کور / تازه خبرونه / په پېښور کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده

په پېښور کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده

نن ماسپښين د دوو بجو په شا و خوا کې د پېښور په ګنجان اباد سيمه کې په يو موټر کې درنه چاودنه وشوه چې له امله يې لس تنه مړه او نهه ويشت تنه نور ژوبل شول  .

د عيني شاهدانو په خبره چاودنه  د هغه موټر د چاودېدو له امله رامېنځته شوه چې وار لا پکې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو.

له پېښې سمدستي وروسته سيمه کې د پوليسو له خوا کلابنده شوې ده او چا ته د ورتګ اجازه نه ورکوي .

د چاودنې ټول قربانيان دا مهال د پېښور پېښور ليډي ريډينګ ښوونځي ته روسول شوي دي چې زياته برخه يې د ښوونځي زدکوونکي دي .  

تر اوسه پورې  د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې .