وسیله او بې یارو مددګار او مظلوم وې او دتمدن له پاره هم دومره ګټور نه ثابتیږي . څومره چې هغه دحلالي په صورت کی دتمدن له پاره ګټور ثابتیداې شو.

د ازادو شهوت پالونکو له آنده د کوچنیانو د ښوونې او روزنې له پاره یو ولسی نظام ته اړتیا ده تر څو کوچنیان د والدینو د ازادانه اړیکو له لارې وز یزیږي او ولس د هغوې روزنه وکړي او د تمدن د خدمت له پاره یې تیار کړي . ددې خبرې څخه ددې خلکو موخې دادې چې د ښځو او نارینه و ازادي او دهغوې و ګړیز ژوند خوندی وي او دهغوې نفساني غوښتنې د نکاح په بندیزونو کې د را بندیدو پرته د نسل د تولید او دهغوې د روزنې اړتیاوې تر سره شي . خو دا ډیره عجیبه خبره ده ، هغه وګړو ته چې د اوسني نسل وګړیز ژوند دومره ګران دې هغوې د راتلونکې نسل له پاره د ولسي روزنې یا دولتي تر بیې دداسې سیستم وړاندیز کوي چې په هغه کې د انفرادیت د ودې او د شخصیت د ارتقا هیڅ امکان نه شته . په دغسې یوه سیستم کې چې په زرګونو او لکونو کوچنیان په یوه وخت د یوې نقشې، یوې قاعدې او یورنګ اصولو لاندې روزل کیږي هلته د کوچنیانو انفرادي ځانګړتیاوې نه نمو کولاې شی او نه را څرګندیداې شی . هلته خو د هغوې تر منځ یو شان والې او مصنوعي برابري پیدا کیږی . ددې کارخانې څخه به په هماغه توګه دیوه ډول شخصت لرونکې کوچنیان راوځي لکه څنګه چې د کومي کار خانې څخه د اوسپنې پرزې په یوه ډول قالب کې اچول شوي وي. دوې غواړي د باټا د بوټانو په څیر انسانان تیار کړی ، هغوې ته دانه ده معلومه چې د کوچني د شخصیت جوړول یو ډیر ظریف هنر دې او دا هنر یوازې په یوه وړوکې کارخانه کې صورت نیسي ، هلته چې د هر مصور توجه یوازې او یوازې په یوه تصور باندې متمر کزه وي . په یو لوېه کار خانه کې ، چیرته چې مزدوران یو ډول عکس د لکونو په شمیر کې تیاروي نو هلته به دا هنر (ارټArt ) د پر مختګ او ترقۍ په ځاې غارت کیږي او له منځه به ځې .

بیا د ولسې ښوونې او روزنې په دغه ډول سیستم کې به تاسې ته دداسې کار کوونکو اړتیا پیدا کیږي چې د ټولنې له اړخه د کوچنیانو د روزلو کار په غاړه واخلي او دا هم په ډاګه ده چې دداسې خدمت د تر سره کولو له پاره داسې کاروکونکې موزون اوبرابر وي چې په خپلو غوښتنو او جذباتو باندې کنټرول ولري او د اخلاقي انظباط خاوندان اوسي . او که نه نو هغوې به په کوچنیانو کې څه ډول اخلاقی انظباط را پيدا کړي.

 اوس پوښتنه داده چې داسې وګړي به تاسې له کومه راوړئ ؟ تاسې خو ولسي ښوونه او روزنه د همدې له پاره جوړول غواړئ چئ ښځې او نارینه د خپلو نفسي غوښتنو د پوره کولو له پاره ازاد پریښوول شی او په دې ترتیب تاسې په ټولنه کې د اخلاقي انظباط او نفسي غوښتنو د کنټرول تخم له منځه وړئ نو بیا به د ړندو په کلي کې د سترګو او لید خاوند څنګه پیدا شي ؟ او څوک به نوې نسل ته د سمې لارې لارښوونه وکړي.؟

۷-د زنا له لارې چې کوم خپل غرضې انسان یوه ښځه د کوچنی مور جوړه وی نو ددې ښځې ژوند د تل له پاره تباه کیږي اوپرې دذلت ، عمومی نفرت او د مصیبتونو داسې غر را لویږي چې بیا په ټول ژوند کې ددې ستر بار نه سر نشې را ویستلاې .

