کور / تازه خبرونه / د اسلامي امارت د طالبانو لخوا د خپرو سوو خبرونو غورچاڼ

د اسلامي امارت د طالبانو لخوا د خپرو سوو خبرونو غورچاڼ

طالبانو پرون، وړمه ورځ او لات وړمه ورځ هم د ۲۰۰۹ د می پر ۱۳مه ، ۱۴مه او ۱۵مه نېټو له بېلابېلو سيمو څخه د جګړو او بريدونو خبرونه خپاره کړي دي ، له هغو خبرپاڼو چي د طالبانو مطبوعاتي دفتر يې له نامعلومه ځايه خپروي د ځينو لنډيز يې داسي دئ :


 
نيمروز : پرپوسته دبريدلامله نهوتنوعسکروته مرګ اوژوبله واوښته


قاري يوسف احمدي


تيره شپه د ۲۰۰۹ د می پر ۱۵مه نېټه پاوباندې دولس بجې د هغه وسله وال بريدپه ترڅ کې چې داسلامي امارت دمجاهدينوله لوري دنيمروزولايت د”چاربرجک” ولسوالۍد”خانموک” په اړونده سيمه کې داسلامي امارت دمجاهدينوله لوري د”نصرت “دپيل شويوعملياتوپه لړکې دداخلي عسکروپريوې امنيتې پوستې ترسره شو،په نتيجه کې يي ددښمن نهو(9)تنوعسکروته مرګ اوژوبله واوښته . په بریدکې چې سپکي اودرندې وسلې کارول شوي ،لامله يي دپوستې ودانۍ ته سخت زيان اوښتی اوپکښې اوه(7) تنه عسکروژل شوي اودوه(2) تنه نوريي سخت ژوبل شوي هم دي . په وژل شويوکسانوکې دوه تنه ددې پوستې دقوماندان وړونه هم شامل دي . دبريدپه پايله کې يوتن طالب هم ژوبل شوی دی .


نادعلي کې ددښمن ټانګ ويجاړاواوه تنه عسکريي ووژل شول


قاري يوسف احمدي


دتفصيل سره سم دهغودووپرله پسې چاودونولامله چې پرون ماسپښين د ۲۰۰۹ د می پر ۱۵مه نېټه درې بجې دهلمندولايت دنادعلي ولسوالۍد”نورمحمدخان” په کلي کې داسلامي امارت دمجاهدينوله لوري دنصرت په نوم دپیل شویوعملياتوپه لړکې ددښمن پرګډوځواکونوترسره شوې ،له امله يي ددښمن يوه(1) عراده ټانګ ويجاړاواوه(7) تنه نوريي عسکريي ووژل شول . دورکول شوي خبرله مخې پورتني تلفات هغه مهال دښمن ته واوښتل چې کله يوه چاودنه ددښمن پرټانګ اوبله يي ددوی پرپلي عسکروترسره شوه . ترخونړيوچاودونووروسته وژل شوي عسکرددښمن له خوادهليکوپتروپه توسط دخپلومرکزونوپه لورليږدول شوي خوويجاړټانګ يي اوس هم په سيمه کې سوځيدلی پاتي دی . دچاودونوسره سم ددښمن سره مخامخ ډزي هم شوي چې له امله يي يوازي يوتن ملکي سړی ژوبل شوی دی .


 


