کور / تازه خبرونه / دطالبانو مشرتابه منصور دادالله به له دندي گوښه کړي

دطالبانو مشرتابه منصور دادالله به له دندي گوښه کړي

دوسله والو طالبانو په ويب پاڼه( اسلامي امارت ) کې دملا محمد عمرله قوله راغلي چې د  دادالله ورور منصور دادالله   چې دهيواد په جنوبي سيمو کې دطالبانو نظامي قومندان ددى له دې وروسته له خپلي دندي گوښه کيږئ .
دويب پاڼئ له قوله منصور داد الله په دې وروستيو کې دطالبانو دتگلارو څخه سرغړاوي کاوه او تر ډيره يې دمشرتابه اوامرو ته غاړه نه ايښوده .
 دځينو انگيرنو له مخي دهيواد په جنوب په ځانگړي ډول د هلمند په ولايت کي دملا اخترعثماني او ملادادالله  تر وژل کيدو وروسته دطالبانو په ليکوکې اختلاف راپيدا شوي اوکيدايشي چي وروستى بيلگه يې دمنصور داد الله گوښه کيدنه وي .