کور / تازه خبرونه / داؤر سكرو د درو ورونو څخه ساه واخيسته

داؤر سكرو د درو ورونو څخه ساه واخيسته

 هلمند ۸-۱۰-۱۳۸۶


دهلمندولايت په مركزلښكرگاه كى دبلاك بيټويا دڅلويښت مترى په نوم سيمه كى تيره شپه درى تنه ورونه په داسى حال كى مړه سول كله چى نوموړوداورسكاره خپلى كوټى ته وړى وه چى وروسته له هغه يي ساه وركړى وه .


دوژل سوكسانوماما چى دخبروكولوڅخه يي ډه ډه كوله خويوبل تن احمدشاه چى گاونډى يي وه وويل جمعه گل سليم اوقدير چى درحيم دادزامن وه اود۲۵ -۱۸-او۱۵ كلونوپه عمروه تيره شپه يي دكوردڅنگ ديوحمام څخه دشپى ناوخته دلرگيو سكاره خپلى كوټى ته راوړى وه چى سهار وختى يي دكوټى ورهم كلف كړى وه احمدشاه زياته كړه چى مامايي سهاروختى دلمانځه لپاره ور  ور ودرزاوه چى هغوى ورنه خلاساوه نوموړى وويل چى وروسته يي ور په كيلۍ ورخلاص كړى چى درى سره ورونه هريوپه خپل ځاى باندى پراته اوساه يي وركړى وه .


په هلمندولايت كى يوډاكترچى رحمت الله محمدى نوميده وويل چى په داحالت كى هرومروڅوك وژل كيږى محمدى زياته كړه چى كله كومى كوټى ته سكاره يووړل سى اوكړكۍ يي بندى وى نواكسيجن توليديږى اوپه كاربون داى اوكسايد باندى غلبه راوړى چى د انسان دوژنى سبب گرځى .