کور / تازه خبرونه / د ميدانښار استنادي دېوال او د نرخ ولسوالۍ د غنمو وېش…

د ميدانښار استنادي دېوال او د نرخ ولسوالۍ د غنمو وېش…

دميدان وردګ ولايت دنرخ ولسوالۍ په(١٨٦٦) اړو اوبې وزلوکورنيوباندې (٩٣،٣) ټنه غنمو ويش لړۍ پيل شوه.

دغه مرستې د(WFP) يا نړيوال خوراکي سازمان لخوا دنرخ ولسوالۍ د (١٨٦٦)اړو او بې وزلو کورنيوسره وشوې چې هرې کورنۍ ته به (٥٠) کيلوګرامه غنم ورکړل شي، چې له امله به ديو شمير خلکو ستونزې هواري شي

ديادولو وړ ده چې پخوا هم دبيړنيو مرستو کميټې لخوا دغه ولسوالۍ ته (١٨٦،٦) ټنه غنم په )١٨٦٦) مستحقو کورنيوباندې ويشل شوې وي چې هرې کورنۍ ته (١٠٠) کيلوګرامه غنم رسيدلي وو .

 

د يو بل خبر له مخي د ميدان وردګ ولايت دميدانښار دښار دښګلاء او ساتنې په موخه د(٧٥٠) مترو په اوږدوالي د يواستنادي ديوال دبنسټ ډبره کيښودل شوه.

ددغه ديوال د بنسټ ډبرې په ايښودولو او پټۍ په پريکولوکې دميدان وردګ ولايت والي محمد حليم فدايي دولايتي شورا ريس او غړو اودميدانښار ښارال ګډون کړې وو،ښاغلي والي په دغو مراسمو کې وويل دښار ښګلاء او ښيراز ه کول زموږد لومړيتوبونو څخه دي اوموږ به هڅه وکړو چې دميدانښآرته يوه نوې بڼه ورکړواو زموږ هڅې په دغه لاره کې جريان لري.

دميدانښار ښاروال انجينيرعبدالکبيرابراهيمي په وينا دغه استنادي ديوال چې (٧٥٠) متروپه اوږدوالي دڅلورمترو په پلنوالي ،ديونيم مترپه لوړوالي داحمدولي شيرزي ساختماني شرکت لخوا په پنځه څلويښت ورځوکې جوړيږي او ددغه ديوال په جوړيدوباندې يو لک ډالر (پنځوميليونو) افغانۍ لګښت راځئ چې دميشتوايساف ځواکونو لخواورکول کيږي.