کور / تازه خبرونه / په ميدان و درګو کښي پربهرنيانو درې ځايه بريدونه وسول

په ميدان و درګو کښي پربهرنيانو درې ځايه بريدونه وسول

تيره شپه او نن ورځ په ميدان وردګو ولايت کې دپه دري پۍښو کې بهرنيو سرتيرو اوددهغوي مرستيندويانو داکمپاين دموادو موټرو چلوونکيوته درنده مرګ ژوبله وواښته .

لمړي پېښه تيره شپه دسيداباد ولسوالۍ اړوند داوتړيو او سلطان خيلو په سيمه کې هغه مهاال رامنځ ته شوه چې بهرني ځواکونو کاروان په لاره تيريده چې دوسله والو مخالفينو لخوا په نهو مزايلو وويشتل شول اودوه ټآنګونه يي ويشتل او لمنځه يي يوړل .

عيني شاهدان وايې چې ددي پيښې سره سم دبهرنيو ځواکونو دوې الوتکي راغلي او ددواړو ټانګونو کې مړه شوي سرتيري يي انتقاال کړل .

ددي ترڅنګ دچک ولسوالۍ داله سنګ په سيمه کې دبهرنيو ځواکونو يوټانګ دطالبانو په يوراکټ لمنځه يوړل شو اوڅلور سرتيري په کې لمنځه ولاړل .

په همدې سيمه کې بهرنيو ځواکونوتيره ورځ پيااده روان ول چې دطالبآنو لخوا پرې مخامخ بريد وشو اويو طالب جنګيالى هم په دې جګړه کې لمنځه ولاړ .

ددې ترڅنګ نن سهار دميدانښار په زړه او ددولتي ادارو مخې ته دبهرنيو ځواکونو په اکمالاتي موادو بار موټر دطالبانو په راکټونو وويشتل شول اودوه موټر لمنځه ولاړل اودوه موټر چلوونکي ووژل شول او دوه نور ټپيان شول .

ديادشوي ولايت ولايتي وياند شاهد الله شاهد وايې چې بريد دغره له لوري په دې کاروان شوي وو چې دوه موټر او ددوه موټر چلوونکي يي ووژل اودوه نو ريې ټپيان کړل .

ولايتي وياند په سيداباد او چک ولسوالۍ کې دبهرنيانو په وړاندې بريدونه مني خو وايې چې هپه سيداباد ولسوالۍ کې يې دبهرنيو په کاروان چاودنه شوي او مرګ ژوبله نه لري .

هغه داهم وويل چې تيره شپه يوازې نهه مزايل په اوتړيو سيمه کې په بۀرنيانو راشړل شوي اوکوم تلفات نه لري .

خو طالب وياندذبيح الله مجاهد بيا داردوي او وايې چې اته بهرنيان يي په سيداباد ولسوالۍ کې اوشپږ تنه ييپه جک ولسوالۍ کې په مخامخ نښته کې وژلي دي .

ميدان وردګ هغه ولايت دي چې هميش په کې دجنګ جګړي راپورنه خپريږي .