کور / z_buitenland_news -- 5 / په نيپال کې سلطنتي نظام پای ته ورسيد

په نيپال کې سلطنتي نظام پای ته ورسيد

د نيپال  قانون پوهانو رسماً په دې هيواد کې د پاچاهي نظام د ختمېدو طرحه تصويب کړېده .


د نيپال سلطنتي نظام  چې د پېړيو راهيسي په دې هيواد کې واکمن وو او په دې هيواد کې يې ډېره اوږده سابقه درلودله ددې پسته نور و تاريخ ته سپارل سوی دئ .


د فرانسې خبري آژانس خبر ورکوي  تر هغو چې د نوې قانون جوړونکې شورا  په لومړنۍ غونډه کې د ماويستانو او دولت لخوا ګډه لوزنامه مطرح کيږي، د نيپال پاچا ګيانندر به د واک پر ګدۍ پاتې وي .  نوموړې لوزنامه دنيپال د سلطنتي نظام څخه و جمهوري نظام ته د اوښتو په اړه ده .


د ماويستانو يو لوړ کچي لارښود كريشنا بهادرماهارا ، ويلي دي چې دا زموږ د هيواد په اړه يوه تاريخي لحظه ده . نوموړي زياته کړېده چې موږ به د آزادو انتخاباتو د پاره تلاښ کوو او موږ به په نیپال کې  د جمهوري نظام دټينګدو دپاره  د ټولو ګوندو سره مرسته وکړو .


د نيپال  پارلمان د جمعې د ورځي په رايې اخيستنو کې د پارلمان د ۳۲۱ استازو نه ۲۷۰ استازو  د سلطنتي نظام د ړنګېدو په اړه  مثبته رايه ورکړېده او يوازي دريو تنو منفي رايه درلودله . پاتي استازي يا غايب وه او يايې هيڅ رايه نده ورکړې .


ګياندرا دخپل ورور ټولواک بيرندرا د وژلو نه وروسته  چې په کال ۲۰۰۱ کې يې د قدرت واګي په لاس کې اخيستې دي،  تر اوسه يې په دې اړه کوم غبرګون ندی ښودلی .


نوي  قانوني اصلاحات د نيپال و قانون جوړونکو ته دا حق ورکوي چې تر ټولټاکنو مخکې سلطنتي نظام ړنګ او هغه و جمهوري نظام ته  را واړوي .