د محمود احمدي نژاد دفتر خبر ورکړى چي ولسمشر به يې له خپلو افغان او پاکستاني سيالانو سره د مې مياشتي د ١٩مي د ګډي غونډي کوربتوب وکړي.
د ايران ولسمشرۍ پر چهارشنبه د افغان او پاکستاني ولسمشرانو حامد کرزي او آصف زرداري له خوا د کېدونکو خبرو د اجنډا په اړه څه ونه ويل.
مګر دا غونډه تر هغې يوې څه کم درې مياشتي وروسته کيږ ي چي د نوموړو درېيو ولسمشرانو په ګډون په تهران کي د سيمه ييز اقتصاد په اړه ترسره سوې وه.
په نوموړې اقتصادي غونډه کي د جګړه ځپلي افغانستان او غزې د تړانګي د بيارغوني ژمني سوي وې.