کور / تازه خبرونه / غزني: د ۱،۵مېليون په لګښت د ټول ګټو يوه پروژه پېل سوه

غزني: د ۱،۵مېليون په لګښت د ټول ګټو يوه پروژه پېل سوه

په غزني ښاركي د سړك جوړوني يوه بله پروژه چي پري يونيم ميليونه ډالر لګول كيږي؛ پرانستل سوه .



د غزني په ښاركي د تيلو د زاړه ټآنك د سيمي د سړك كار نن دغزني د والي ډاكتر محمد عثمان عثماني لخوا اود پټۍ په پريكولو سره پيل شو. ددغه سړك د كار د پيلولو پرمهال د غزني والي ډاكتر محمد عثمان عثماني خبري وكړي زياته ئي كړه چي داد د خوښي ځاي دئ چي نن بيا د غزني په لرغوني اوتاريخي ښاركښي د يوي بلي پروژي د كار د پيل شاهدان يوو ، والي وويل دغه سړك چي نږدي درنيم كيلومټره اوږدوالي لري اود همداډول لس متره سورهم لري په غزني كي د بيارغوني پولنډي ټيم له لوري لګښت وركول كيږي اوپري يونيم ميليونه ډالر ولګول شي. د غزني والي زياته كړه، د داسي ټول ګټو پروژو په عملي كولو كي د خلكو مرسته اړينه پريښي او له تاسو معززينو څخه هيله من يم چي پدي لاره كي له دولتي ارګانونو اواړوند ادارو سره خپله مرسته ونسپموي اوخپلو مرستوته دوام وركړي ورپسي په دي مراسيم كي يوشمير پرخوالو خبري وكړي اودداسي پروژو د عملي كولو په پرخه كي ئي له دولتي ارګانونو سره مرستوته دوام وركړو.

د يادوني وړدي چي ددغه سړك د پرانيستلو په مراسيم كي د ولايتي شورا ، د تولنيزو اوفرهنګي سازمانونو غړي اوګڼ شمير قومي مشران هم حاضر وو چي تيره اوني هم د واغظ د ولسوالي پنځلس كيلومتره سړك كار هم پيل اوپه چټكي سره روان دي.