دباباجي په درنده جګړه کې ددښمن درې ټانګونه دجګړې په ډګرکې پاتي دي


قاري يوسف احمدي


دتفصيل سره سم دهغې درندې جګړې لامله چې وړمه ورځ د ۲۰۰۹ د می پر ۱۴مه نېټه ماسپښين درې بجې دهلمندولايت مرکز لشکرګاه ته څيرمه د”باباجې” په اړونده سيمه کې د اسلامي امارت دمجاهدينواوددښمن دګډوځواکونوترمينځ ترسره شوه ،له امله يي ددښمن درې(3) عرادې ټانګونه ويجاړکړای شول . مخامخ جګړه چې دنصرت دپيل شويوعملياتوپه لړکې ترسره شوه اونژدې دوه ساعته يي دوام درلود،په نتيجه کې يي ددښمن درې عرادې ټانګونه چې يويي په دوه اتيا(82)ملي متري توپ ويشتل شوی اودوه نوريي په ښخ کړای شويوماينونوتخريب شول اواوس هم په سیمه کې پاتي دي .په درنده جګړه کې ددښمن اولس (17)تنه خارجي اوداخلي عسکروژل شوي اوګڼ شمیرنوريي ژوبل شوي هم دي . په مخامخ جګړه کې دوه تنه مجاهدين ژوبل شوي اويوه تن ته مرګژوبله واوښتله . ديوه بل خبرله مخې تيره شپه ددې ولسوالۍترڅنګ دناوې ولسوالۍد”مومن خان “په سیمه کې دامريکايي عسکروديوه بريدلامله چې په سیمه کې يي دشپې له پلوه داولسي خلکوپريوه کوروکړ، له امله يي دوه (2)تنه بي ګناه کسان شهيدان اوشپږ(6)تنه نورکليوال يي دځانوسره دبنديانوپه توګه بيولي دي .


 


بادغيس : دوه تنه عسکرتسليم شول


قاري يوسف احمدي


تيره شپه د ۲۰۰۹ د می پر ۱۵مه نېټه دبادغيس ولايت په مرکز” قلعه نو”کې ددې ولايت داجيرې اردودپلي قطعاتواړونددوه تنه عسکر (محمدطاهردمحمدغوث زوی دبادغيس اومومن خان دخدای دادزوی دغورولايت اوسيدونکي ) داسلامي امارت مجاهدينوته ديوه خاص ارتباط له مخي تسليم شول . تسليم شويوکسانودځانوسره خپلي وسلې اويولړنورمهم اسنادهم مجاهدينوته راوړي اونوموړي يوه خوندي ځای ته ليږدول شوي دي .



غزني : لس تنه عسكروژل شوي دي


طالب ويندوي ذبيح الله مجاهدرسنيوته ويلي چي لات وړمه شپه د ۲۰۰۹ د می پر ۱۳مه نېټه يې دغزني ولايت دمقر ولسوالۍد”مانک” او”لړمې” سيموترمينځ دکندهار-کابل پرلويه لاره د”نصرت” دپيل شووعملياتوپه لړكي يوولس تنه عسکرديوكمين په ترڅ کې ووژل . هغه وايې چي په دې جګړه كي يې دچارواكو درې(3) عرادې سرف موټرويجاړکړي دي اووسلې يي طالبانوترلاسه کړي دي . هغه داهم وويل چي په بريدکې چې څه ناڅه نيم ساعت يي دوام درلود، درې تنه طالبان هم ژوبل شوي دي


 


طالبان : دبولدك په ځان تيري بريدكي دلسګونوپوليسودوژلودعوه كوي .


رسنۍ دطالب وياند قاري يوسف احمدي له قوله خبروركوي چي وړمه ورځ د ۲۰۰۹ د می پر ۱۴مه نېټه دکندهارولايت دبولدک ولسوالۍپه مرکز کې د”کميساری “په نوم دسرحدي لېواپه ودانۍکې داسلامي امارت ديوه تن سرښندونكي ( نورمحمد) له خوا ځان تيري بريدترسره شو,چې له کبله يي دسرحدي پوليسوددوو(2)تنوجګپوړوقوماندانانوپه شمول اوويشت (27)تنه عسکرووژل شول اواولس (17)تنه نوريي ژوبل شول . خبروايې چي په نوموړي بريدكي چي ديوه کرولاموټرپه توسط ترسره شو ،له امله يي دسرحدي پوليسودقوماندانۍ ودانۍ نړېدلې اوپكښي ولاړ.پنځه (5)عرادې رينجرموټرداورخوراك شوي دي .خبرزياتوي چي نوموړى ځان تيرى بريدكونكى دپوليسوپه جامه کې دپوليسوويادشوي مركزته ورننوت اوبيايي خپل دچاودېدونكوتوكوبارموټردقوماندانۍددفترسره وجنګاوه چې , په نتيجه کې يي پوليسو ته پورتنۍ مرګ اوژوبله واوښتله .


