کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / امريکايانو کرزي ته يو ځل بيا د ده مقام ورپه ګوته کړ!

امريکايانو کرزي ته يو ځل بيا د ده مقام ورپه ګوته کړ!

 

د افغانستان ولسمشر حامدکرزي يوه ورځ تر هغې وروسته، چې  د راتلونکو ټولټاکنو لپاره يې رسماً خپل نوم وليکه، د امريکې  نوي ولسمشر ته د وفادارۍ د لوړې لپاره د امريکې پر لور رهي شو. په داسې مهال کې چې حامد کرزي امريکايي ولسمشر باراک اوباما ته دوفادارۍ لوړه يادوله اوډاډ يې ورکاوه ، چې که دی بيا ولسمشر شي نو د پخوا په څېر به د امريکايي اوامرو اطاعت کوي ،امريکايي جلادانو له خپل دود سره سم يو ځل بيا پر افغانانو خپل زړونه يخ کړل او دا ځل يې د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ ملکي وګړي د تورو خاورو اوسرو باروتو خوراک کړل او د شينډنډ اوشاه وليکوټ د رېکارډ په ماتولو يې 176 نارينه ، ښځې  او ماشومان د خپل غچ له ساتول (ساطور) څخه تېر کړل.

که څه هم په دې وروستيو کې چې له حامد کرزي سره د بيا ولسمشرۍ هيلې پيدا شوي او دملکي خلکو په اړه يې چې پخوا کله کله شور او ځوږ کولو ، له هغې  هم ډده کوي، خو بيا هم د راتلونکې کمپاين لپاره له ډېرې ناچارۍ اړ شو ووايي، چې دا د ملکي خلکو وژنه ښه کارنه دی او د دې لپاره چې امريکايي مېشن له ماتې سره مخ نه شي او د خلکو او ناټو تر منځ واټن زيات نه شي ، نوښه به دا وي چې د خلکو له وژنې ډډه وشي.

د ده د استغاثې پر وړاندې امريکايي جلادانو هر يوه رابرټ ګېټس او ډېوېډ پتريوس په يوه غږ او غوڅه توګه وويل ، چې: « د ملکي خلکو وژنه زموږ د ستراتيژۍ يوه ضروري برخه ده او دا ډول غوښتنې هسې بکواس ( چټيات) دي . » رښتيا وايي، په دې هر څوک پوهيږي ، چې په کلي کې د نارينه وتر  څنګ ښځې او ماشومان هم اوسيږي ، نارينه ځکه نه حسابوو چې هغوی خو هسې هم ټول د طالبانو او القاعده په جمع کې حسابيږي. او په دې کوم ړوند نه پوهيږي ، چې کله د يوه يا څو  طالبانو لپاره ټول کلی له خاورو سره سميږي، اصلي موخه يې پښتون وژنه وه. روسانو به هم د يو څو مجاهدينو په نامه تول کلی دهستۍ له نقشې څخه د نېستۍ کندې ته سپارلو. د دواړو ځواکونو سياستونه په يوه ټکې کې سره شريک دي او هغه پښتون وژنه او د پښتنو د جرړو ايستنه ده .

امريکايي قومندانان وايي، چې طالبانو په بالابلوک کې شوکه کوله ، نو ځکه مو بمباري پرې وکړه.نو شوکه ډېره بده ده او که قتل عام. دا ماته هماغه خبره رايادوي ، چې يوه سړي غوښتل د غوا سر له  کټوې را خلاص کړي، نو لومړۍ يې غوا حلاله کړه او بيا يې کټوه ماته کړه  او د غوا سر يې ترې راوايست. نو امريکايان هم د دې لپاره چې د غلا مخه ونيسي ټول کلی تباه کوي، بيا به نه غله وي، نه کلی او نه هم د غلا لپاره مال او سامان.

په دې څوک نه پوهيږي ، چې اوه ورځنی ماشوم د القاعده غړی نه شي کېدای ، خو بيا هم ګورو چې امريکايي جلادان په کور ننوځي ښځمنې او ماشومان په دې تور وژني چې دلته  القاعده پټ دي.او بيا زموږملي قايد حامد شاه  د يوه کميسون د جوړولو او د پلټنو امر ورکوي.

