کور / تازه خبرونه / زابل: د طالبانو ځايي قومندان ونيول سو

زابل: د طالبانو ځايي قومندان ونيول سو

افغان چارواكي وايي د زابل په ولايت كي يې د طالبانو مشهور قومندان نيولئ دئ.


د چارواكو په وينا ملانسيم يې د پنجشنبې په ورځ له خپلو څلورو ملګرو سره د ايتلافي او افغان ځواكونو په ګډو عملياتو كي نيولئ دئ.


د كورنيو چارو وزارت وايي ملا نسيم د زابل په ارغنداو ولسوالي كي د طالبانو مشري كوله او په يو شمېر بريدونو كي يې لاس درلود او په دې عملياتو كي د حكومت لاسته د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم لاس ته ورغلي دي.