نوې اخلاقی اصولو ددې ستونزې حل داسې وړاندې کړې چې هر ډول موروالې ته برابر حق ورکړل شی که هغه د نکاح په بند کې وی او یانه . ویل کیږې چې مور والې په هر حال د احترام وړ دې .او دا چې کومې نجلۍ د خپلې ناپوهۍ او سادګۍ په اساس دمور والې دروند بار په غاړه اخیستې وي نو دا به په هغې ظلم او تیرې وي چې ټولنه هغه د طعن او لعن لاندې و نیسي .

لمړۍ خود ا حل داسې دې چې په هغې کې که فاحشه ښځو ته هر څومره ارا متیاوې وي خو د ټولنې له پاره په هر اړخیزه توګه یو مصیبت دې. ټولنه چې په فطري توګه د حرامي کوچنی مور ته دکوم ذلت او نفرت په سترګو ویني هغه له یوه اړخه وګړي د ګناه او بدکارۍ څخه منه کوی او د بله اړخه دا پخپله ټولنه کې د اخلاقي حس او شعور ژوندي پاته کیدو یوه نښه ده . که چیرې د حرامي او حلالی کوچنیانو میندې برابرې و ګڼل شي نو دهغې معنا داده چې د ټولنې څخه د خیر او شر ، نیکۍ او بدۍ ، ګناه او ثواب تو پیر له منځه تللې او که فرض کړو چې دا کار دې وشي نو ایا په ریښتیا سره به هغه ستونزه حل شی چې د یوه حرامی کوچنی مور ته را پیښیږي ؟

تاسې په خپل خیال کې د حلالي او حرامي کو چني میندې برابرې او مساوي ګڼلاې شئ خو فطرت هغوې دواړو ته مساوې حق نه ورکوي او په حقیقت کې هغوې هیڅکله هم مساوې کیداې نه شي ، دهغوې مساوات د عقل ، منطق ، انصاف ، حقیقت او هر شی پر خلاف دې . اخر هغه بې عقله ښځه چې د خپلې شهوانې غریزې په لیونتوب کې یې خپل ځان د داسې خپل غرضه سړې په غیږ کې ور وا چاوه چې نه دهغې او نه د هغې د کوچني کفالت ته تیاروی ، څنګه به دهغې پوهې او عاقلي ښځې په څیر وګڼل شي چې خپل جذبات یې تر هغه وخته پورې تر ولکې لاندې کړي وی تر څو چې ورته یو مسؤل او ذمه وار سړې نه وې پیدا شوې ؟ څه ډول عقل به دا دواړه برابر کړي ؟ خو تاسې به هغې بې عقلي ښځې ته هغه کفالت او ساتنه ، د زړه له کومي ملګرتیا ، د میني نه ډکه ساتنه ، دخیراو ښیګڼې نه ډکه پالنه ، د زړه قرار او ډاډ له کومه ځایه را وړئ کوم چې یوازې یوې میړه لرونکې ښځې ته ور په برخه کیداې شي ؟ ایا تاسې د هغې کوچني ته دپلار شفقت او د ټولې پلرنۍ لړۍ محبت او پاملرنه د کوم بازار څخه را نیولاې شئ ؟ تاسې هغوې ته یوازې او یوازې د قانون په زور د غه نفقه تر لاسه کولائ شئ ، مګر ایا یوې مور او یو کوچنې ته په نړۍ کې یوازې د نفقي اړتیا ده ؟

نو دا حقیقت دې چې د حرام اوحلال موروالې د یوه شان کولو څخه ګناه کونکو ته چې هر څومره بیروني تسلي هم ورکړل شی بیا به هم دغه شیان د هغوې د بې عقلیو او حماقتونو طبیعې پایلې اوددې پایلو څخه داسې پیدا شوې کوچنیان دحقیقې زیان څخه خوندې نه شي پاته کیداې .

