کور / تازه خبرونه / آصف زرداري: د اسامه بن لادن پر پټنځاى عمليات كوو

آصف زرداري: د اسامه بن لادن پر پټنځاى عمليات كوو

د پاكستان حكومت وايي په سوات پسې به جنوبي او شمالي وزيرستان ته هم د پوځ د عملياتو لړۍ وغځوي.
د پاكستان جمهور رئيس آصف علي زرداري د انګلستان د سنډې ټايمز ورځپاڼي ته په يوه مركه كي وويل پوځ به تر سوات وروسته په قبايلي سيمو كي هم د القاعدې او طالبانو د ځپلو دپاره عمليات شروع كړي.


زرداري وايي سوات فقط د دې عملياتو شروع وه او دا به د يوه پراخ جنګ اوږده لړۍ وي چي ډېر وخت به ونيسي.
زرداري وويل حكومت يې د انګلستان او نړۍ په ميليارډونو ډالره مرستي ته اړتيا لري، چي د سوات له نيژدې دوه مليونه كډوالو لومړنۍ اړتياوي په پوره كړي.


د پاكستان جمهور رئيس وويل دا په ۱۹۴۷ كال د پاكستان له جوړېدو راهيسي لومړى ځل دئ چي دونه شمېر كسان د جنګ له امله بېځايه كېږي.


آصف زرداري وويل هيواد يې ډېرو مرستو ته اړتيا لري، او د پوځ سره يو مليارډ ډالره مرستي ته ضرورت دئ چي په قبايلي سيمو كي د عملياتو دپاره ځاى پر ځاى سي.


آصف زرداري وايي په قبايلي سيمو كي يې موخه د القاعده شبكې د مشرانو اسامه بن لادن او ايمن الظواهري له منځه وړل دي، چي ويل كېږي هلته پټ دي.


بلي خواته د امريكا يوه لوړ پوړي پوځي چارواكي د والسټريټ ژورنال ته ويلي چي له ۲۵ څخه تر ۵۰ پوري د امريكا د ځانګړو پوځيانو (Special forces) روزونكي يې د بلوچستان په دوو جلا جلا كمپونو كي د پاكستاني پوځ د روزني په چارو بوخت دي.