د نواز شريف د ټرور په هکله اندېښنه
سعيد لودين
دپا کستان د کورنيو چارو وزارت تېره شپه اعلان وکړ چې ددې هيواد دڅو نور وسياستوالو ژوندهم د پاکستان د پخواني لومړي وزير نوازشريف په ګډون د ټروريسټي حملو د خطرې سره مخامخ دئ .
دپاکستان د کورنيو چارو ويا ند جاوید چیمه په يوه خبري کنفرانس کې ويلي دي چې دهغو اشخاصو په ډله کې چې تر ټروريسټي تهديد لاندي دي ،د مسلم ليګ د نواز د ښاخې مشر پخوانی صدراعظم نواز شريف ، مولانا فضل الرحمان، شیخ رشید او آفتاب شرپائو او ددې هېواد د ځينو نورو سياسي چارواکو نومونه شامل دي .
خو د مشرف د دولت مخالفين بیا وايې چې دا پخپله مشرف دی چې لومړی خپل مخالفين په داسي تهديدونو سره ګواښوي او بيا يې له مينځه وړي او وروسته بيا د هغوی د ټرور پړه پر القاعدې باندي اچوي .