 
خوست : نادرشاه کوټ کې دپوليسواکاډمي تربريدلاندي راغله


طالب وياند ذبيح الله مجاهدوايې چي وړمه ورځ د ۲۰۰۹ د می پر ۱۴مه نېټه يې دخوست ولايت دنادرشاه کوټ ولسوالۍکې دپوليسو پرروزنيزمرکز(اکاډمۍ)باندې د رې توغندۍ اورولي دي ,چي له امله يې دنوموړي مركزودانیواوپکښې ولاړوخيمو ته سخت زيان اړولی دى ,خودپوليسودځاني زيان په اړه يې ناخبري وښوله . .



زابل : طالبان دپنځوخارجي اواووتنوداخلي عسكرودوژلوخبروركوي


دطالبانووياندقاري يوسف احمدي ادعاكوي چي وړمه ورځ د ۲۰۰۹ د می پر ۱۴مه نېټه يې دزابل ولايت دسيوري ولسوالۍد”سڼ “په کلي کې دنصرت دپيل شويوعملياتوپه لړکې ددې ولسوالۍاودقلات ښارترمينځ پرغزیدلي لاره دداخلي اورومانيايې عسكرو پرګډکاروان دوې پرله پسې چاودني ترسره كړې , چي په نتيجه کي يې پنځه(5) تنه رومانيايې اواووه تنه داخلي عسکروژل شوي اوګڼ شمیريې ژوبل شوي دي . هغه وايې چي په دې چاودونوكي دبهرنيو اوكورنيوپوځيانويوټانګ اويورينجرموټرسوځېدلي دي.دغه رازهغه وايې چي ترچاودونووروسته سيمه دبهرنيوقواوو له خواکلابنده شوه اودوژل شويوعسکرودانتقال لپار ه دامریکايي ځواکونودوې چورلکې دپيښې ځای ته راغلې .



غزني : قرباغ كي دولس تنه پوليس وژل شزي دي


دطالبانووياندذبيح الله مجاهدرسنيوته وويل چي وړمه ورځ د ۲۰۰۹ د می پر ۱۴مه نېټه يې دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍد”خالوخيلو”او”مالکو”سيموترمينځ د”نصرت” دپیل شويوعملياتوپه لړکې د پوليسوپریوه کاروان په بريدكي دکاروان دولس (12)تنه عسکروژلي اوګڼ شمیرنوريې ژوبلكړي دي . دغه رازهغه وويل چي په يادشوي بریدکې يې دنوموړي کاروان دوه(2) سرف موتر ويجاړکړي .اودوژل شويوعسکرو وسلې يې ولجه کړي دي . دغه رازهغه زياته كړه چي په دې نښته كي دوه تنه طالبان هم ژوبل شوي دي .


كابل : ځان تيروبريدكونكوبېلابيل بريدونه ترسره كړي دي


دطالبانودوياند ذبيح الله مجاهد خبروركړ چي وړمه شپه د ۲۰۰۹ د می پر ۱۴مه نېټه یوولس بجې دکابل ښارته نژدې دپغمان ولسوالۍ د”باغ داود”عسکري فرقې ته دنصرت دپيل شويوتکتیکي عملياتوپه لړکې د اسلامي امارت نهه(9) تنه سرښندونكي ځوانان په داسي حال كي ورننوتل ,چې په بارودي واسکټونو،سپکو اودرنووسلوسمبال ول . خبرزياتوي چي په ياده شوې فرقه كي سمدستي دځان تيروبريدكونكواوپوليسوترمنځ سخته جګړه پيل اوترنيم ساعته يې دوام وكړ, چي په پايله كي يي عسكرو ته ددرنو مالي اوځاني تلفاتووروسته ژونديوپوليسودفرقې څخه پښې سپكي كړې . دغه رازخبروايې چي سرښندونكو ددې فرقې څخه تروتلودوه ساعته وروسته دكابل ښارپه سویلي برخه كي دموسهيي ولسوالۍمرکز ته نژدې دايټالوي عسکروپريوې ګزمې د وسله وال بريدپه ترڅ کې دهغوى دوه (2)عراې ټانګونه ويجاړاوپکښې سپاره ايټالوي عسکريي ووژل .ديادوني وړده چې په دې وروستيوکې دطالبانوله خوادنصرت په نوم دعملياتودپيل سره سم دهيواد په ګوټ ګوټ كي دبهرنيواوكورنيوپوځونوپرضد تهاجمي حملو ,د سړك دغاړي بمونواوپه ځانګړي ډول سرښندونكوبريدونوخورازوراخيستې .



