کور / تازه خبرونه / دپاکستان د داخلي کډوالو شمېره ۲ ملیونو نه پورته شوه

دپاکستان د داخلي کډوالو شمېره ۲ ملیونو نه پورته شوه


دپاکستان رسمي منابع وايي چې دوروستیو جنګونو له امله د سوات ، بونیر او دیر نه دبې ځایه شویو کډوالو شمېره د دوو ملیونو څخه لوړه شوه .ددغو کډوالو لپاره په مردان ، صوابۍ او نوښار کې د شلو نه زیات پنډغالي پرانیستل شوي دي .دا کډوال چې د کورنیو جنګونو له امله دیخو سیمو نه کډه شوي او اوس یې په ګرمو سیمو کې اړولې ده.دوی د مرستو د کمبوت نه سر ټکوي او د حکومت نه د زیاتو مرستو غوښتنه کوي.داپه داسې حال کې ده چې د پاکستان د سرحد ایالت چارواکو په سر کې ویلي وو چې یوازې دوه سوه زره کډوال  سنبالولی شي .د پاکستان د اردو ویندوی ډګر جنرال اطهر عباس وایي دانشي ویلی چې د سوات عملیات به کله پورې پای ته ورسیږي .په دې جنګ کې پاکستاني مقامات تر او څه د زرو نه د زیاتو وسله والو د وژلو دعوه کوي، خو ازادو سر چینو نه ددې پخلی نه دی شوی .