کور / تازه خبرونه / پاکستان خپلو اټومي وسلو ته پراختيا ورکوي

پاکستان خپلو اټومي وسلو ته پراختيا ورکوي

دنيويارک ټايمز ورځپاڼي په خپل  يوګزارش کي ليکلي دي چي پاکستان په چټکۍ سره د  خپلو  اټومي وسلو زېرمو ته پراختيا ورکوي او دې کار  د امريکا په کانګرس کي زياتي پوښتني او اندېښنې  را پورته کړي دي . د هغو څخه يو هم دا شک دی  چي  دغه   په سياسي کړکېچ کي غرق هيواد  چي  د امريکا لخوا په ميليارډو ډالره پوځي مرستي ورسره  سوي دي  نو   هغه  په اټومي چارو کي  مصرفوي  .


 


نيويارک ټايمز د امريکا د  خپلي ضمني وېري په هکله اندېښنه څرګنده کړېده   چي  پاکستان تلاښ کوي و خپلو زروي وسلو ته  پراختيا ور کړي . ورځپاڼه  زياتوي  چي په دې ورستيو کي د امريکا د پوځي ګډي قومندانۍ د رئيس  مايکمولن په محرمانه ګزارش کي چي ددې هيواد په کانګرس کي مطرح سوی دی ، په هغه کي د پاکستان و اټومي هڅو ته اشاره سوېده او وايي چي دغه هيواد  د خپلو اټومي وسلو  پراختيا يي  تلاښونه ګړندي کړي دي .


 


په ګزارش کي راغلي دي چي د تازه زروي وسلو د جوړېدو لپاره د پاکستان  تلاښ د امريکا د لوړ کچي دولتي مقامات اندېښمن کړي دۍ  .  امريکا همدا اوس  د پاکستان په لاس کي ددغه برحاله زروي وسلو چي شمېره يې  تر سلو پوري رسيږي داسي  وېره لري چي نه چي  د پاکستاني بنسټپالانو په لاس کي ولويږي ،  خو پاکستان لا نور هم لګيا دی تر دې زيات  زروي  وسلې جوړوي  .


 


د اوباما د ادارې  چارواکي وايي چي د امريکا د کانګرس سره په تماس کي دي او دا خبره يې په ډاګه کړې  ده چي  هغوی غواړي اطمينان حاصل کړي چي کوم پوځي مرستي چي د پاکستان سره د ټروريزم سره د مبارزې د پاره سوي دي نو هغه نه بايد  پر نور چارو  و لګېږي   .