پكتيكا : دكټوازدبټه خيلوولسوالي طالبانوونيوله


طالب ويندوي ذبيح الله مجاهدلراوبرته په رااستول شوي خبر كي وايې چي وړمه ورځ د ۲۰۰۹ د می پر ۱۴مه نېټه يې دنصرت دپيل شویوعملياتوپه لړکې دپکتيکا ولايت دکټوازپه سیمه کې دبټه خيلوولسوالۍپرمرکز دسپکو اودرنووسلوپه بريدكي يوولس(11) تنه عسکروژلي اودولسوالۍ ودانۍ ته يې اوراچولى دى . خبرزياتوي چې دبريدپه پيل کې درې(3) تنه ارتباطي پوليس طالبانوته تسليم شوي چې بياوروسته مجاهدينودځانوسره يوه خوندي ځای ته ليږدولي دي . ديادوني وړده چي بريدکې دوه تنه طالبان هم سرسري ژوبل شوي دي .
 


طالبان دبادغيس په بالامرغاب كي دلسهاووپوځيانودوژلوخبروركوي


دطالبانووياندقاري يوسف خبري رسنيوته ويلي چي لات وړمه ورځ ماښام د ۲۰۰۹ د می پر ۱۳مه نېټه يې دبادغيس ولايت دسنګ آتش ولسوالۍد”چشمه سوزک” په سيمه کې د”نصرت “په نوم دپیل شويوعملياتوپه لړكي دملي اردوپر کاران په بريدكي دروديرش(33) تنه داخلي اودوه خارجي عسکروژلي اونولس (19)تنه يې ژوبل كړي دي, چې دځينووژل شويوپوځيانوجسدونه ا وس هم دجګړې په ډګرکې پراته دي .دغه راز هغه وايې چي په دې بريدكي يې دچارواكو اته عرادې رينجرموټرويجاړكړي دي . هغه وايې چي ايتلافي اوافغاني عسكروته پورتنۍ درنه مرګ اوژوبله هغه مهال واوښتله چې ,کله ددوی پوځي کاروان له هرات څخه دبادغيس ولايت مرکز ته اوبياله دی ځای نه دبالامرغاب ولسوالۍپه لورروان ووچې دطالبانوله خوادمخکنيومعلوماتوله مخې په ياده شوې سيمه كي تربريدلاندي راغلى . دغه رنګه هغه دداخلي اوخارجي قواوو پورته ذكرشوې مرګ ژوبلي ته په اشارې سره وويل چي دادمولوي غلام دستګېر د مرګژوبلي انتقام ؤ.



كندهار : ښوراوك كښي اووه عسكروژل شوي دي


رسنۍ دقاري يوسف احمدي له قوله خبروركوي چي وړمه ورځ د ۲۰۰۹ د می پر ۱۴مه نېټه طالب سرتيرو دکندهارولايت دشوراک ولسوالۍ د”سپينې خولې” په سيمه کې د”نصرت “دپيل شويوعملیاتوپه لړکې دملي اردوپرګزمه درنه چاودنه ترسره كړه چې له امله يي اوه تنه عسکرووژل شول . خبروايې چي چاودنه دعسكروپريورينجرموټردريموټ کنټرول ماين په مټ ترسره شوې چي , له امله يي موټرپه بشپړه توګه ویجاړشوى دى . هېره دي نه وي چي په وژل شوي کسانوکې ددوی يوتن قوماندان هم وژل شوی دی .



