کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د نن ورځي تر ټولو اړينه غوښتنه

د نن ورځي تر ټولو اړينه غوښتنه

د لوی او بښوؤنکي خدای په نامه
 
درنو هېوادالو ،هر څوک د يوه مقصد لپا ره ځيار باسي او په هر ډول چې وي ځان ور رسوي٠نو وېلای شو چې ژوندون په حقيقت کې همدغه حرکت او جديت دی چې د مقصد لپاره وي٠او د نړۍ هره خوښي په حقيقت کې هغه ګرانه مرغلره ده چې د مقصد په لمن کې موندل کېږي ٠دا ځکه چې انساني ژوندون د خپل مقصد د حاصلولو يؤه وسيله ده٠
د يادونې وړ ده چې لوړ او عالي مقصد هر څوک د ځان لپاره نشي ټاکلۍ،دا ځکه چې هر څوک د خپلې پوهې په اندازه یؤ شئ خوښوي، نو په هره اندازه چې د چا بصيرت او بصارت زيات وي او زيات شي،په هغه اندازه ېې مقصد هم عالي او ښه کېږي ٠ نو که مونږ د انفرادي ژوندون له دائېرې څخه وه وتلوو او د اجتماعي يا وګړنيځ ژوند په چارو باندې اخته شوو او هلې ځلې وکړو ،نو هلته ده چې زمونږ مقصد يؤ عالي مقصد ګڼل کېږي ،او هغه وخت به په ډېره مينه او لېوالتيا سره د ېؤه ښه او عالي مقصد په لور روانېږو او هېڅکله به د ستړيا او ستومانتيا احساس ونکړو،او هېڅوک او هېڅډول تکليف به مو مخه ونشي نيولۍ٠نو که هر څوک د خپل ژوند دنن او صبا د بقا او لا ښه توب لپاره حرکت وکړي او له وخت نه ګټه پورته کړي نو راتلونکۍ به ېې روښانه او ځلانده وي٠دا ځکه چې انساني ژوند د ېؤه څپانده سيند په ډول په حرکت دی،چې هر څوک ورځېنې د خپل مقصد په اندازه ګټه پورته کوي،په بل عبارت څوک ددې څپانده سيند څخه ښائسته او قيمتي مرغلرې اخلي،څوک پکې کبان نيسي او څوک پکې يواځې اوبه څښي٠
نو مونږ بايد د زمانې له دريابه پوره ګټه پورته کړو او په قيمتي مرغلرو پسې لامبو وه وهو:
 
چې غوټې پسې وهې په لاس به در شي
 
 چا وئېلې په درياب کې ګوهر نشته
 
مونږ بايد د خپل هېواد ،خلکو بيا ګاونډيانو او نړيوالو د راتلونکې ژوند دښه کولو ، خپلواکۍ او ولسواکۍ د راوستلو لپاره د خپل دملت ملي احساس او ملي شعور په روزنه او پالنه کې ډېر ځيار وباسوو ځکه چې خپلواکي او ازادي د ملت قوي جذبې ته اړتيا لري٠که دا ډول فکر او خيال د هر چا په مغزو کې ځای ونېسي او يقين پېدا کړي چې په جدو جهد او کوښښ باندې هر راز مطلب حاصېليږي پدې شرط چې خپل افکار له چاپېريال سره تدبيق کړي او د عمومي ارادې او ګډ مفاد لپاره کار وکړي، نو د ژوند په ټولو چارو کې به هرومرو بريالۍ وي٠
تاسې ته څرګنده ده چې زمونږ کړېدلۍ ملت د سوئېل له خوا د افراط او د شمال له خوا د تفريط له ګواښونو سره مخ دی، له بده مرغه يؤ شمېر ناخبره کسان د پرديؤ د ايديالوژيؤ او مرستو په خپلولو سره د قوم د خوښې او ګټې پر خلاف خپلسرانه عمل کوي ،په ملت کې افراط او تفريط خپروي او په مافيايي او بانډيټي هڅو سره ځانونو ته مؤقفونه جوړوي او په ډېره اسانه سره بې بندوباره کسان راټول او ځانته ډلګۍ جوړې او پر ولس بې فرمانه او نا مشروع واکمني چلوي. دغه ډرامه له دېرشو كلونو څخه په هيواد كې روانه ده او د دغې ډرامې تر شا د سيمې او نړۍ ښكېلاكګر هېوادونه او يو شمېر ځانګړې كړۍ چې ځانونه يې په دروغو او خدعې سره د ښي او چپو ګوندونو د تربيون تر شا پټ كړي او د افغان ولس له سپېڅلو احساساتو او عقيدو سره لوبې كوي٠