امريکايي کاوبايانو يوځل بياحامد شاه ته په ډاګه وويل، چې د ملکي خلکو وژنه زموږ د سناريو يوه حتمي برخه ده او په آينده کې  داسې بې ځايه غوښتنې مه کوه  او اوس دې نو خوښه چې خپل د حامد شاه نقش ته د پخوا په څېر ادامه ورکوې اوکه د بل چا غم وخورو. جلالي ،  ډاکتر عبدالله ،اشرف غني ، احدي او خليلزادخو تيار ناست دي، دوی چې لا ولسمشران نه دي ګونګه روژه يې نېولې.

امريکايانو که حامد شاه ته د ده حيثيت ورپه ياد کړ، نو افغانانو ته يې هم وويل چې هسې په ټولټاکنو ځانونه مه خوشحالویء ، افغانستان يو اشغال شوی هېواد دی او تر څو چې موږ دلته يو ستاسو په قسمت کې به همدا اور او باروت ليکلي وي او که حامد شاه نه وي نور شاهان هم ډېر دي .

زه خبرې ډېرې نه اوږدوم ، د کرزي خو خپله خوښه چې د حامد شاه نقش ته دوام ورکوي او که نه ، خو زه له افغان ولس څخه پوښتنه کوم ، چې د امريکاد توپک له ميلو مو چې د طلايي دموکراسۍ او آبادۍ خوبونه ليدل ، هغه خو هسې هم سرچپه ولګېدل، نو آيا اوس هم ځانونه په خوب اچویء او که کله به مو سترګې هم پرانيزیء!

 آيا لر او بر چې کوم محشر پر پښتنو لګېدلی بيا هم زموږ د ويښولو لپاره بس نه دی؟ سترګې مو چاته نيولې، آيا د حامد شاه د ازموينې لپاره دا اوه کاله بس نه و؟ آيا په ټوله ولسي جرګه کوم داسې د پښون زوی پيدا شو ، چې د خپلو عزيزانو د وژنې له امله يې استعفا کړې وي، د لوږې اعتصاب يې کړی وي او يا يې هم د ولسي جرګې دروازې بندې کړې وي ؟ که چېرې ترې وپوښتې ، چې ولې؟ وايي ، چې والله د دروازو تړل کومه ګټه نه لري ، ښه به دا وي چې پر دولت فشار راوړو څو د بهرنيو ځواکونو موجوديت قانونمند شي.

لومړی دا چې دا دوه کاله مو څومره فشار راوړ او څومره ګټه يې وکړه ، چې تردې وروسته به يې وکړي او دويم داچې که قانونمند هم شي مانا دا چې د دوی اشغال به قانوني بڼه پيدا کړي او تردې وروسته به مو  په قانوني توګه او يا هم د قانون په نامه وژني.

 اور دې ولګيږي ، په هغوزرو ډالرو چې  ددغو وکيلانو خولې يې ورباندې ګنډلي دي.

آيا دغه تش په نامه سياسي ګوندونو ته مو سترګې نيولي، هغوی چې د بادارانو د خپګان له وېرې او د يو دوو وزارتونو د خيرات لپاره يې ګونګې روژې نيولي. او يا له طالبانو څخه د ژغورنې خير غواړیء ، هغه چې تنکي ځوانان مو دمزدورۍ په لار کې حلالوي او هغوی چې ښوونځي خپل دښمن ګڼي ، خو بيا له انټرنېټ څخه د خپلو تبليغاتو لپاره ښه په خوند ګټه اخلي.

آيا موږ تاسو يوازې همدا دوې لارې ، چې يوه يې د امريکايانو د دموکراسۍ ډول ته نڅېدل او بله يې د طالبانو له بربريت څخه ملاتړ دی، پېژنو که  په دې منځ کې د اسلامي او افغاني اصولو او ارزښتونو پر بنسټ درېيمه لاره ،چې کېدای شي هماغه د اوسط لاره يې وبولو ، هم انتخابولی شو. هغه لاره چې نه مو خپل خالق ته شرمنده اوسو  او نه هم د افغانانو په نامه د ده (ج) مظلوم مخلوق ته.زه د اوس لپاره نور څه نه وايم ، يوازې راځیء پر دې درېيمه لاره هم فکر وکړیء ، داسې يوه لاره چې زموږ له اوسنۍ چوپتيا او له بېلا بېلواړخونو او په بېلا بېلو نومونو د ظلم له زغملو سره هم توپير ولري.