کور / تازه خبرونه / كندهار: د امريكايي پوځيانو نوې لېوا ځاى پر ځاى سوه

كندهار: د امريكايي پوځيانو نوې لېوا ځاى پر ځاى سوه


د امريكا د دفاع وزارت پنټاګان وايي كندهار ته يې د پوځيانو يوه لېوا چي ۲۵۰۰ عسكر او ۲۱ څرخكي او جيټ جنګي الوتكي پكښي شاملي دي رسېدلې ده او په دې ولايت كي به د امنيت ټينګولو په چارو كي برخه واخلي.
د دفاع وزارت وايي دغه پوځيان د هغو ۱۷۰۰۰ پوځيانو يوه برخه ده چي ولسمشر باراك اوباما يې افغانستان ته د لېږلو پرېكړه كړې وه.
باراك اوباما افغانستان ته د ۱۷۰۰۰ پوځيانو د لېږلو پرېكړه كړې وه، چي ويل يې ډېر به يې د افغانستان په جنوبي ولايتونو، زابل، كندهار او هلمند كي ځاى پر ځاى سي.