له داسې کسانو سره څو لاملونه مرسته کوي:
١-د افغانانو د سراسري اوسياسي مشرولۍ نه شتون٠
٢-د دغه مشرتابه د رامنځ ته کولو لپاره د هر اړخيزو هڅو او مالي امکاناتو کمزورتيا .
٣-د افغانانو د بيلوالي او کمزورتيا لپاره د ګاونډېؤ اونړيوالو پياوړې هڅې٠
٤-د افغانانو نه همغږي او په ځان ځانۍ سره عمل کول٠
٥-د افغانانو د يؤ ځای کولو لپاره د تبليغاتو کمزورتيا٠
٦-د بيلابيلو بدنامو ډلو له خوا د افغانانو د مؤقف نه ناوړه ګټه پورته کول او بدنامول ٠
 
اوس که شاوخوا پېښو ته وګورو ،په ډاګه ښکاري چې د مشرتابه د نشتې له کبله زمونږ د مؤقف نه حقه بازان او حقه بازې کړۍ ګټه پورته کوي او د دې مؤقف نه په استفادې سره له يؤ شمېر مافيايي نړېوالو کړيؤ سره معاملې او سودا تر سره کوي٠نو که زمونږ دغه هال وي او مونږ ته مشران بهرنيان وټاکي نو برخليک به مو لکه د پخوا په شان وي،
نو راځۍ چې يؤ ځای شوو ،ويښ شوو او ځانته د خپل منځ نه غښتلي مشران غوره کړو او وټاکو، هغه مشران چې د هېواد او خلکو په وړاندې ځوابګوی وي او د مسؤليت احساس وکړي ،د يوې سرتاسري ټولنې له ليارې خپل مشران وه ازموئيو او د ځوانانو روزنې او پالنې لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې پېل او په خپل ځان ، ټولنې او هېواد کې د رغنده بدلون د راوستلو ټکل وکړو ٠ سياست ته مخه كړو، د ځان واك په خپله واخلو او نور دغه واك مافيايي او استخباراتي سياستوالو اومذهبي مخکښانو ته ونه وسپارو، خپله سياست ته ودانګو، يو منظم سياسي او ټولنيز سيستم او دپلوماسي رامنځته كړو او د نړيوالې ټولنې د يو سترې بېلګې او مجموعې په توګه ډګر ته واوځو، له نورو ملتونو سره ژوند كول زده كړو او له هغوى سره خپلې ستونزې شريكې او د بشريت د بقا له پاره ګډ كار وكړو.
دا زموږ د ټولو انساني او بشري حق دى، دا زموږ تېروتنه ده چې ځانونه مو قاچاقبرو ته سپارلي دي او هغوى ته مو وخت وركړى چې زموږ په برخليك لوبې وکړي .زمونږ د ډېرو سره دا پښتنې دي چې، چېرته ورشو؟ د ژغورلو ځاى كوم دى؟ او د كوم ځای څخه خپل غږ پورته كړو؟ او څرنګه سره يؤ ځای شو؟او څرنګه پېلامه وکړو؟٠
هغه ځاى همدلته په همدې نړۍ او په همدې افغانستان او په همدې قوم كې دى! خپل غږ پورته كړئ، سره يوځاى شئ او وګورئ چې ستاسو تر شاوخوا څومره خلك راټولېږي. همدا ستاسې د ژغورلو ځاى دى،تاسې كولى شئ خپل غږ له هر ځای څخه چې مېشت ياست پورته کړۍ او د نړيوالو غوږو ته يې ورسوئ. له ډېرې مودې څخه مو دا غوښتنه او هيله ده، خو دغه كار له پاره عملي اقدام نه كوو.نور نو بايد را ويښ شو اود عمل ډګرته ودانګو.بايد ټول لاسونه سره يؤ كړو، چوپتيا نوره ماته او د ځان او ولس د ژغورلو او په هيواد كې د يو مثبت سياست د رامنځته كولو او تګلوري وركولو له پاره نوى بنسټ كېږدو٠
زمونږ مسؤليت خورا ډېر دی ، مونږ د خپل هېواد د پېښليک پدې ډېرو حساسو شېبو کې بايد خپل ملي،اخلاقي کلتوري او فرهنګي رسالت تر سره کړو٠مونږ بايد دپرديؤ په مالي لګښت ګوندونه او ګروپونه جوړ نکړو او په خپلو عوائېدو بسنه وکړو ،مونږ بايد خپل ولس د اقتصادي خپلواکۍ لوري ته وهسوؤ،او هر کله مو چې اقتصادي خپلواکي تر لاسه کړه هغه وخت به د سياسي،جغرافيوي او فرهنګي خپلواکۍ لروونکي شو٠

تل د وي افغانستان ژوندۍ د وي افغان ملت
په ډېره مينه او درنښت

د ٢٠٠٩ کال د جنورۍ ١٠مه