ددې اسبابواو ذرایعو څخه دا خبره په ډاګه شوه چې د ټولنیز ډاډمن ژوند د قیام او سالمې ودې له پاره دې ته اړتیا ده چې په ټولنه کې په غوڅه توګه د نامشروع جنسي عمل څخه مخنیوې وشي او د شهواني جذباتو دتسکین او اشباع له پاره یوازې او یوازې یوه دروازه چې د نکاح دروازه ده پرانیستې پریښودل شی . وګړوته د زنا ازادی ورکول او دهغوې سره بې ځایه رعایت کول په ټولنې تیرې ، بلکه د ټولنې وژل دي . هغه ټولنه چې دغه معامله سپکه ګڼي او زنا ته یوازې د وګړو د ساعت تیرۍ (Having a good time) په سترګو ګوري او له نظره یې غورځوي او د ازاد تخم شنیدلو (Sowing Wild Oats) دفعل سره د سترګو پټولو څخه کار اخلي ، نو دا ډول ټولنه په اصل کې یوه جاهلي ټولنه ده ، هغوې ته د خپلو حقوقو په هکله شعور هم نه شته ، هغوې دخپل ځان سره په خپله دشمني کوي که چیرې هغوې ته دخپلو حقوقو شعور وي او په دې و پو هیږي اوځان پرې هم و پوهوي چې په جنسي اړیکو کې د وګړیزې ازادۍ څومره بد اغیز چې په ټولنیزو ګټو پر یوزې نو بیا به هغوې دې کار ته هم په همغه سترګو کتلاې لکه غلا، ډاکې ، اود قتل عمل ته چې ګوري . بلکه دا دغل څخه هم بد تر دې . غل او قاتل او ډاکو زیات نه زیات یوه وګړي یا یوې کورنۍ یا څو وګړو ته زیان ور رسولې شي. خو زاني په ټولې ټولنې او د دې ټولنې په راتلونکې نسلونو باندې ډاکه غورځوي. هغه په یوه وخت کې د لکونو او میلیونو انسانانو څخه غلا کوي ، دهغې د جرم زبیښې د ټولو څخه ډیرې او تر لرې لرې پورې غزیدلې دي .

کله چې دا و منل شي چې د وګړو دخپل غرضه لاس غزونو د مخنیوي په خاطر د ټولنې په بسپنه سره د قانون ځواک ته اړتیا ده او کله چې په همدې بنسټ ، غلا ، قتل ، لوټول، جعل کاري ، د خلکو حقوق غصبول جرم ګڼل شوي وي او د بندیز او مخنیوې له پاره یې د جزا قانون نافذوي نو بیا خو هیڅ علت نه شته چې د زنا په معامله کې هم قانون د ټولنې محافظ او ساتونکې نه وي او هغه یو جزایې جرم و نه ګڼل شی .

د اصولي حثیت له مخې هم دا ښکاره ده چې نکاح او زنا دواړه یوځاې په یوه وخت کې د ټولنې دنظام برخه نه شی ګرځیداې ،که چیرې یوه وګړې ته د مسؤلیتونو د منلو پرته د نفس د غوښتنو د تسکین اجازه ورکړاې شی نو بیا خو د همدې کار له پاره د نکاح ټاکل یو بې معنا شئ دې . ددې مثال داسې دې لکه چې په ریل ګاډې کې بې ټکټه سفر کول هم جایز وي او بیایې د سفر کولو له پاره د ټکټ اخیستلو له پاره اصول هم ټاکلي وي ، هیڅ د عقل خاوند دغه دواړه طریقې په یوه وخت کې نه شی استعمالولې ، معقوله لار خو داده چې یا خو د ټکټ اصول له یوه سره له منځه یوسي او که دا اصول ټاکل شوې وي نو بیا دې د ټکټ پرته سفر کول د سزا وړ جرم و ګرځول شي . په همدې توګه د نکاح او زنا په هکله هم دواړه یو ځاې مخکې وړل یو غیر عملي او نا معقول کار دې که چیرې د تمدن له پاره د نکاح مسئله اړینه وي لکه څنګه چې مو په د لایلو ثابت کړه نو دهغې سره دې ته هم اړتیا ده چې زنا جرم و ګرځول شي۱ .

