کور / شعر / زه ازاد افغانستان يم

زه ازاد افغانستان يم

زه تاريخ لرم ژوندې يم دپښتون دزړه ارمان يم
خپل بچو لره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم


****
خيرکه نن مې بيوسي دی رنګ سپيره دغريبي ده
يا بچي مې بی هنردي د اخو ټوله نا پوهي ده
يا خزان را باندې سم دی بدل  پاڼه دځواني ده
يا نفاق په ما کې ګډ ده ياراګډه ځانځاني ده
****
د انګور په شان به ځوان شم پسرلوسره روان يم
خپل بچولره غيرت يم  زه ازاد افغانستان يم


****
اې بچيانو، يتيمانو، پښتنو، پيغلو، ځوانانو
دتعليم لاره کړئ خپله د معارف د بڼ ګلانو
پرمختګ ته بدلون راوړئ علم پوهه رڼايي ده
ناپوهي لمنه ټول کړئ دعزت او ننګ بچيانو


****
پاڼه واړوئ تاريخ  نه زه همزولی د جاپان يم
خپل بچو لره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم


****
مټۍ ونغاړئ پر هار ته زخمي شوې په ټټر يم
نظر وکړئ ننګرهار ته  زه ښايسته کابل کنډر يم
نن پردي راغلي ننګ ته چا ويشتلې په ځيګر يم
پيغورنوکې راګيريم دپردو دجنګ سنګريم


****
داحمد دننګ کوډله زه خوتاج دخوشحال خان يم
خپل بچولره غيرت يم  زه ازادافغانستان يم
****
پښتنۍ مې سياه پوشې هره لويشت مې هديرۍ شوې
نور حساب يي راته نشته څومره کونډۍ ښاپيرۍ شوې
د اختر ورځو کې ګوره ماتم ځاې مې مقبرۍ شوې
تور لحد ځوانانو وخوړ هره قدم کې يي جنډۍ شوې


****
نورمې مه پريږدې وارنۍ ته د ازمښت يوامتحان يم
خپل بچولره غيرت يم  زه ازادافغانستان  يم
****
که بدن مې سورې شوې که جومات مې شهيد شوې
يا ودانې مې کنډر شوې يا ميدان د يزيد شوې
که مې کونډۍ بورې شوې که يتيم مې فقير شوې
 لا هم ځوان يم لا ژوندې يم که ملت مې ذليل شوې
****
زرين کرښي دتاريخ کې دغازي ادې داستان يم
خپل بچولره غيرت يم  زه ازادافغانستان يم


****
پسرلې دژوند به راشي سره غوټۍ به راښکاره شي
د غيرت ناوې سينګار کې د دښمن زړه به پاره شي
لوړو غرنوکې چنډړې اوسپين غرکې مې موماڼې
هره خوا په غرورغوکې د سيلونو ننداره شي
****
سوله را به شي بيا ماته دحفيظ د ننګ بيان يم
خپل  بچو لره غيرت يم  زه ازاد افغانستان يم