کريشک ته نژدې طالبانودپوليسو شپږ موټر ه تخريب اويويي دځان سره بېولى دى


دطالبانوالاماره ويبپاڼي خبروركړ چي وړمه شپه د ۲۰۰۹ د می پر ۱۴مه نېټه طالب سرتيرو دهلمندولايت دکريشک ولسوالۍمرکز ته څیرمه دکندهار- هرات پرلویه لاره د”سرې خزي “په سیمه کې د”نصرت” دپيل شويوعملياتوپه لړکې دداخلي عسكرو پریوه اکمالاتي کاروان بریدترسره كړچي ،له امله يي دکاروان درې (3)عرادې باروړونکي ،دوه (2)رینجر اويو(1)سرف موټرتخريب اوپكښي سپاره اووه تنه پوځيان مړه اوزيات شمېريې ژوبل شول . خبردطالب جنګياليوله خولې ليكي چي په نښته كي يې يوكرولاموټرولجه كړى اودخپلومركزونوپرلوريې بېولى دى .خبروايې چي نښته هغه وخت رامنځته شوله چې کله عسكرو دې سيمې ته نژدې د”ښوراو”په هوايي ډګر كي امريکايي ځواکونوته خوراکي توکي ليږدول چې په لاره کې دمجاهدينوله يوه کمين سره مخامخ اوپورته تلفات ورواښتله .



طالبان خوست كي مودامريكايانويوټانګ الوزولئ دئ


طالب وياند ذبيح الله مجاهدادعاكوي چي وړمه ورځ د ۲۰۰۹ د می پر ۱۴مه نېټه يې دامريکايي عسکرودپوځي کاروان يوه عراده زغروال ټانګ په داسي حال کې په يوه ځمکني ماين والوزاوه چې کله ددوی کاروان دخوست ولايت د”لکڼو”د سيمي د”شينکي” په کلي کې دتیريدوپه حال کې وو. هغه وايې چي په دې چاودنه کې دايتلاف يو ټانګ په بشپړه توګه ويجاړاوپکښې سپاره امريکايي عسکردیوه افغان ترجمان په شمول ځای پرځای ووژل شوي دي .


دغه راز هغه په يوبل خبركي وايې چي وړمه ورځ غرمه د ۲۰۰۹ د می پر ۱۴مه نېټه يې ددې ولايت دنادرشاه کوټ ولسوالۍد”ځاني خيلو”د”خواجه رحيم “په کلي کې دوه تنه پوليس چې په سیمه کې يي ګزمه کوله ،ديوې چاودني په ترڅ كي وژلي دي .


 


غزني : مقركښي لس تنه پوليس وژل شوي دي


دطالبانووياندذبيح الله مجاهدرسنيوته وويل چي وړمه ورځ د ۲۰۰۹ د می پر ۱۴مه نېټه طالبانو دغزني ولايت دمقر ولسوالۍد”مانک” او”جومجمه ” په سيموکې دنصرت دپيل شويوعملياتوپه لړکې ديووسلوال بريد په ترڅ كي لسوتنوعسکروته مرګ اوژوبله واړوله . هغه وايې چي په يادشوي بريد کې يې دچارواكو دوه (2)عرادې سرف موټرتخريب كړي دي . دغه رقم هغه وايې چي دوه تنه طالبان هم ژوبل شوي دي .


 


طالبان : په كندهار كي دايتلاف ديوې جيټ الوتكي دويشتلودعوه كوي


دطالبانووياندقاري يوسف احمدي وايې چي وړمه ورځ د ۲۰۰۹ د می پر ۱۴مه نېټه طالبانو دکندهارپرهوايي ډګر ګڼي توغندۍ اورولي اودهوايي ډګرپر ريلوي رالوېدلي دي , چې له امله يي ايتلاف ته دمالي تلفاتوسربيره مرګ اوژوبله هم اړولي ده. خبرزياتوي چې دبريدپروخت دامريکايي ځواکونويوشميرالوتکي دپروازپه حال کې وې چې دتوغندویوتربريدسمدستې وروسته يوه جيټ الوتکه بيرته راکوزه اوځای پرځای تخريب شوه . ديادوني وړده چې پرون دايتلافي ځواکونوله خواهم دکندهارپه هوايي ډګرکې دخپلي يوې الوتکي دبيړنۍ ناستي پخلی شوی دی.



لشکرګاه ته نژدې چاودني پنځه تنه خارجي اوداخلي عسکرووژل


طالبان ادعاكوي چي وړمه ورځ د ۲۰۰۹ د می پر ۱۴مه نېټه يې دهلمندولايت مرکزلشکرګاه ته نژدې د”بولان” په سيمه کې دنصرت دپیل شويوعملياتوپه لړکې پنځه(5) تنه خارجي اوداخلي عسکردريموټ كنټرول ماين په واسطه وژلي دي .اووايې چي ترچاودني وروسته دبهرنيوعسكروله خوادخپل ناوړه عادت له مخې شاوخواسيموباندې ناتاره ډزي شوي چې له امله يي ددې سيمې څوتنه اولسي خلک چې په خپلوپټيوکې يې اوبه لګولي ژوبل شوي دي .