(۱)-[یوه عامه غلطه انګیرنه داده چې ویل کیږي چې د نکاح څخه دمخه یوه ځوان ته د هغه د نفسي غوښتنو د تسکین له پاره لږ څه موقع او فرصت ورکول اړین دي . ځکه چې په ځوانۍ کې د جذباتو د جوش کینول ستونزمن کار دې او که دا جذبه تر فشار لاندې و نیول شی نوزیانمنه ثابتیږی . خو دغه خبره چې په کوم بنسټ کیږی هغه له یوه سره غلطه ده که چیرې د جذباتو دغه ډول جوش د ولکې لاندې را نه وړل شی نو دغه غیر معمولي (Abnormal) حالت دې او په (Normal) نارمل وګړي کې دا صفت د غلط تمدني نظام په واسطه را ولاړیږي . زمونږ سینما ګانې ، لیکنې ، فحش مجلې ، لوڅ عکسونه ، سازو سرود، او په دغه ټولنه کې د لوڅو بربنډو ښځو د سړو او ځوانانو سره اختلاط دا ټول هغه عوامل دی چې یو نارمل انسان د شهواتو له اړخه په یوه غیرمعمولې انسان بدلوي ، او که نه په یوه ډاډمن او ارام چاپیریال کې عامو ښځو او نارینه و ته دغسې غیر نورمال هیجان هیڅکله هم نه را پیدا کیږی . چې د ذهن او اخلاقو د روزنې له لورې هغه دولکې لاندې را نه وړل شی . او دا تصور چې د ځوانۍ په وخت کې د جنسي عمل نه اجرا کول روغتیاته زیان رسوي ، د یوې مغالطی پرته نور څه نه دي . په اصل کې د روغتیا او اخلاقو دواړو دغه غلط معیارونه باید بدلون و مومي د کومو په اساس چې نکاح ستونزمنه اوزنا اسانه ګرځیدلې ده .]

د جاهلیت د ځانګړتیاو څخه دا هم یوه څرګنده ځانګړتیا ده چې د کومو شیانو زبیښې چې محدودې وي او ژر او په محسوس توګه مخته راځي نو هغه درک کیداې شی خو دکومو زبیښې چې پراخه او تر لرې لرې پورې د رسیدو په اساس غیرې محسوس وي او ډیر وروسته را په ډاګه کیږی نو هغوې ته کوم ځانګړې اهمیت نه ورکول کیږي بلکه د اعتنا وړ هم نه ګڼل کیږي . د غلا، وژلو او ډاکې اچولو په څیر امور مهم او د زنا په څیر امور غیر مهم ګڼلو علت همدغه دې. هغه وګړي چې په خپل کور کې د طاعون د ناروغتیا موږکان ساتی یا ساري ناروغتیاوې خپروي د جاهلیت تمدن هغه دمعافي وړنه ګڼی ، ځکه چې د هغې دغه کار په څرګند ډول زیانمن دې خو هغه زنا کار چې د خپل دغه فعل په واسطه د تمدن ریښې غوڅوي نوڅرنګه چې دهغې زیان رسونه د محسوس کیدو په ځاې معقوله بریښې په دې خا طر هغه جاهلانو ته له هره اړخه معقول او د رعایت وړ ښکاري ، بلکه هغوې دا درک کولاې هم نشي چې اخر د هغې په دغې عمل کې د جرم کومه خبره پټه ده ؟ که چیرې د تمدن بنسټ د جاهلیت پر ځاې پر عقل او علم او فطرت باندې ولاړ وي نو دا طرز عمل هیڅکله هم نه شې غوره کیدلاې .

پاته په دولسمه برخه کې لوستلې شئ …