کور / تازه خبرونه / پاكستان: كه طالبان وسلې كښېږدي خبرو ته تيار يو

پاكستان: كه طالبان وسلې كښېږدي خبرو ته تيار يو


پاكستان وايي كه د سوات طالبان د پوځ په وړاندي وسلې كښېږدي او له جګړې لاس واخلي حكومت به د سولي خبري ورسره پيل كړي.
دغه خبر د پاكستان د صدارعظم او د پارلمان د مشر بابر اعوان تر يوې ليدني وروسته خپرېږي.
د پاكستان په پارلمان كي د پښتونخوا د وروستيو ناكراريو او پوځي عملياتو په اړه نيوكي ډېري سوې او د پارلمان زياتره غړي له طالبانو سره د سولي پلويان دي، خو د پاكستان صدراعظم تېره اونۍ اعلان وكړ چي په سوات كي به عمليات تر هغه وخته روان وي چي د طالبانو بېخ او بنياد ايستل كېږي.