کور / د ډيورنډ کرښه / په پښتونخوا کې د رې اړخېزه جګړه

په پښتونخوا کې د رې اړخېزه جګړه

ليکنه: حلېم شملزې کراچي

نن د محکوم افغان وطن پر سپېڅلې حرېم باندې د رېو قوتونو د خپلې ولقې د ټېنګولو جګړه روانه ده . لوې ځواک د متحده اېالاتو دې چې د ترهګرې پر ضد د جګړې لپاره ېې هڅه ده چې پدې جنت ډوله سېمه کښې داور لمبې ترهغې بلې وساتې ترڅو چې لدې ځاېه ترهګر ( دامرېکا د مخالفېنو) نوغې نوې اېستل شوې . دا جګړه چې څوک کوې او په څه بڼه ېې کوې ؟ څوک پکښې مرې او ېا څوک پکښې پاتې کېږې لدې سره ددوې هېڅ کار نشته . دوهمه ډله طالبان او ددوې نړېوال دالقاعدې انډېوالان دې ، دوې غواړې چې د اسلام د ژغورنې لپاره لدې سېمې نه داسلامې خلافت د قېام لپاره دېوې مورچلې کار واخلې ، که په نتېجه کښې ېې هر څوک مرې هغه به ېا جنت ته ځې اوېا دوزخ ته پدې دواړو خبرو کښې دهغوې د خپه کېدلو څه وجه نه تر سترګو کېږې . درېمه ډله پنجابې پاکستانې پوځ دې چې د استحکام پاکستان تر شعار لاندې ېې پر دې سېمې د اور او انګار د شېندلو غوبل جوړ کړې دې او خلک ېې پدې خوشحاله کړې دې چې هم دېن دې او هم خورما ، ېعنې دا جګړه د استحکام وطن ترڅنګ د ډالرو د ګټلو زرېعه هم ده . ددوې په اند پدې جګړه کښې چې څوک مرې هغه ېا د پاکستان غازې شهېدان دې او ېا هغه ناوړه افراد دې چې ددې استحکام دلارې خنډ دې .
په ښکاره خو تورکافر او سورکافر سره ېو لورې ته ښکارې او تورپټکېان بل لور ته ولې د درو واړو اهداف او مقاصد بېل دې .
دلومړې ډلې شعار شته ولې تعرېف نلرې ، ددوې په اند ترهګر هر هغه سړې دې چې د امرېکې د مفاداتو پر وړاندې خنډ جوړوې هغه که سرټمبه مسلمان وې او که ماډرن . ددوهمې ډلې په اند اسلام ته غټې خطرې را وړاندې شوې دې د ېوه اسلامې خلافت د رامنځته کېدلو سره به نه ېواځې دا خطرې پر شا وتمبول شې بلکه د عربو له تېلو سره سره به د پاکستان نظرېاتې سرحدات هم خوندې شې ، او په دې ډول به دوې هم داسلام او هم د پاکستان هېروګان ونومول شې .
درېمه ډله پاکستانې فوځ چې تردې دوو نورو ډلو زېات په تشوېش کښې دې او چاروناچار ېې دا جګړه پېل کړې ده ېواځې ددې جګړې لنډ مهاله ګټو ته ګورې او له عواقېبو نه ېې سخت په وېره کښې دې او له دې امله ېې د زړه سکون داسې ورک دې لکه دآس له سره ښکر .

اوس سوال دادې چې دافغان وطن پردې پښتنه محکومه سېمه د اور له بلولو او د پښتنو د قتل عام نه اېا په نړې کښې عربې او پنجابې غېر سرحدې ، نظرېاتې ترورېزم له منځه تللاې شې ؟
اېا د پښتانه دسرپه پرېکولو اسلام ته تحفظ ورکول کېدلاې شې او د خلافت دقېام لپاره په نړې کښې همدا سېمه تر نور ټولو غوره او مقدسه ده ؟ د درېمې ډلې نه سوال دې چې :
اېا پاکستان پدې استحکام مومې چې شل لکه افغان پښتون بېکوره کړل شې او په زرګونو قتل کړل شې ؟ اېا په هغو ډالرو چې ته ېې اخستل د پاکستان د ستحکام لپاره ضرورې بولې کوم پاکستان مضبوطوې ؟ له پښتونخوا نه پرته دا نور پاکستان د پاکستان دې کوم پاکستان مراد دې ؟
دا چې د هر شې جګړه ده وې به دا دافغان وطن او پښتون افغان د بقا ، استحکام او ژغورنې جګړه نده . دا بېله خبره ده چې د لوبغاړو د جګړې ډګر زما وطن غوره کړې دی . پدې حالاتو کښې د مسلې تل ته تګ پکار دی او د لانجې د داېمي حل لاري چاري کتل ضروري دي . د ستونزو مور غلامې ده هغه پدې مانا چې زما دخاورې اختېار دبل دی او د همدې اختېار د اخستلو پر سر ېې له نورو رقېبانو سره ښکر ښخ کړی دی .
ددې حل هم له دې ستونزې نه په خلاصون کښې دی ېعنې له غلامې نه خپلواکې ته تلل د مسلې حل دې .
پردې مسلې د پټې خولې د پاته کېدلو کومه وېره چې وه هغه دادې وشوه ، بېکوره بېپته ، بېعزته او دربدره شوو . قتل شوو وطن مو وران شو ؟ اوبه مو تر سر واوښتې اوس ېې ناپول ګټه نه کوې چې لوېشت اوبه مو پر سر ولاړې دې او که ګز ؟
پدې د افغانستان د اوسنې دولت او وګړو لوې مسولېت دې چې نوره دا مجرمانه غفلت پاې ته ورسوې او د مظلومو افغان پښتنو سره غم شرېکې وکړې او د ونه ګڼې چې ګواکې دا جګړه په پاکستان کښې روانه ده او پکښې پاکستانېان مرې ، دا هم د افغان او افغانستان پر خاوره جګړه جګړه اوس هم زموږ په ټاټوبې روانه ده اوس هم زما سکنې ورور مرې .
او لدې سره سره هغه پښتنو افغانانو ته هم نور له دې غمېزې نه لوې دعبرت درس اخستل پکار دې  چې دنورو په لمسون به ېې خپل تارېخې ټاټوبې اوسنې افغانستان وراناوو ، هغه د شاعر خبره چې :

تا دکابل اور ته پوکی ورکاوه
هسي نه خپل ځان دي لمبه لمبه سي