کور / رسنۍ / د ستوري مجلې ۵مه ګڼه چاپ او پر لیکه شوه

د ستوري مجلې ۵مه ګڼه چاپ او پر لیکه شوه

ستوری مجله دخاص کونړد ادبي او کولتوري ټولنې خپلواکه، ناپېيلې، کولتوري او ادبي خپرونه ده، چی دغه د ارواښاد کبير ستوري د 3 يم تلين په مناسبت ځانګړې ګڼه په 68 مخونو کې تازه له چاپه راوتلی او دانټرنټ پر مخ پر لیکه شوی ده.




د « ستوری » مجلی په درېيم کال پېځمه ګڼه کې د پښتنو د ټاټوبی، پوهانو، ادیبانو، شاعرانو او لیکوالانو په زړه پورې لیکنی، مرکی او شعرونه ځای شوی دي.
د مجلی پدې ګڼه کې دغه ليکنې راغلې:
سرليکنه : پړ مې كړه، نو مړ مې كړه ،
 انسان ولې اشرف المخلوقات دی؟ ،
ډاكتر كبير ستورى دخپلو لیکنو په هنداره کی ،
د پسرلي احساس ،
 د يوویشتمې صدۍ ځلنده ستوری ،
دخوشحال خان سړیتوب د ساپوهنې په رڼاکی ،
 د بختيار خټك سره د هغه د ژوند او فن په اړه خبرې ،
 ژب سياست او ژب پلان ،
 پښتو او د پښتنو مضر احتیاط ،
د زنداني شاعر زنداني انګازی) ارواښاد عبدالغياث حقمل ( ،
د ستورو قافلې،
 افغانستان د جنګونو ډګر ،
 ادبي ټوټه : زمــوږ كـــلى ،
لــه اختر محمد مومند سره مركه ،
د رحمان بابا مزار والــــوځول شو ،
کیوکیشن کراټې ،
د ستورو کاروان) شعرونه ، څلوریځي ، غزلی او نظمونه(
 يـو ځـــل بيــا د زېــري پــه بڼه ،
او
 تيـــــاره او رڼـــــا ،
د ستوري مجلې اداره د خپلو ټولو درنو لوستونکو څخه هيله کوي، چې د مجلې په هکله خپل وړانديزونه او ليکنې د ادارې په پته راواستوي. ترڅو مونږ د لوستونکو په وړانديزونو د مجلې ليکنې کره او بشپړې کړو.



د مجلی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړۍ
http://www.kabirstori.com/index.php?page=StoriMojala&c=StoriMojala_PinzamaGana

عرفان الله کوټوال
د تنر کلی ـ طلائی بانډه
د خاص کونړ ولسوالي
د کونړ ولایت / افغانستان
ټیلیفون :772931465-0093
magazine@kabirstori.com