کور / نثر / دګناه ګار زړه

دګناه ګار زړه

دګناه ګارانسان زړه ديوې ړنګي کلا په څيروي ٠ځکه دالهي اوامرو ديوالونه پکښي ړنګ اودنه ساتني شکار ګرځيدلي وي٠خويوه انسان ته هم دمعاصيواوګمراهيو په جريان کي ددې ويرانۍ احساس نه کيږي ٠ ځکه دده زړه دشطان لعين په جال کي راګيروي٠دترغيب اوترهيب لاري يې بندي کړې وي ٠ دوعدوعيد اوريدل پرې هيڅ اغيزه نه کوي ٠هسي مسخرې اودکتاب په سر توري، په خوله خبري ورته ښکاري٠ خوکله چه انسان په ټينګ عزم اوتصميم سره لوي څښتن تعالی ته توبه ګار کيږي اوپخپلو ټولو نادانيوپښيمانتيا اوشرمندګي ظاهره وي ،نو دالله پاک په ذکر سره دده زړه ته دلايټ په شان رڼا بخښل کيږي٠دغه رڼا چه بيا دخپل زړه دويراني اوبربادۍ حالت پرې جوتيږي ،دټولوناکړدواحساس پري کيږي دتوبې دبرکاتو رڼا ده٠ ددې نه وروسته بيا انسان پخپل اضطراب اوپراګندګي باندي ډير خفه وي ٠ او غواړي چي نور دخپلي ړنګي ميلي غم وخوري٠اوپاتي نور ژوند دالله جل جلاله په اطاعت اوفرمانبرداري کي تير کړي٠ اوتير ته په پام سره درتلونکوټولوغميزو په کلکه سره مقابله وکړي ٠پری نږدي چي شيطان يې بيا دزړه په ماڼۍ قابض شي ٠اوخپل نفس ددې په ځاي چه په خواهشاتو کي راګير کړي ٠دخپل لوي بادار په اطاعت کي په کار راولي ٠او د،،امامن خاف مقام ربه ونهی النفس عن الهوی فان الجنته هی الماوی،الایه ٠٠مصداق ځان جوړ کړي ٠ وما ذالک علی الله بعزيز٠