کور / z_buitenland_news -- 5 / کيدايشي نن دبينظير بوټو ځاي ناستي وټاکل شي .

کيدايشي نن دبينظير بوټو ځاي ناستي وټاکل شي .

 دپاکستاني خبري رسنيو درپوټونوله مخي نن دخلکو دگوند غړئ يوه عمومي غونډه کوي  ترڅو دبي نظير بوټو دځاي ناستي او دراتلونکو ټولټاکونو په اړه پکي پريکړي وکړي .
کارپوهان وايې کيدايشي دبوټو خاوند اصف علي زرداري دنوموړي پر ځاي وټاکل شي .
همداراز ځني نور بيا وايي چې دخلکو دگوند مرستيال مخدم امين فهيم هم په نظر کي دي .
 اصف علي زرداري وايې هر څه چې بي نظير په خپل وصيت کې ويلي دي هغه به کيږي.
رپوټونه وايې چي دبي نظير بوټو زوي بلاول به دنوموړي وصيت غونډي ته واوروي او کيدايشي په دغه غونډه کې د جنوري داتمي دټولټاکونو دتحريم او يا دبرخي اخستني په باب هم پريکړه وه شي .
دا په داسي حال کي ده چي نواز شريف تيره ورځ دبوټو تر مرگ وروسته ټولټاکني تحريم کړي   او اوس يوازي دمسلم ليگ ق ، مولانا فضل الرحمن او ځني   گوته په شمير گوندونه پاته دي چې لا يې ټولټاکنى نه دي تحريم کړي