کور / تازه خبرونه / پروېز مشرف: له طالبانو سره سوله يو تېروتنه وه

پروېز مشرف: له طالبانو سره سوله يو تېروتنه وه


د پاكستان پخواني پوځي واكمن پروېز مشرف د امريكا سي اين اين ټلوېوزن ته په يوه مركه كي اقرار وكړ چي له طالبانو سره د سولي تړونونه د ده او زرداري د حكومتونو تېروتني دي.
پروېز مشرف وويل دغو تړونونو طالبان د حكومت په مقابل كي نور هم ګستاخ كړل او د دې وخت يې وموندئ چي ځان پياوړى كړي او خپلي غوښتني نوري هم ډېري كړي.
پروېز مشرف په داسي حال كي د سولي تړونونه تېروتنه بولي، چي هغه وخت هم افغانستان او د نړۍ نورو هيوادونو پر پاكستان نيوكه كوله، چي له طالبانو سره سوله نه د پاكستان او نه هم افغانستان په ګټه.
جنرال مشرف له سي اين اين سره دا خبره هم تائېد كړه چي په پاكستان د سولي تر تړون وروسته به ځيني قبايلي طالبانو افغانستان ته مخ كړ او هلته به يې د افغان حكومت او ايتلاف پر پوځيانو بريدونه كول.