کور / تازه خبرونه / بيت الله مسحود وايي بينظيره دوي نه ده وژلي .

بيت الله مسحود وايي بينظيره دوي نه ده وژلي .

 


 د پاکستانې طالبانو دتحريک يوه غړي مولي محمد عمر دپاکستان دحکومت دا خبره په کلکه رد کړي چې ويلي يي وو بينظير بوټو طالبانو وژلي! .
دپاکستانې طالبانو دتحريک يوه تن غړي مولي محمد عمر نن دخبر ې رسنيو سره په خبرو کې ويلي چي دي دپاکستان دپخواني لمړي وزيري بينظيرپر وژل کيدو سخت خواشيني شوئ .
 نوموړ همداراز وايي چي دبوټو وژنه يوه سياسي پيښه ده   او کيداېشي په دي کي هغه خلک ښکېل وي چي دنوموړي پلار يي وژلي وو . دي وايي هرڅوک چې هرچېري هرڅه وکړي تور يي نيغ پر طالبانو وراچول کيږي .
 دا په داسي حال کي ده چې تيره ورځ دپاکستان دکورنيو چارو دوزارت وياند ويلي وو چې دوي داسي اسناد ترلاسه کړئ چي له مخ يې دبينظير بوټو دووژني ترشاد قبايلي سيمو  د يوه تن طالب قومندان بيت الله مسحود لاس ښئ .
ديادوني وړده چې بينظير بوټو وړم ماښام دپاکستان په پنډۍ ښار کي وروسته له هغه چې ديوې غونډي څخه يي موټر دوتلو په حال کې وو لمړۍ ديوه کس له خوا پري ډزي وه شوي او ورسته هم هغه تن خپل ځان والوزاوه  چې ددي ترڅنگ پکې 25 تنه ووژل شول .



همدرد


جلال اباد