 
غزني : قربا غ كي كي لس عسكر ووژل شول


طالب وياند ذبيح الله مجاهدلراوبرته په راليږلي خبركي وايې چي وړمه ورځ د ۲۰۰۹ د می پر ۱۴مه نېټه مازديګرپاوباندې څلوربجې دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍد”صاحبزاده “په سیمه کې دداخلي عسکروګزمه دطالبانوتريوه بريدلاندې راغله چې له امله يي ددښمن دوه (2)پوځي موټرويجاړاوپکښې سپاره عسکرچې شمیريي لسو(10)تنوته رسيده ، ځای پرځای وژل شوي دي .هغه وايې چي وژل شوي عسکراوويجاړموټر اوس هم دجګړې په ډګرکې پاتي دي .



طالبان : په غزني اوهلمند كي مودايتلاف درې بې پيلوټه الوتكي راغوځولي دي


دطالبانووياندذبيح الله مجاهدرسنيوته ويلي چي وړمه ورځ سهار د ۲۰۰۹ د می پر ۱۴مه نېټه اته بجې دغزني ولايت داندړوولسوالۍد”کندي خيلو”په اړونده سيمه کې دطالب سرتيروله لوري دنصرت دپيل شويوعملياتوپه لړکې دامريکايي ځواکونوپريوې بي پيلوټي الوتکي بريدترسره شوچې له امله يي الوتکه رانسكوره شوله . دارنګه پرون سهاريوه بي پيلوټه الوتکه دهلمند ولايت دنادعلي ولسوالۍد”خوشال کلي “په اړونده سيمه کې دمجاهدينوله خوا ويشتل شوي اوراغورځول شوې ده .ديوه بل خبرله مخې دامریکايي ځواکونويوه بله بي پيلوټه الوتکه تيره ورځ مازديګر مهال دهلمندولايت دکريشک ولسوالۍدمالګيرپه سیمه کې دطالبانوله لوري په پيکا( ثقيل )ماشيندارويشتل شوې اوداورلمبه شوې ده .دغه رازمجاهد وايې چي ددريوواړوويشتل شويوالوتکوټوټي اوس هم دمجاهدينوترکنټرول لاندي سيموکې خورې ورې پرتې دي .ديادوني وړده چې داسلامي امارت له لوري ددښمن په وړاندې دنصرت په نوم دپيل شويوعملياتودپیل راهيسې داشپږمه الوتكه ده ,چي دغزني په قرباغ اوپكتيكا په كټواز كي دطالبانودهوايې دفاع له خواپه نښه اورانسكوري شوي دي .


 


هرات : د رباط سنګي ولسوالۍ قوماندان دپنځلسوساتونكوسره وژل شوي دي


دطالبانووياندذبيح الله مجاهدوايې چي لات وړمه ورځ مازديګر د ۲۰۰۹ د می پر ۱۳مه نېټه دهرات ولايت درباط سنګي ولسوالۍد”يکه توت” په سیمه کې ددې ولسوالۍدمرکز او”تورغونډۍ” ترمينځ پرغزيدلي سړک د”پوپلزو”له کلې سره نژدې د طالب سرتيروله خواد”نصرت” دپيل شويوعملياتوپه لړکې ددې ولسوالۍدپوليسوپرګزمه په بريد كي ددې ولسوالۍامنيه قوماندان ( عبدالرحيم خان ) اوپنځلس تنه عسکروژل شوي اوڅلورتنه يي ژوندي ونيول شوي دي . هغه وايې چي دبريد په پايله کې دپوليسو دوه (2)عراې رينجرموټرسوځول شوي اويوه عراده رينجر مجاهدينودځانوسره روغ بېوولیاودوژل شووعسكرووسلې يې ولجه كړي دي . بايدووايوچي په دې يوساعته بريد كي يوتن مجاهدهم ژوبل شوی دی .