کور / تازه خبرونه / خوست: د يعقوبيو په ولسوالۍ کي عمليات روان دي

خوست: د يعقوبيو په ولسوالۍ کي عمليات روان دي

خوست والي ارسلا جمال وويل دغه عمليات د تېر شپږم ورځې راهيسي پيل شوي چې تر اوسه يې په ترڅ كې  ۲۸ د دولت ضد شکمن کسان له ډېرو وسلو سره نيول شويدي .
دارسلاجمال په وينا، د متون په نوم عملياتو کې ملي اردو، سرحدي پوليس ، او ملي امنيت برخه اخيستي .
هغه وويل : غه عمليات به د يعقوبيو ولسوالۍ په بېلا بېلو برخو  ، خالبېسات ، ابادخانه ، رحيم کلی او زمبر کې ترسره شي .
نوموړي دعملياتودموخې په اړه وويل : په سيمه کې د امنيت ټينګښت او د بيارغونې پروژو لپاره د لارې هواری ديادوشويوعملياتوموخې دي دی .
همدارازخوست والي صبريوولسوالۍ ته له يودولتي پلاوي سره تللى ؤ،ترڅودسيمې له قومي مشرانوسره له نېږدې ليدنه وكړي .
نوموړي په سيمه كې ژورنالستانوته ووې چې په صبريو ولسوالۍ کې په تېرو دريو ورځو کې د ملي اردو اوګډو ځواکونو لخوا ٢٨ تنه له يو شمېر وسلو او مهماتو سره نيول شوي دي .
والي د نوموړې ولسوالۍ نېږدې ٣٠ تنو قومي مشرانو او سپين ږيرو ته په خپله وينا کې وويل چې په سيمه كې دامنيتي څرنګوالي دلاښۀ والي په موخه  قومي اربکي  دولت ته معرفي کړي .
همدارازوالي په نوموړي ولسوالۍ كې دامنيتي پوستودزياتولويادونه وكړه،اولدې سره يې له خلکو سره ژمنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې به يې ډېر ژر د ملي پيوستون پروګرام پلي کړي .
په ناسته كې قومي مشرانوهم خبرې وكړې اوله دولت سره يې دلاسنيوي ترڅنګ وويل چې بايدپه ياده شوې ولسوالۍ كې ددولت دبيارغاونې قناعت وړكارونه ترسره كړي .